
معاصره فارسي شاعري، چې له شلمې پېړۍ راهیسې یې وده کړې، د تنوع، نوښت او ټولنیزو، سیاسي تحولاتو انعکاس یې په ډېره هنري ژبه وړاندې کړی دی. دا شاعري د کلاسیکې فارسي شاعرۍ (لکه حافظ، سعدي او مولانا) له وزني او عروضي نظامونو څخه د ازاد شعر (شعر نو) او سپین شعر (شعر سپید) په لور روانه ده، چې د احمد شاملو، فروغ فرخزاد او سهراب سپهري په څېر شاعرانو یې بنسټ ایښی دی.
د فارسي معاصره شاعري د عشق او عرفان ترڅنګ ټولنیز عدالت، جنسیتي برابري، جنگ، جلاوطني او وجودي پوښتنې راپورته کوي. د بېلگې په توگه، فروغ فرخزاد په خپلو شعرونو کې د ښځو ازادي او شخصیتي هویت په زړورتیا سره بیان کړی دی، چې په خپل وخت کې یې جنجالونه هم راپارولي دي.
د نیما یوشیج له (شعرنو) وروسته د فارسي ځینو شاعرانو له غزل او قصیدې څخه فاصله ونیوله او ازاد شعر یې غوره کړ. دا ازادي د تخیل او بیان د نویو لارو د پرانیستلو سره - سره، ځینې وخت د شعر په جوهر او موسیقیت باندې په کمزورۍ تورنه شوې ده. نه یوازې په فارسي کې د ازاد او سپین شعر سره مخالفتونه راپورته شول، بلکې په اوردو او ځینو نورو شرقي ژبو کې د سپین شعر سره ټکرونه رامنځته شوي دي، چې ښه مثال یې د معید رشیدي کتاب دی.
معاصره فارسي شاعري د ایران د انقلاب (1979)، جنگونو او سیاسي فشارونو عکس العمل په بنیاد رامنځته شوې ده، چې ځینو شاعرانو، لکه شاملو د مقاومتي شاعرۍ له لارې د ظلم او سانسور پر وړاندې غږ پورته کړی، خو ځینې منتقدین استدلال کوي، چې دا د سیاسي تمرکز د هنري او شرقي میزاج خلافه کاروایي وه.
د فارسي معاصره شاعري د کلاسیکې فارسي شاعرۍ په پرتله د خلکو ترمنځ پراخ نفوذ هومره نه لري، چې یوه وجه یې شاید د سانسور او اقتصادي ستونزو له امله وي، ولې ډېر شاعران په خپرنیزو چارو کې د مالي ستونزو سره مخ دي، نو په دې وجه شاید د خلکو له توجو پټ پاتې شوي وي او یا داسې هم دي، چې شرقي تهذیب یو نوی شی، ډېر په احتیاط مني، نو په دې وجه د خلکو د توجو نه وي او یا داسې هم کیدای شي، چې په فارسي ادب کې ډېر کم کسان دي، چې په معاصر شعر کې یې د استادانه شاعرۍ مقام ګټلی وي. هسې خو غالب له اردو زیاته په فارسي ژبه شاعري کړې وه، ولې څومره چې دده شاعري په اردو کې استادانه میزاج لري په فارسي کې یې هغه مقام تر لاسه نه شو کړی. ددې یو علت دا دی، چې د فارسي شاعرۍ هنریت ډېر لوړ دی، نو په دې ډول ډېره ستونزمنه خبره ده، چې د فارسي شعر مینوال دې هغه کیف پیدا کړي، کوم چې کلاسیک شعر پرې لوروولی وو. دوی زر نه تسلیمیږي، چې یو شاعر ته په یوه عادي بیت تمرکز وکړي او دا د زیاتې ښې شاعرۍ ځانګړنه ده، یانې زموږ د ټولنې په څېر نه ده، چې عادي شاعرانو ته هم په شاعرانه ارزښت قایل وو.
خو د فارسي معاصر شعر د لوېدیځو ادبیاتو (لکه سورېالیزم او اگزیستانسیالیزم) تر اغېزې لاندې راغلی، چې په دې سره ځینې منتقدین وايي، چې دغه بهرني اغېزې د فارسي شاعرۍ اصل روح کمزوری کړی دی.
