په افغانستان کې د مالداری یا څارویو سکتور

هغه سکتور چي د کرنې سکتور سره یوځای مل د خپلو خلکو دپاره متوازن خواړه ، کار او د ګټې وټې یا عاید سرچینې برابروی، او د کلیوالي ژوند او اقتصاد یوه مهمه برخه ګڼل کیږي. د FAO د ۲۰۲۴ کال راپور له مخی، مالداری (څاروي) د افغانستان د کرنې په ناخالص کورني تولید کې شاوخوا ۱۵٪ سلنه ونډه لري، چي دا د کرنی سکتور په پرتله ۵٪ سلنه کمه ده (کرنه۲۰٪).
په افغانستان کې مالدارې هغه کورني څارویو ته ویل کیږي، چې په کلیو او پانډو کې د خلکو لخوا د شیدو، غوښې، کار، یا نورو محصولاتو لکه وړۍ، څرمن، یا د څارویو سرو لپاره روزل کیږي. چې دا د کلیوالي ژوند او کورنۍ اقتصاد یوه مهمه برخه جوړوی. کوچيان چې په هېواد کې د مالداری سکتور لویه برخه جوړوی د څارویو مهم شپانه دي، دوی په افغانستان کې په رمه یی ډول دپسونو، وزو او اوښانو په روزولو بوخت دی، چې د ژوندیو وریو، غوښې، وړۍ، شیدو او پوستکي په داخلی تولید کې د پام وړ ونډه لري. کوچیان د ځایی نسلونو، موسمي مهاجرت یا کډوالې دوامداره څړځایونه تضمینوي او د څړځایونو په ساتلو کې مرسته کوي. په لنډه توګه، مالدارې په افغانستان کې ملیونونو وګړو ته د ژوند، معیشت او آمنیت معنی لري.
په افغانستان کې د د کورنۍ څارویو عام ډولونه:
غواګانې: د شیدو، غوښې، څرمن او قلبه کولو دپاره
پسونه: د غوښې په ځانګړي ډول د پسه او سرلې ، وړۍ او پوستکي دپاره
وزې: د شیدو، غوښې او ویښتو (کشمیري) دپاره
خره، قاطر او آسونه: د ترانسپورت او توکو لیږدولو دپاره
اوښان: په صحرايي سیمو کې د ترانسپورت او ځینې وختونو شیدو دپاره
چرګان: د هګیو او غوښې دپاره
په ژوند کې د مالدارې او څارویو رول څه دی؟ څاروي د انسانانو په ژوند او معشیت کې مهم او مثبت رول لوبوي، په ټوله نړۍ کې په کلیوالي او کرنیزو ټولنو کې د دوی رول یوازې د خوړو چمتو کول نه بلکې د خوړو، کار او حتی په سوله او ټیکاو کې مرسته کوي.
د څارویو اصلي رول د ژوند او معیشت په چارو کې څه دي؟
د ګتې وټې او عاید یوه ښه سرچینه ده
کولای شو د څارویو محصولات لکه شیدې، هګۍ، غوښه، وړۍ، څرمن او سره په نغدو پیسو وپلورو. څاروي د اړتیا او بیړني حالتونو په وخت کې په نغدو پیسو په اسانه پلورل کیدای شي. د نړي په ډیرو سیمو کې، څاروي د "ژوندی بانک یا Living Bank " یوه بڼه ګڼل کیږي. یعنی هغه شتمني چې په څارویو کې سپما او زیرمه کیږي.
څاروی خواړه او تغذیه ده
څاروې لوړ پروټین لرونکي خواړه لکه شیدې، غوښه او هګۍ تولیدوی ، چې د یوی سالمی کورنۍ په روغتیا او تغذیه کې مهم رول لری. د څارویو خواړه په ځانګړي ډول د هر عمر لویانو، ماشومانو ودې او د مور روغتیا لپاره مهم دي.
