لومړۍ کټګوري: د شُعور لار
دغه ډلې ته هغه ځوانان ورپېژندل کېږي چې د شپې تر ژور سکوت لاندې د خپلو هیلو، ارمانونو او اهدافو لپاره په ځیرکتیا فکر او تدبیر کوي. د دوی د زړه تل کې دا لوړه موخه ویده وي چې په ټولنه کې د مور او پلار نوم او عزت ژوندی وساتي؛ د خپل کور او خپلوانو د سر لوړتیا لپاره هره ذره هڅه وکړي؛ له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي او د ژوند د هر ګام په اخیستلو کې له دلیل او منطق څخه کار واخلي.
دغه ځوانان پوهېږي چې د ژوند هره پرېکړه د دوی پر راتلونکي، کورنۍ او ټولنې مستقیم اغېز لري؛ نو ځکه د ملګرو په ټاکنه کې له بې پروايۍ څخه سخت ډډه کوي. له ناوړه ملګرو ځان لېرې ساتي او د سالمو اړیکو او علم په رڼا کې ځان ته لار برابروي.
دوی منظم ورزش کوي، خپل ذِهن او بدن په اعتدال کې ساتي، د خپلو ارمانونو په پُلو کې له ستړیا او خنډونو سره مبارزه کوي. د دوی لپاره پر خلکو د نیوکې پر ځای د تېروتنو نه زده کړه لومړیتوب لري؛ ځکه چې دوی د وخت ارزښت پېژني، د حیأ او اخلاقو لوړ معیارونه مراعتوي، او غواړي د خپل ژوند هره لحظه پر خپله پوهه او هڅه اباده کړي.
دویمه کټګوري: د نفس غوښتنو بندګان
دغه ځوانان اکثره د شپې تر اوږدو خبرو پورې په مجازي اړیکو او پردیو انجونو پسې لګېدلي وي. د دوی لپاره د مور او پلار سپېڅلې شمله او د کورنۍ درناوی کومه مانا نه لري. دوی د نفس غوښتنې تر هر څه وړاندې ګڼي او د څو شیبو خوند لپاره د خپل ژوند اساسي ارزښتونه پلوري.
حیأ او عزت ورته یوازې په خبرو کې مفهوم لري؛ په عمل کې يې نه پېژني. دوی ځان په دروغو ښکاره کوي؛ پر ځان د نورو د پام رااړولو لپاره بې بنسټه کیسې جوړوي: د شتمنۍ، واک او مقام ادعاوې کوي چې خلک يې وستايي.
په حقیقت کې په دې کټګورۍ کې ځوان د ځان په اړه داسې دروغینه بڼه جوړوي چې د کورنۍ او خپلوانو تر منځ يې باور ورانوي. مور او پلار يې ناپوه ګڼي؛ د حلال او ناروا تر منځ توپیر نه کوي؛ او په زړه کې هېڅ واقعي مینه او درناوی نه پالېږي.
دغه ځوانان د ژوند پر سخته ورځ کې له هېچا سره نه درېږي؛ د راتلونکي لپاره هیڅ واقعي پلان نه لري؛ او که د خپلې کورنۍ خبرې يې د جنسي هوس پر وړاندې خنډ شي، بې له دریغه پرې د سپکاوي ګام پورته کوي. په پایله کې دوی د ځان او خپلوانو عزت تر پښو لاندې کوي او بې لارې ژوند ته اوږه ورکوي.
درېیمه کټګوري: د تورو لارو مسافر
په دې ډله کې هغه ځوانان راځي چې د ژوند له هر مسؤلیت څخه تېښته کوي او ځان د نشو په تورې نړۍ کې غرقوي. دوی د خپل مور او پلار خبره هېڅ په څه هم نه ګڼي؛ د کورنۍ زړه په خپلو کړنو وینې کوي؛ او د خپلو کړنو ټوله بیه د کورنۍ عزت او کرامت پرېکوي.
دوی هره ورځ په بې معنا جنجالونو کې ښکېل وي؛ له بېلارې ملګرو سره په بدو محفلونو کې خوشحاله وي؛ او په دې ویاړي چې د خپل سیمې په بدنامۍ کې مشهور شي.
هغوی د خپل فکر او بدن روغتیا له منځه وړي، او د ژوند اساسي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. د وخت قدر نه پېژني؛ د خپلو کړنو پایله نه ویني؛ او نه د دې نړۍ او نه د هغې نړۍ لپاره څه فکر کوي.
دوی د خپلو بې لارې کړنو له امله د کورنۍ د باور او مینې تارونه شلوي؛ او په ورو ورو خپله ټولنه، خپل نژاد، او خپله راتلونکې د زوال کندې ته ټېل وهي.