دا چې فارسي ادب تر ډېره په افغانستان کې د پراختیا ریښې لري، یوه وجه یې دا ده، چې په ایران کې د ځایي واکمنو له لوري په شاعرانو سخت محدویتونه لګیدلي وو؛ ان هندي سبک ایجادیت په هند کې شوی او همدا ډول موږ دا خبره په ډېر جراعت سره کوو، چې فارسي ادب کې د افغانانو ونډه له ایرانیانو څو برابره که لوړه هم نه وي، ولې کمه هم نه ده، ځکه چې افغانستان د فارسي ادب یو ډېر ستر باب تشکیلوي.
افغانستان د خپل غني کلتور او تاریخي شالید له امله، د فارسي ادب یو له مهمو او سترو مرکزونو څخه دی. د دې خاورې شاعرانو او لیکوالانو، لکه: مولانا جلالالدین محمد بلخي، نه یوازې د فارسي ژبې ادب ته بېساري رنګ ورکړی، بلکې د نړۍوال ادب په کچه یې هم تلپاتې اغېز پرېښی دی. مولانا، چې په بلخ کې زېږېدلی او وروسته په قونیه کې یې ژوند کړی د خپل عرفاني شعر په ځانګړي ډول د مثنوي معنوي او دیوان شمس له لارې یې د انساني روح او الهی مینې ژورې فلسفې نړۍ ته وړاندې کړې دي. د هغه شعرونه؛ تر نن ورځې د نړۍ په بېلابېلو ژبو ژباړل شوي او د عرفان او فلسفې مینهوالو ته یې الهام ورکړی دی.
د مولانا تر څنګ، د افغانستان نور شاعران، لکه: سنایي غزنوي، چې د عرفاني شعر بنسټګر بلل کېږي، همدا راز خواجه عبدالله انصاري د خپلو دعاګانو او عرفاني نثرونو له امله د فارسي ادب په غنا کې مهم رولونه لوبولي دي، رابعې بلخي د عشق او احساساتو په ژبه د ښځینهتوب غږ پورته کړ....
همدا ډول د تاریخ د برخې څیړونکو له انده د فارسي ادب لوی شاعر بیدل دهلوي هم په افغانستان کې وفات شوی او په کابل کې خاورو ته سپارل شوی دی.
نو په دې وجه افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د فارسي ادب د پراختیا لپاره د یوې زېږنده خاورې په توګه کار کړی، چې د بېلابېلو کلتورونو او تمدنونو د ادبي نوښتونو لامل شوی. دې خاورې نه یوازې د ایران، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د فکري او ادبي خزانو یو ستر مرکز جوړ کړی دی. دې ته په کتو دا ویلای شو، چې د افغان شاعرانو او لیکوالانو د فارسي ادب په تاریخ کې نه یوازې یو ستر باب جوړ کړی، بلکې د انسانیت د معنوي او کلتوري هویت په بډاینه کې یې هم بېجوړې ونډه اخیستې ده.
د افغانستان فارسي شاعرۍ له کلاسیکې دورې څخه تر معاصرې شاعرانه دورې د فارسي ژبې د ادبیاتو په زېږنده کې یوه لویه خزانه په میراث پرېښودلې ده. دغه شاعري، چې د پېړیو په اوږدو کې یې د فکري، عاطفي او فلسفي ژوروالي په ملتیا د انساني تجربو رنګین انځورونه وړاندې کړي، د فارسي شعر په بډاینه او وده کې یو بېجوړې رول لوبولی دی.
د مولانا، سعدي او حافظ له وختونو را واخله تر اوسنۍ زمانې، چې د کاپیسا په کوهستاني سیمه کې یې لیمه افشید زېږولې او فارسي ادب ته یې (اغراق در اغراق در اغراق) یې ډالۍ کړی دی. نوموړې د خپلې ژبې او کلتور له ژورو سرچینو څخه په استفادې، داسې شعرونه ویلي، چې نه یوازې د فارسي ادب په تاریخ کې یې خپل نوم ثبت کړی، بلکې د نړیوال ادب د څيړونکو د توجو وړ به هم وګرځي.
