زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

ژوند مو د نورو د هیلو په پوره کولو تېرېږي. د ځان په اړه مو فکر کله کله منجمد شي. غوښتنې او هیلې مو د نورو په خوښیو کې لاهو کړې دي، د فردي، کورني او ټولنیز نظم د خرابېدو په خاطر له هر څه تېرېږو.
کله مو هم په دې فکر کړی، چې کله د یو مسوولیت منونکي لاس ته څه ورشي، هغه یې د نورو انسانانو د خوښۍ او ارامۍ لپاره کاروي؛ خو دا د ژوند تیندکونه دي، چې د انسان ژوند په يو حال نه پرېږدي، کله په یو حال کله په بل حال وي؛ خو د دې بدلونونو سره کله د انسان په وس څه وي او کله نه؛ خو دا کس چې کله څه په لاس کې ولري، له چا یې نه راګرځوي؛ خو چې بیا ورسره څه نه وي او دا کس بیا په زړه او په فکر دومره لوی وي، چې کله هم خپله بې وسي له چا سره نه شریکوي، چې څومره په ستونزو کې یم؛ خو د نورو انسانانو بیا ترې د هماغه وخت توقع وي.
دا درک په ډېرو کمو انسانانو کې وي، چې د ده حالات درک کړي او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي. په ستونزو کې د ګیر انسانه له زړه او حاله یو الله خبر وي، چې په ده څه تېرېږي. دلته څو اړخونه دي، چې د دې انسان د درک په اړه دي. یو دا چې د ژوند لومړیتوبونه او موخې مو نه دي درک کړي او بل دا چې انسان باید د ژوند په ټولو مراحلو کې یو حد ځان ته وټاکي، چې د دې حد په رڼا له خلکو سره راشه درشه، راکړه ورکړه او داسې نورو اړخونو کې له منځلاریتوب کار واخلي، چې بیا د نورو انسانانو توقع هم ورنه په یو حد کې وي. ځکه زموږ ژوند د لوړو او ژورو ټولګه ده، هېڅکله د انسان غوښتنې، هیلې، شتمني، توقع، درک او فکر په یو حال نه پاتې کېږي؛ نو په همدې خاطر د خلکو د هیلو او غوښتنو څخه ضرور دا ده، چې ځان یو ځای ته ورسوو او بیا د هغه وخت او وضعیت پر بنسټ بیا د ژوند زاویې ټاکلی شو او د هغه په رڼا کې بیا برخورد وکړو. له دې سره به مو د ژوند او د خلکو د غوښتنو ځینو اړخونو ته پام کړی وي او ځان به مو له دې اندېښنو هم خلاص کړی وي، چې زما په شان دا نور وګړي ولې فکر نه کوي.
دا د دنیا اصل دی، چې یو انسان د بل انسان په ډول فکر، غوښتنې، هیلې او درک نه لري؛ نو پر دې بنسټ بیا د هر انسان ګیلې هم ځای نه نیسي او ځان به پر دې قانع کوي، چې رښتیا هم د انسانانو ترمنځ توپیرونه شته. د همدې توپیرونه څخه سړی پوهېدای شي، چې زموږ فکر او د خلکو غوښتنې ولې یو شان نه دي؛ نو ځان به په وړو وړو څیزونو قانع او له هر انسانه به د هغه ستونزو په رڼا کې ترې غوښتنې او هیلو ولرو، لکه زه چې له کوم ستونزو او کړاوونو سره مخ یم؛ نو هغه بل کس به هم له دې حالت سره مخ وي. له دې سره به مو د درک قوه له منفي زاویې مثبتې خواته بوولي وي.