زما کیسه

 د عالم او لوی انسان د ژوند کیسه ده، چې د ځان، چاپېریال، ټولنې، د هېواد سیاسي، اقتصادي او د ژوند په ټولو اړخونو یې له مختلفو زاویو رڼا اچولې ده. دا کتاب چې لولې په لومړي سر کې دې شمس الدین مجروح له وړوکوالي سره اشنا کوي، بیا دې د کونړ په غرونو، ښایستونو او مختلفو ساحو ګرځوي، بیا د ژوند بېلابېلې برخې در باندې ویني، د کورني او ټولنیز چاپېریال په اړه درته غږیږي، بیا درته په ټولنه کې د بدلون په اړه خبرې لري، بیا درته د تاریخ له هغو پاڼو خبرې کوي، چې په ډېره برخه کې دی ښکېل پاتې شوی دی.
 د دې کتاب اصلي محتوا د ده د خپل ژوند کیسه او ناویل شوي اړخونه دي؛ خو موږ ډېر نور څه هم په کې وینو، چې هغه کورنی ژوند، چاپېریال، ټولنه او د وخت سیاسي حالات، بدلونونه، حکومتي چوکاټ، د خلکو نظرونه، تاریخي پېښې او داسې نور مسایل پکې لیدلی شو، شاید د تاریخ ډېر کتابونه له دې پېښو نا خبره وي، چې موږ یې دلته لوستلی شو. دا کتاب ارواښاد شمس الدین مجروح په دري ژبه (سرګذشت من) لیکلی او ښاغلي ارشاد رغاند (زما کیسه) په روانه او خوږه ژبه پښتو کړی دی.
  زما کیسه یې په ډېره هنري ژبه لیکلی، چې سړی تر اخره له ځان سره بیایي او د پېښو تر منځ د تسلسل په اوبدلو کې یې له مهارته کار اخیستی. د لویو انسانانو ژوند یوازې د تجربو انتقال بل نسل ته نه دی، بلکې د ژوند له شوره، زوږه او د داسې حالاتو څخه خبرول دي، چې له ډېرو خلکو پناه وي. د ارواښاد شمس الدین مجروح زما کیسه د داسې ژوند کیسه ده، چې د خپلو تجربو ترڅنګ یې د ژوند کولو، مسوولیتونو د متوجه کولو، علم او پوهې ته د خلکو پام کولو او په کې د فردي، کورني او ټولنیز ژوند اړخونو ته د مسوولیت په سترګه کتل او د ژوند په ټولو اړخونو فکر کول او ځان دې پېښو ته اماده کول دي.
  د انسان د هرې مرحلې غوښتنې بدلېږي؛ خو لوی انسانان تل د د لویو اجنډاوو او لویو ارمانونو د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي، چې بشر ته د خیر رسېدو لارې پرانیزي. زما کیسه مو د یو لوی انسان له ژونده، پېښو او سیاسي حالاتو خبروي د دې کتاب لوستل به ذهن د ځینو ناویل شویو خبرو سره مخ کړي، ډېر ارمانونه او هیلې به پکې همداسې د هیلو په ګرداب کې بندې پاتې ووینئ او د یوې تېرې ماضي کلي انځور به په کې جوت ووینئ.