افشید د خپلې نوښتګرې روحیې او د زمانې له ننګونو سره د مقابلې لپاره د شعر ژبه لري او دا ژبه د پام وړ ارزښت لري. دغې شاعرې د جګړې، مهاجرت، هویت او انساني مبارزې داستانونه په داسې ژبه بیانوي، چې هم معاصر حساسیتونه منعکس کوي او هم د کلاسیکې شاعرۍ له عمیقو ریښو سره اړیکه ساتي.
موږ دا ویلی شو، چې د افشید شاعري د ژور احساس، نازک تخیل او پیاوړې شاعرانه ژبې په ملتیا ویل شوې ده او د معاصر شعر د نوعیت او پرمختګ استازیتوب کوي. دا شاعري د فارسي شاعرۍ په ستره خزانه کې یو نوي او نایاب جوهر دی. د لیمه افشید شاعري، د یوې ښځې د ژوند، هیلو او مبارزو انځور دی، چې د جګړې، جلاوطنۍ او ټولنیزو نابرابریو په سیوري کې رنګ شوې، خو بیا هم د امید او مبارزې یو پیاوړی څراغ یې بل کړی دی. د هغې شعرونه، د ژوند له ترخو حقیقتونو څخه داسې هنري نړۍ جوړوي، چې لوستونکي یې په خپل زړه او ذهن کې د یوې نه هېرېدونکې تجربې په توګه احساسوي.
خو دا چې شاعرانه تمایل د بشري ارزښتونو سره په ټکر کې واقع شي، نو د شاعر زړه او ضمیر وجودي(تصوف) لید وبایلي او په ارواپوهنیزو تمایلاتو روږدی شي، نو بیا دی! هغه جمال، چې یو صوفي شاعر یې په کایناتو کې ګوري، یو رواني شاعر یې نه شي لیدلی، نو په دې وجه په دوی کې هویتي، جنسیتي او تحقیري خیالات پیدا شي، نو په دې وجه د افشید د شاعرۍ د ډېرو مضامینو سره زه همغږی نه یم، ځکه چې په یو ځای کې وایي:
همیشه پشت کسی میدوید شاید "تو"و باز گشته و هی گریه زار زار: نبود!
هنوز در تب داغ حماقتش زنده است، هنوز باور پوچی به آسمان دارد
په دې بیت کې (هنوز باور پوچی به اسمان دارد) مفهوم د شرقي ادب له ارزښتونو خالي دی او دا ډول شاعري ددې سیمې او د شرقي ادب د میزاج خلافه مسله ده، ځکه چې اسمان عظیم ملکیت دی، نو په دې وجه په شرقي ادب کې هر څه چې د خدای تعالی(ج) تخلیق وي، هغه حسین وي، نو په دې بیت کې د مضمون ډېر ضعف لیدل کیږي، خو ددې د شاعرۍ کمال د نوموړې په الفاظو کې دی.
اصل کې ما یې ځینې شعرونه پخوا هم لوستي و، خو ددې ټولګې له چاپېدو وروسته ما یې ځینې نور شعرونه هم مطالعه کړل، خو ما د فارسي شاعرۍ پسې د لیکلو هیڅ توان نه درلوده، خو دې شاعرۍ اړ کړم، چې څه را نه ولیکل شي، ځکه چې د افشید په شاعرۍ کې دا هنریت ډېر عالي راته ښکاره شو، چې هم د کلاسیکې شاعرۍ له موسیقیت او ژورتیا څخه الهام اخلي او هم د معاصرې نړۍ له ننګونو او واقعیتونو سره په تخلیقي ډول مخامخ کیږي.
