ferrari car
Rohi

روهي سره اړیکه 
روهي وېب پاڼې ته کوم ډول ليکنې رالېږلی شئ؟
د روهي خپلواکې، ناپېيلې، ټولنيزې، فرهنګي او خبري وېب پاڼې د درندو قلمي همکارانو، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ
روهي وېب پاڼه له لومړۍ ورځې بيا تر نن پورې د خپلو قلمي همکارانو پر مټ وادنه او پر مخ روانه ده. زمونږ غښتلي قلمي همکاران په اسلامي، سياسي، ټولنيزو، اقتصادي، علمي، تحليلي، هنري، فرهنګي، ادبي، ټېکنالوژۍ او ورزشي مسايلو او پېښو  لېکنې او ژباړې کوي؛ د روهي په پته يې استوی، چې مونږ يې هم له کتنې وروسته  نشر ته سپارو او په دې برخه کې له خپلو قلمي همکارانو، ليکوالانو او ژباړونکو  مننه کوو.
نو په دې پار له تاسو ګرانو قلمي همکارانو په پوره درنښت هيله کوو، چې لاندې ټکي په نظر کې ونېسئ: 
-  ليکنې او ژباړې بايد د اسلام سپيڅلي دين، د هېواد ملي ګټو او رسنيو اصولو  سره په ټکر کې نه وي؛ 
-  ليکنو او ژباړو  کې بايد د يو شخص توهين او سپکوی نه وي شوی؛
- هڅه دې وشئ چې ليکنې او ژباړې په مروج پښتو ليک وشي او املايي تېروتنې په کې نه وي؛ 
- د لېکوال او ژباړن لېکنې او ژباړې، په مکمل ډول روهي وېب پاڼې سره خوندي دي او همدارنګه هر لېکنه او ژباړه په مستقيم ډول په لېکوال او ژباړن پورې اړه لري، روهي وېب پاڼې يې  مسووليت په غاړه نه اخلي؛
- غوره به دا وي، چې له لېکنې او ژباړې سره انځور تاسې په خپله وټاکئ او مونږ ته يې راوليږئ، که چېرې تاسې انځور نه وي ټاکلی، نو بيا مونږ د لېکنې او ژباړې د محتوا سره سم  انځور ټاکو.
- تاسو کولی شئ، روهې وېب پاڼې ته په لاندې لارو ليکنې او ژباړې راولېږئ.
۱- برېښنليک : mail@rohi.af /  mailrohi@gmail.com
۲- فېسبوک پاڼه: روهي - Rohi 
۳- واټس آپ: 0766900007 (+93)
۴- تلي ګرام: روهي - Rohi
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ټیم