سلمان خان لاهم د ممبي ټرافيکو ادارې ٤٠٠٠ هندۍ پوروړی دی

روهي (نۍ/٢٠مه د زمري)، د ای بي ټايمز د راپور له مخې، د هند ممبي ښار کې د ټرافيکي قوانينو څخه د سرغړاوي په ليست کې د سلمان خان د کورنۍ د غړو او کپیل شرما کمپنۍ موټران شامل دي.
 
په داسې حال کې، چې د سلمان خان خپل موټر هم دده د ورور ارباز خان په نوم راجستر شوی، کوم چې د ارباز په نوم يوه فلمي توليدي کمپنۍ لري.
 
د ياد راپور په اساس، اوس هم د سلمان خان ورور ارباز خان د ټرافيکي جريمو له امله د ممبي د ټرافيکو ادارې ٤٠٠٠ هندۍ پوروړی دی.
 
دغه راپور زياتوي، چې پر کپيل شرما هم د ټرافيکي جريمو له امله ٢٠٠٠ هندۍ روپۍ قرض پاتې دی، چې تراوسه دوی دواړو ددې لګښت نه دی پرې کړی.
 
د ټرافيکو اداره وايي، چې دغو ټرافيکي سرغړونو کې د چټک سرعت او منع شويو زونونو ته د ننوتلو پېښې شاملي دي.