زه ور سره له نن څخه کابو پنځه یا شپږ کاله وړاندې په یوه دفتر کې همکاران وم، له شاعرۍ یې خبر وم، خو هغه وخت مو یوازې د خبرونو د ایډیټ او ژباړې کاري همکاري وه، خو ترمنځ مو یوه ورځ هم د شعر په اړه خبرې و نه شوې. هغې په دې وروستیو کې یو کتاب( اغراق در اغراق در اغراق) چاپ کړ او ددې کتاب لینک ما په فیسبوک پیدا کړی وو. ددې شاعرې ځینې غزلونه ډېر اوږده بحرونه لري، خو په دغو اوږدو بحرونو کې یې ډېر تخیلي ترکیبونه ځای کړي دي، چې یو ډول ازاد شعر په څېر ویل کیږي، یانې شاید دا د فارسي شاعرۍ د معاصر شعر یوه ځانګړنه وي، چې غزل یې هم د ازاد شعر په څیر وزني هماهنګي لري. راځۍ، چې ددغه دوو غزولونو یو څو بیتونه راوړو:
گریه در خواب، خواب با گریه، گریه با چشمهای خوابآلود
خواب در کاسههای چشمش تر، دختر بی نوای خواب آلود
مثل اشکی که میچکد از چشم، آدم از بام بر زمین بچکد
شب مهتاب با شکوه تر است، مرگ در جادههای خواب آلود
...
به فکر رگزدن افتاد، تیغ را گم کرد، به خواب رفت سر ریل ها، قطار نبود
که بخت بد همه جا مثل سایه دنبالش، و راه رفتن و بر گشتن و فرار نبود
به وعده گاه تو در خوابهای غمگینش، نیامده وسط پیچ راه گم میشد
و روی دامن سبزش چقدر میخشکد، گلی که سهم رگ و ریشه اش بهار نبود....
لیمه آفشید یوه معاصره پارسیژبې شاعره ده، چې د خپلو شعرونو په ژوره عاطفي او فلسفي ژبې سره د معاصرو شاعرانو په منځ کې ځانګړی ځای لري. زه یې په ټول کتاب خبرې ځکه نه شم کولای، چې ما یې کتاب ډېر دقیق نه دی لوستی، خو ددغې مقالې اصلي مسله دلیمه افشید دغه لاندي شعر ته ځانګړې شوې ده، چې په لاندې ډول به یې ولولئ، مګر یوه خبره زیاتول دا غواړم، چې هغه پورته تمهیدي خبرې ددې لپاره وې، چې په فارسي شعر کې د افغانانو د ونډې په ارزښت هم باید څه ویل شوي وای، چې تر ډېره تاریخ روایتونه وو:
آرامآرام میبُری از خویش، میخشکی
آتش گرفته شاخ و برگت در مسیر باد
دشتی گدازه در میان سینهات جاریست
آتشفشانی در سرت... ناشادِ مادرزاد!
جان میکنی، تاریکیات را لای رنگی شاد-
زخم لبت را با رژ قرمز بپوشانی
این لنز آن گودال را پنهان نخواهد کرد
از عمق چشمانت هراسانتر گریزانی
آشفتگی، در موی صافت بیشتر پیداست
کشف جنون از خندههای بیخودت سادهست
هذیان کمینکردهست پشت قفل لبهایت
تا در زبان مادری ات لکنت افتادهست
با دلخوشیهایی که پر دادند نعشت را
یک کوه غم بر دوش و صدتا آرزو در سر
پرواز کردی از دل اندوهِ بی پایان
تا کشوری با شاخص اندوه بالاتر
آرام میریزی، و پیچیدهست آوازِ
ویرانی ویرانهات در راهِ بی عابر
پایان این سگدو زدنها بیسرانجامیست
ابزوردیستِ ناتوان! بیخودترین شاعر!
آفشید
په دې شعر کې ځینې ډېر ژور مفاهیم خوندي شوي دي، مګر دا ډېر لوړ تخیلونه دي، چې ژورې معناوې او پیچلي احساسات پټوي په پورته شعر کې د جګړې او مهاجرت له تجربو څخه نیولې تر شخصيتي او ښځینه هویتونو پورې، مختلف موضوعات په بر کې نیولي دي.