د کار او دندی رامنځته کولو ښه وسیله ده
ډیری کورنۍ د څارویو پالنې، لبنیاتو فارم، کبانو فارم، د چرګانو پالنې فارم، شاتو مچیو روزل یا د څارویو محصولاتو بازار موندنې او د کار دپاره په څارویو تکیه کوي. څاروي د پروسس مرکزونو، قالین او تغر جوړونی صنعت، ترانسپورت، د خوړو تولید، او وترنري خدماتو په څیر برخو کې هم غیر مستقیم کار رامینځته کوي.
څاروې د کار او ترانسپورت ښه وسیله ده
د هېواد په ډېرو سیمو کې، غواګانې، خره، قاطر او آسونه، د کروندو د قلبه کولو، د ګوړی تولید ګاڼې ، د توکو د لېږدولو او د اوبو ایستلو (ارهټ) دپاره کارول کېږي.
د څارویو او چرګانو سرو کارونه
د څارویو او چرګانو سری د طبیعي سرو په توګه په کروندو، بڼونو او کبانو فارمونو کې کارول کیږي، د خاورې حاصلخیزي ښه کوي او په کرنه، مالداری او بڼوالۍ کې د کیمیاوي سرو او موادو اړتیا کموي.
د څارویو دودیز او ټولنیز ارزښت
څاروي اکثرا د یو هېواد د شتمنۍ او هویت استازیتوب کوي، د بیلګی په ډول د شمال ختیځ واخان دهلیز لوړ څوکو کې د واورې پړانګ اود مارکو پولو پسونه چې د پامیر غرونو په ختیځ برخو کې موندل کیږی د ملي شتمنۍ، هویت او میراث ډول ګڼل کیږي. چې د افغانستان د سخت طبیعي ښکلا سمبول، ځواک او انعطاف استازیتوب کوي. څاروې په مذهبی مراسمو (قربانی)، شال وروړل د تازه خپلولی په وخت کې کله چی یو خوا کې یو مړ شی، ژمې موسم کې لاندی کول، حقیقه کول او د جشنونو مراسمو کې کارول کیږي.
د مالدارې رول د خطر مدیریت او امنیت په وخت کې
څاروي د کرنې سکتور د کم تولید او طبعی پیښو په وړاندی د ځپل کیدو په صورت کې، د خوړو خوندیتوب او اقتصادي شاکونو په وړاندې د بفر یا ساتنې په توګه کار کوي تر څو د خوړو تشه او سخته ولږه رامنځته نشی. په بیړنی وختونو کې، څاروي د بیړني بسپنی دپاره پلورل کیدای شي ، چې دا د بیمې یوه بڼه ده.
د ښځوښکیلتیا او پیاوړتیا
د هیواد په ډیری سیمو کې، ښځې کوچني څاروي لکه ، میږی یا بزی او چرګان ساتي، چې دوی ته د عاید او کورنۍ اقتصاد کې ونډه اخیستنی کې رغنده رول ور په برخه کوی، چې دا په ټوله کې کورنۍ هوساینې او ټولنیز مساوات ته وده ورکوي. د مالدارې سکتور نه یوازی دا چې د خوړو، کار، عاید او کورنۍ اقتصاد ته وده ورکوی بلکه مالدراې په مستقیم ډول د هېواد په بې وزلۍ کمولو، د خوړو خوندیتوب، او دوامداره معیشت لارو چارو کې مهم رول لوبوي ، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې.
په لنډه توګه ویل شو،چې مالدارې د خوړو، عاید، کار او د طبعی پیښو په وړاندی د ټولنو مقاومت لوړولو سربیره د خوړو خوندیتوب او معیشت دواړه پیاوړي کوي. داچې زموږ خوږ هېواد د ویاړلي تاریخ، قوي زړونو او نه ماتېدونکي عزم پاکه خاوره ده. زموږ په هر کلي، سیمه، غر او دښته کې یووالی، هیله، دودیزه پوهه او مینه شتون لري. نو راځئ چې سره یو شو د سولې، پرمختګ او یو روښانه راتلونکي دپاره او سره ګډ کار وکړو.
هر چېرې چې یاست ذهنی سکون ولری او د ایمان په جامو کې پت اوسی.
په ټوله مینه او آدب