د شهيد سردار محمد داود خان ژوند، زده کړې، دريځ سياست او دندې

زوکړه او کورني ژوند
سردار محمد داود خان په ۱۲۸۸ل کال کې کابل کې زږېدلی وو. د محمد داود خان پلار سردار محمد عزيز خان نومېده چې د وخت په حکومت کې يې دنده درلوده او د افغانستان بهرني سياست نامتو ډېپلوماټيکه څېره وه. محمد داود خان د پخواني افغان ټولواک سردار محمد نادر خان لور او د شاه محمد ظاهر شاه خور میرمن زینب سره واده کړی وو. سردار محمد داود خان درې زامن (خالد، عمر او ویس) او څلور لورګانې (درخانۍ زرلښت، شینکۍ او تور پیکی) درلودې. 

زده کړې
 ده خپل منځيني تحصيلات په استقلال عالي  ليسې کې سر ته رسولي وو. په فرانسې کې ېې د کور جوړونې (مهندسۍ) په څانګه کې درس ویلی و او د کابل په حربي پوهنتون کې ېې نظامي زده کړې بشپړې  کړې وې. 
 
دندې
د وېکېپېديا د مالوماتو پر بنسټ نوموړي په بيلا بيلو دورې کې لاندې مهمې دندې تر سره کړې: 
- ۱۹۳۴ کال کې د مشرقي ولايت نايب الحکومه وټاکل شو؛ 
- ۱۹۳۵ کال کې د کندهار ولايت نايب الحکومه په حيث مقرر شو؛ 
-  له ۱۹۳۹ کال څخه تر ۱۹۴۷ کال پورې د مرکزي قواؤ قومندان وو؛
-  پر ۱۹۴۸ کال د يوه کال لپاره د کورنيو چارو وزير شو؛ 
- سردار محمد داود خان له ۱۹۵۳ بيا تر ۱۹۶۳ کال پوري د افغانستان لومړی وزير وو چې وروسته يې استعفاء ورکړه؛ 
- د څه مودې لپاره پاريس کې افغان سفير و؛
- له ۱۹۴۹ کال څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې د شاه محمود خان په کابينې کې ددفاع وزير وو.
 
سردار محمد داود خان په شاهي نظام کې داسې ژوند کولو چې د هېواد ټولو وګړو ته يې مساوي کتل او په مساواتو يې باور درلود.  نوموړي له  خپل له نوم څخه رسماً د والا حضرت لقب لرې کړ. محمد داود خان غوښتل چې له افغانستان څخه يو مترقي، له سياسي، وټه ييز او ټولنيز پلوه پر خپلو پښو ولاړ هېواد جوړ شي. ده غوښتل چې په هېواد کې افراط  - تفريط ورک شي او د ژوندانه په وسيلو کې د منظمو اقتصادي او سياسي پلانونو په جوړولو سره تعديلات منځ ته راشي. 
 
سردار محمد داود خان په ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ مياشت په ۲۶مه نېټه د يوې سپينې او پرته له تاوتريخوالي کودتا له لارې د افغانستان شاهي نظام ته د پای ټکی کېښود او افغانستان کې يې د لومړي ځل لپاره د جمهوريت بنسټ کېښود. د ولسمشر سردار محمد داود خان د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره په افغانستان کې بې سارې وه او د بيارغونې، بهرني سياست، اقتصادي پراختيا، نړيوالو اړيکو.... د پام وړ پرمختګ وکړ او افغانستان په سيمه کې د نړۍ سيال او د پام وړ ځواک شو. 

سردار محمد داود خان د ۱۳۵۷ ل کال د غوايي مياشتې په اوومه نېټه د يوې خونړۍ کودتا په پايله کې د خپلې کورنۍ غړو او د حکومت لوړپوړو کسانو سره يو ځای په شهادت ورسېد او بيا يې د حامدکرزي په واکمنۍ کې جسدونه  د څرخي پله د پوليگون په سيمه کې وموندل شو او کابل کې خاورو ته وسپارل شو.