(آرامآرام میبُری...) یو له هغو شعرونو څخه دی، چې د انساني وجود پیچلتیاوې، رواني کړاوونه او د مهاجرت ترخه تجربه په هنري بڼه انځوروي. دا شعر د یوې رواني او ټولنیزې کړکېچنې تجربې انعکاس دی، چې د شاعرې د ژوندانه او کلتوري شالید سره ژوره اړیکه لري.
د آفشید دا شعر د وجودي بحران، رواني انزوا او د مهاجرت د تجربې پر محور راڅرخي. د شعر لومړنۍ کرښې، (آرامآرام میبُری از خویش، میخشکی)، د یوې تدریجي رواني او عاطفي ورکېدا پروسه انځوروي. دا کرښې د انسان د خپل هویت له لاسه د ورکولو او د داخلي خلا د پراخېدو سمبول دي. شاعرې د ( آتش او گدازه) سمبولونو په کارولو سره د یوې نه کنټرولېدونکې رواني سوځېدنې تصویر وړاندې کوي، کوم، چې د داخلي کړاوونو او د ژوند له فشارونو سره د مقابلې کمزوري څرګندوي.
د شعر یو بل مهم موضوعاتي اړخ د مهاجرت تجربه ده، لکه:
پرواز کردی از دل اندوهِ بی پایان
تا کشوری با شاخص اندوه بالاتر
په دې پورتني شعر کې د مهاجرت ترخ حقیقت څرګندوي، داسې، لکه یو فرد د یوه غمجن ماحول څخه بل غمجن ماحول ته لاړ شي، مګر فکر داسې کیږي، چې که چیرې دغه ماحول پرېږدم، نو د مهاجرت ماحول به خوندور شي، خو یاد ماحول له دې غمجن ماحول څو برابره غمجن وي، یانې د خوشحالۍ پر ځای لا زیاتې رواني ستونزې ورسره مخ کیږي. دا موضوع د معاصرې نړۍ له واقعیتونو سره په ځانګړې توګه د کډوالو او مهاجرینو له تجربو سره ژوره اړیکه لري.
شاعره همدارنګه د ظاهري او باطني تضاد موضوع را پورته کوي دی وایي، چې:
جان میکنی، تاریکیات را لای رنگی شاد
زخم لبت را با رژ قرمز بپوشانی
په دې شعر کې یو ډول ټولنیز نقاب ته اشاره کوي، داسې نقاب، چې فرد هڅه کوي خپل داخلي دردونه د ظاهري خوشحالۍ تر شا پټ کړي. دا تضاد د معاصر انسان د رواني دوه اړخیز ژوند یوه روښانه انځورنه دی.
د آفشید شعر د آزاد شعر په بڼه لیکل شوی، خو د هغې ژبه د پارسی شعر د کلاسیک وزن او موسیقیت یو ډول نرمه بڼه لري. د شعر رواني جریان او د انځوریزو عناصرو کارول ، لکه : (آتشفشانی در سرت) یا : (دشتی گدازه در میان سینهات) د شعر عاطفي اغېز پیاوړی کوي. دا انځوریز عناصر د شاعرې د ذهني او عاطفي حالت سمبولیک انعکاس دی.
په دې شعر کې سیمبولونه لا هنري دي، لکه د (لنز) او (رژ قرمز) د معاصرې ټولنې د ظاهري کلتور نښې دي، چیرې، چې د حقیقت پټول یوه عامه کړنه وي. همدارنګه، (موی صاف) او (خندههای بیخود) د ظاهري نظم او باطني آشفتګۍ ترمنځ تضاد په ګوته کوي. دا سمبولونه د شعر موضوعاتي ژورتیا زیاتوي او د لوستونکي لپاره یو څو اړخیز تفسیر ممکن کوي.
د شعر پای کې راځي:
پایان این سگدو زدنها بیسرانجامیست
ابزوردیستِ ناتوان! بیخودترین شاعر!
د وجودي پوچگرایۍ (ابزوردیزم) او د انساني مبارزې د بېمعنویتوب یوه فلسفي بیان دی. دا کرښې د شعر عاطفي او رواني سفر یوه غمجنه تابلو وړاندې کوي، چې شاعره خپل وجود او شاعرانه هویت تر پوښتنې لاندې راولي.
