Unite the Kingdom – د یووالي تر شعار لاندې د وېش نښه
د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په لندن کې د «Unite the Kingdom» تر نوم لاندې مظاهره وسوه. په دې لاریون کې زرګونه تنه برخهوال، ډېری یې اصلي برېتانویان وو، د دې شعارونو لاندې راټول سوي وو:
له ناقانونه مهاجرت سره مبارزه،او ،د ملي هویت ساتنه،
د تنظیموونکو په وینا، موخه یې دا وه چې بریتانیا د بریتانیایانو لپاره وساتي یعني بیله بریتانیایان بل څوک دلته د ژوند حق نلري خو د شنونکو په باور، دا د خطر زنګ و — ځکه په ټولنه کې د ملتپالنې او او د تعصب فاشیست احساسونه په چټکۍ سره ډېرېږي. د مهاجرت مسئله یو ځل بیا د سیاستوالو د سیاسي معاملې او شعارونو وسیله ګرځېدلې ده.
۱. دوهمخوالی او دوه معیارونه
په وروستیو کلونو کې د برېتانیا د خلکو چلند له مهاجرینو سره په څرګند ډول سخت سوی دی.
هر جرم چې د آسیا یا افریقا د هېوادونو د وګړو لهخوا وسي، سمدلاسه د رسنیو سرلیک ګرځي؛ خو که ورته پېښه د اصلي برېتانویانو یا د ختیځې اروپا د خلکو لهخوا وسي، ډېر وخت هېڅ نهي یادېږي.
دا د دوهمخۍ سیاست څرګند مثال دی. حکومت د زغم او برابري خبرې کوي، خو په عملي ډګر کې د مهاجرت موضوع د عامه افکارو د کنټرول وسیله ګرځېدلې ده. د “سخت دریځ” ژبه د سیاستوالو لپاره هغه آراموونکی درمل دی چې د ښي اړخي قشر غوسه پرې سړه کړي — هغه قشر چې د جرمونو، د کورونو د نشتوالي او د روغتیايي خدماتو له کمښت څخه تنګ سوی دی.
نوی صدراعظم کیر سټارمر او د هغه کابینه هم د همدې لوبې په میدان کې دي. هغوی د مهاجرت د قوانینو د بیا کتنې وعده کوي او حتی د پخوانیو پوځي اډو د مهاجرینو د استوګن ځای په توګه یادونه کوي.
شنونکي وایي، دا تګلاره د فکر او ثبات نښه نه، بلکې د واک د له لاسه ورکولو وېره ده.
۲. مهاجر – د سیاسي لوبې ګروي
د بریتانیا د مهاجرت تاریخ د کارګرۍ له تاریخ سره تړلی، خو دا د سیاسي ناوړهګټې اخیستنې هم اوږد فصل لري. هر بحران چې راځي، سیاستوال د قرباني په لټه کې وي، او دا قرباني اکثره وخت مهاجر وي.
دوی په دې توګه د ټولنې پام له ریښتینو ستونزو څخه اړوي — له د کورونو کمښت، د بیې لوړوالي او د عامه خدماتو د فشار — او پړه د هغو خلکو پر غاړه اچوي چې ګواکې “دندې اخلي” او “بجټ خرابوي.”
په دې توګه، مهاجر د سیاسي لوبې د “رهینانو” په څېر ګرځي. د لیبرال، محافظهکار او کارګر ګوندونو تر منځ توپیر نه سته؛ ټول د خلکو د احساساتو له مخې خبرې کوي، خو د انسان له عزت او حقایقو سترګې پټوي.
۳. هغه څوک چې هېواد یې پر اوږو ولاړ دی
په حقیقت کې د برېتانیا اقتصاد د همدغو مهاجرینو پر اوږو ولاړ دی.
دوی د روغتیا، ترانسپورټ، ساختماني، او د زړو خلکو د پالنې په برخو کې کار کوي.
د NHS (ملي روغتیايي خدمت) د کارکوونکو شاوخوا ۱۸٪ بهرني اتباع دي، او په ساختماني برخه کې دا شمېر لا هم لوړ دی.
د دوی له برکته نظام روان دی، خو د ستاینې پر ځای، شک او کرکه ورپه برخه ده.
رسنۍ ډېر کم هغه هنديان، فلیپیني نرسان او افغاني انجنیران ښيي چې د کلونو لپاره د بریتانیا د پرمختګ لپاره کار کوي. د “خطرناک مهاجر” انځور بیا د پلور، وېري او سیاسي ګټې لپاره کارول کېږي.
۴. د معاصرې اروپا اخلاقي بحران
د مهاجرت ضد احساسات یوازې د بریتانیا ستونزه نه ده. له جرمني او فرانسې نیولې، تر هالنډ او سویډن پورې، ټوله اروپا له همدې روان حالت سره مخ ده.
هغه قاره چې یو وخت یې د ازادۍ، زغم او انسانپالنې سمبول بلل کېده، نن ورځ د وېري، بېباورۍ او وېش فاشیت تعصب ښکار ده.
بریتانیا، چې یو وخت د لیبرال ډیموکراسۍ بېلګه وه، اوس د تاریخي انتخاب مخې ته ولاړه ده:
ایا غواړي خپل ارزښتونه وساتي؟
او که د تعصب او وېري له امله خپل اخلاقي بنسټ له منځه یوسي؟
۵. د پای پر ځای — د انسانیت یادونه
مهاجرت ګواښ نه دی؛ دا د ۲۱مې پېړۍ یوه نړیوال واقیعت ده.
انسان تل د امنیت، فرصت او راتلونکي په لټه کې حرکت کړی.
بریتانیا، چې پخوا یې د نړۍ له هرې برخې ګټه اخیستې، اوس داسې ښکاري چې هېر کړي یې دي چې د خپل عظمت بنسټ د جهانوړتیا او پرانیستې روحیې پر بنسټ ولاړ و.
تر هغو چې سیاستوال د مهاجرت کارت لوبوي او رسنۍ د وېري فضا خپروي، مهاجر بیا هم په چوپتیا خپل کار ته دوام ورکوي — درملنه کوي، جوړوي، درس ورکوي او خدمت کوي.
ښايي همدوی اوس تر ټولو ښه پوهېږي چې
“ریښتینی بریتانوی کېدل” څه مانا لري:
د هېواد لپاره کار کول، پرته له تمې، او د ټولنې د ښېرازۍ لپاره زحمت ایستل