په دې شعر کې یو لوی مشکل، د شرقي شاعرۍ د میزاج او پوټه مسله هم شته، هغه دا ده، چې په دې شعر کې د فیمینستي تمیلات هم لري. د شعر ښځینه راوي د ټولنیزو فشارونو (لکه د ظاهري ښکلا او خوشحالۍ اړتیا) او رواني کړاوونو ترمنځ مبارزه، لکه: (زخم لبت را با رژ قرمز بپوشانی) د ښځینه بدن او هویت د ټولنیزو توقعاتو تر فشار لاندې انځوروي. د فیمینستي نظریې له مخې دا شعر د ښځې د رواني او عاطفي تجربې یوه پیاوړې انځورنه ده، چې د نارینهمحوره ټولنې له محدودیتونو سره مخ ده، خو دا هسې د فیمینیزم یوه دوعوه ده، چې عدم مطلق هم ګڼلی کیږي.
په دې شعر کې بله موضوعي مسله د مهاجرت داستان دی، چې پسااستعماري تفکر وړاندې کوي: (کشوری با شاخص اندوه بالاتر) مسره د مهاجرت د تجربې یوه انتقادي انځورنه ده، چې د استعماري او اقتصادي نابرابریو له امله مهاجر د یو بد حالت څخه بل بد حالت ته ورځي. دا موضوع د معاصرې نړۍ د جغرافیایي او کلتوري بېثباتیو یوه روښانه انعکاس دی، چې، اصلي سرچینه یې بیا هم نرینه محدودیت نه دی او دا مسله عدم مطلق ده، چې دوی په مهاجرت کې له نورو کلتورونو اخیستې.
ددې شعر سیمبولیکي اړخ د ناخوداګاه ذهن او داخلي تضادونو یوه ژوره انځورنه ده. د (آتشفشانی در سرت) او (هذیان کمینکردهست) تصویرونه د رواني فشارونو او نه څرګندېدونکو غوښتنو سمبولونه دي. شاعره د خپل داخلي نړۍ له کړاوونو سره مبارزه کوي، خو دا مبارزه د یوې پوچې پایلې په لور روانه ده، ځکه چې دا شعر د انساني ژوند د بېمعنویتوب او د آزادۍ په لټه کې د ناکامۍ انځور دی. د (ابزوردیستِ ناتوان) اصطلاح د انسان د وجودي پوچگرایۍ او د معنا د نشتوالي سره د مقابلې هڅه څرګندوي.
لیمه افشید، چې په خپل احساساتي او تصویري ژوروالي سره سره د معاصرې فارسي شاعرۍ یوه ښه بیلګه ده. په دې مانا، چې کلاسیک او معاصر شعر ترمنځ د توازن هڅه کوي، خو په فارسي شاعرۍ کې د لوړو معیارونو او د کلاسیک او معاصر شعر د پختګۍ له نظره، یو شمېر کمې خوابایي(کمزوري) هم په ګوته کولای شوو.
د شاعرۍ په اړه خبرې کول یو ستونزمن کار دی، ځکه شاعري د الفاظو له حدودو وتلې او د احساساتو او تخیل په نړۍ کې ژوند کوي. خو ددغې خور شاعري د ژبې موسیقیت، تصویرسازي، او تخیل ډېر ممتاز دی، خو په دوی کې لویه تشه د عقیدې او او په ارزښتونو د نه ولاړېدو یو پټ رنځ موجود دی.
فارسي شاعري په تېره بیا کلاسیک شعر د عروضي نظام په سختۍ او دقت سره مشهور دی. که څه هم معاصر فارسي شعر د عروضي قواعدو په اړه انعطاف مني، خو د شعر موسیقیت او رواني د وزن د یووالي پر بنسټ رامنځته کیږي، مګر د نوموړې په ځینو شعرونو کې د وزن په نظام (بحر) کې د رباعي یا مثنوي په څېر دودیز فورم ته نږدې مزل کوي، خو په ځینو مسرو کې د هجاوو (تقطیع) په روانۍ کې ستونزې را ولاړوي، لکه په دې مسره کې:
جان میکنی، تاریکیات را لای رنگی شاد-
د دې مسرې وزني جریان په لومړي سر کې روان دی، خو د (رنگی شاد) ترکیب د هجایي توازن له مخې یو څه ناهمغږی برېښي. د (شاد) کلمه، چې لنډه هجا لري، د مسرې د پای وزني توقع پوره کړې نه ده او یو ډول عروضي خلاء رامنځته کوي.
په کلاسیکه فارسي شاعرۍ کې قافیه او رديف د شعر د جوړښت او موسیقیت مهم عناصر دي. په دې شعر کې د قافیې او رديف کارونه یوازې په ځینو برخو کې لیدل کېږي (لکه (پوشانی/گریزانی) یا (سادهست/افتادهست). خو دا قافیهبندي منظمه نه ده او په ځینو مسرو کې د قافیې نشتوالی د شعر د فورم یووالی کمزوری کوي.
یانې موږ نه وایو، چې ازاد نظم کې دې قافیه او ردیف راشي، ولې چې کله د پورته شعر طرز د مثنوي وزن ته نږدې دی، نو باید، چې د مثنوي نوعیت یې هم یو څه په اهنګين ډول خپل کړی وی.
پرواز کردی از دل اندوهِ بی پایان
تا کشوری با شاخص اندوه بالاتر
په پورته شعر کې د منظمې هماهنګۍ د کارونې نشتوالی د شعر د موسیقي او فورمي پختګۍ کمزوري په ګوته کوي، په داسې حال کې چې د معاصر شعر پیاوړي شاعران (لکه فروغ فرخزاد یا سهراب سپهري) حتی په ازاد شعر کې هم د یو ډول داخلي موسیقیت ساتنه کوي. په پښتو شعر کې د ومان نیازي شاعري هم داخلي موسیقي لري.
فارسي شاعري د خپلو ژورو او پیچلو استعارو او تصویرونو له امله مشهوره ده. په دې شعر کې، ځینې تصویرونه پیاوړي او نوښتګر دي،
دشتی گدازه در میان سینهات جاریست
آتشفشانی در سرت... ناشادِ مادرزاد!
دا تصویرونه د داخلي اضطراب او احساساتي ژوروالي په ښودلو کې بریالي دي، خو په نورو برخو کې، استعارې او تصویرونه یا ډېر عام دي یا د کلاسیک او معاصرې شاعرۍ د ژوروالي معیارونه نه پوره کوي، لکه په دې لاندې شعر کې:
زخم لبت را با رژ قرمز بپوشانی
دا تصویر که څه هم د ظاهري او باطني تضاد په ښودلو کې اغېزناک دی، خو د نوښت له پلوه ساده او د معاصر شعر د غني استعارتي ژبې په پرتله کمزوری دی. داسې تصویرونه د کلاسیکې شاعرۍ (لکه د خیام یا مولانا) د فلسفي ژوروالي یا د معاصر شاعرۍ (لکه د شاملو یا مهدي اخوان) د سمبولیک پیچلتیا سره سیالي نه شي کولای. د شعر ځینې تصویرونه سطحي یا کلیشهیي دي، چې د فارسي شاعرۍ د غني استعارې د دود سره پوره همغږي نه لري.
فارسي شاعري د خپلې روانې، بلاغي او فصیحې ژبې له امله پیژندل کېږي. په دې شعر کې ژبه په ځینو برخو کې پیاوړې او اغېزناکه ده، خو په ځینو کم مو برخو کې د بلاغت او روانۍ له پلوه نیمګړتیاوې لري:
تا در زبان مادری ات لکنت افتادهست
دا مسره په معنوي توګه پیاوړې ده او د هویت او بیګانګۍ احساساتي اړخ ښه څرګندوي، خو د (لکنت افتادهست) ترکیب له بلاغي پلوه ساده دی او د کلاسیکې شاعرۍ د فصیحې ژبې غوښتنې نه پوره کوي.
کشف جنون از خندههای بیخودت سادهست
د (بیخودت) کلمه، که څه هم په محاورهیي ژبه کې عامه کارېږي، د شعر په بلاغي فضا کې یو څه ناسازګاره برېښي او د شعر ادبي کچه ټيټوي. د (بیخودت) پر ځای یو بل ترکیب یا صفت کارول کیدای شي، چې هم د شعري فضا سره سمه وي او هم بلاغي پختګي ولري. د ژبې په ځینو برخو کې د بلاغت او فصاحت نشتوالی د شعر ادبي ارزښت کمزوری کوي په تېره بیا د کلاسیکې شاعرۍ د معیارونو په پرتله. دا ډول ځینې معیارونه، چې د فارسي شاعرۍ د عالی درجې دي، په یاد شعر کې یې ځینې کمزوری تر سترګو کیږي، ممکن یا موږ ته کمزوري برېښېدلې وي، لکه د کلاسیکې یا معاصرې شاعرۍ د فلسفې یا سمبولیک ژوروالي معیارونه نه پوره کوي، لکه:
تا کشوری با شاخص اندوه بالاتر
دا مسره د مهاجرت او پردیتوب موضوع ته اشاره کوي، خو د (شاخص اندوه) ترکیب، که څه هم نوښتګر دی، د موضوع د ژوروالي لپاره کافي نه دی. دا ترکیب ډېر ژورنالیستیکي برېښي، چې د شعر له شاعرانه فضا سره پوره همغږي نه لري.
معاصر فارسي شعر که څه هم د فورم او ژبې په اړه انعطاف لري د داخلي موسیقیت، سمبولیک ژوروالي او نوښت غوښتنه کوي. دا شعر، که څه هم د معاصر شعر د موضوعاتو (لکه رواني اضطراب او مهاجرت) نښې لري، خو د نوښت او ژوروالي له پلوه د معاصرو فارسي شاعرانو، لکه: نیما، فروغ، یا سهراب سره سیالي نه شي کولای.
د لیمه افشید دا شعر د یوې ځوانې شاعرې په توګه د هغې د وړتیا او احساساتي ژوروالي ښه بیلګه ده، خو د فارسي شاعرۍ د لوړو معیارونو (کلاسیک او معاصر) په پرتله، د ژبې، بلاغت او تصویرسازۍ په برخو کې نیمګړتیاوې لري. د شعر موضوعات (پردیتوب، رواني اضطراب، او مهاجرت) پیاوړي دي، خو د دې موضوعاتو وړاندې کول سطحي او ډېر ژور نه ښکاري. د شاعرې د تجربې او وړتیا په پام کې نیولو سره دا نیمګړتیاوې د وخت او تمرین له لارې حل کېدونکې دي. دا نقد د دې لپاره دی، چې شاعره خپل ظرفیت نور هم وپنځوي او د فارسي شاعرۍ په غني دود کې خپل ځای لا پیاوړی کړي.
اخځلیکونه:
۱ـ رویکرد سیاسی شعر معاصر در حوزه زبان فارسی و عربی، لیکوال: فرهاد رجبی، پي ډي اف، انټرنیټي ویب پاڼه.
۲ـ حسن لی، کاووس(1391) گونه هاي نوآوري در شعر معاصر ایران، چ،3 تهران: ثالث.
۳ـ شفیعی کدکنی، محمدرضا(1387)، ادوار شعر فارسی، چ،4 تهران: سخن.
۴ـ رویکرد سیاسی شعر معاصر در حوزه زبان فارسی و عربی، لیکوال: فرهاد رجبی، پي ډي اف، انټرنیټي ویب پاڼه.
۵ـ رشیدي، معید. (۱۳۹۲ل). ژباړن: ممتاز، عبدالجمیل. استعاره، تخیل او تخلیق. ننګرهار:ګودر خپروندویه ټولنه.
۶ـ شمیسا، دکتر سیروس، سیر غزل در شعر فارسی(1386).
۷ـ زرین کوب، دکترعبدالحسین.( ۱۳۸۹ ل). نقد ادبي:جلد اول و دوم.ایران: موسسه انتشارات امیر کبیر.
۸ ـ ویکی پدیا، دانش نامه ازاد. ویب پاڼه.