نثرم، نثري نظم او که نوی شعر يا منثور شعر؟

سریزه:
تر ټولو لومړی بايد موږ د ښه وضاحت لپاره د نثر او نظم تعريف وکړو، په دې تړاو نثر په لغت کې پاشلو يا تيتولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه ليکنه يا وينا، چې وزن و نه لري، لکه زموږ ورځنۍ خبرې اترې. همدا ډول نظم په لغت کې په مزي کې د مرغلرو پېيلو ته وايي او په اصطلاح کې هغه وينا يا ليکنه چې وزن ولري، پخوا به يې قافيه او د څپو شمېر هم د نظم ارکان ګڼل، چې اوس يوازې اصلي رکن يې همدا وزن دی.
يوه بله خبره چې له دوی سره په ادبياتو کې تړلې ده او زموږ ليکنه او وينا پر ادب اړوي هنر دی، چې د دغه توکي په ملتيا عادي خبرې او ليکنې پر ادب اوړي او بيا موږ ورته ادب وايوو. په دې تړاو هر نظم يا نثر ادب نه دی، ادب به يا په نثر کې وي او يا هم په نظم کې.
که چیرې نثري نظم موږ په دغه تړاو د ځينو کره‌کتونکو له نظره د منثور شعر لپاره و منو، نو لويه مغالطه به مو دا وي، چې نثر بېل جوړښت دی او نظم بېل دواړه يوځای کېدای نه شي، ځکه بيا به د نظم او نثر توپير سره ګران شي، لکه په همدې تر کيب کې چې يو شی نثر دی څنګه نظم شو او که نظم وي ولې ورته نثر ووايوو؟ نثر او نظم د خپل جوړښت له مخې په يو ځای کې پر يو سيټ نه شي کښېناستئ. یوه خبره بله چې ځينې ورروڼه په ناپوهۍ نظم شعر ګڼي، چې دغه خبره د تأمل وړه ده او ما يې مخکې وضاحت وکړ، چې شعر کېدای شي د نظم په جامه کې را څرګند شي، خو هر نظم ته شعر نشو ويلای.
...
که چیرې نثري نظم یې وبولو او یا هم نثرم ورته ووایو، مسله بیا هم حل نه شوه، ځکه چې نوم اېښودنه تر ډېره سپېڅلې ځکه ده، چې لومړنی د نوم اېښودنې علم ادم(ع) ته د خدای تعالی (ج) له لوري ورکړل شوی و. یانې په علومو کې تر ټولو لومړنی علم، چې انسان پرې مامور شوی دی، هغه د نوم اېښودنې علم دی. زه فکر کوم، چې ژبه د علم د تاداو(تهداب) لومړنی مسله ده او ځکه باید و دې شي باندې غور وشي.
خو که چیرې د نوم اېښودنې ګرامري مسله شي، نو په دې کې تر ټولو مهمه مسله د کلمې جوړښت او مفهوم دی، هغه هم د داسې څیز، چې علمي نمونه وي؛ یانې علم په دې مانا، چې یو تعریف او اصول لري، لکه: د طب، ساینس او د ژبې علم او نور....
یانې که چیرې یوې علمي ښکارندې ته نوم ټاکو، نو باید لاندې مسایلو ته دقیق شو:
الف: ترکیب/اشتقاق شوې کلمه د مفهوم له مخې د نوم باني ده او که نه؟ دا پوښتنه د سېمانټکس(مانا پوهنې) او نیولوګیزم سره تړاو لري، کله چې یوې علمي ښکارندې یا مفهوم ته نوم ټاکو، نو دا نوم باید د مفهوم استازیتوب وکړي.
ب: نوم باید د هغه مفهوم یا شي جوهر او ماهیت په دقیق ډول بیان کړي، کوم چې نومول کیږي، یانې روښانتیا او وضاحت ولري. نمونه باید داسې وي، چې د مفهوم په اړه ابهام رامنځته نه کړي.
ج: په پښتو ژبه کې، که یوه نوې کلمه جوړوو، نو دا باید د پښتو د کلمو د جوړښت او تلفظ له مخې طبیعي او د منلو وړ وي، یانې د ژبې د قواعدو سره سمون ولري او یا هم نوې کلمه باید د پښتو د قواعدو سره، سمه جوړه شي.
د: که چیرې دا نوم په نړیواله کچه کارول کیږي، نو باید د نړیوالو علمي اصطلاحاتو سره سمون ولري، لکه: په فارسي کې دې ډول شاعرۍ ته شعر سفید/ شعر نو خطاب شوی دی.
اوس که چیرې پورته د نثرم او یا نثري نظم کلمې ته ځير شو، نو دا څرګندیږي، چې په یادو دوو کلمو کې ډېرې زیاتې ستونزې شته، چې د ازاد شعر، سپین شعر او یا نوی شعر خصوصیاتو سره په ټکر کې واقع کیږي.
فرض کړئ، موږ یو ښه هنري نثر ته په توصیفي ډول داسې خطاب کولای شو، چې ووایو: شاعرانه نثر مې واورېده، خو موږ د ښه شعر په توصیف کې داسې نه وایو، چې یو ښه نثر مې واوریده یا نثري شعر مې واوریده.
که چیرې یو شاعر ته د ښه شعر د توصیف پر مهال ووایو، چې نثري شعر مې واوریده، نو هغه به خپه شي، ځکه چې د ښه شعر تر ټولو لویه ځانګړنه چې لري یې؛ هغه نثري نه ده او نه هم نثر د ښه شعر د ستاینې لپاره کارولی شو.
یانې د ښه شعر او نثر ترمنځ داسې تضاد دی، لکه اور او اوبه او یا هم ګرمي او یخني، خو موږ د ښه هنري نثر لپاره د ښه شعر خطاب کولای شو.
که له بل پلوه دې کلمو ته که ځیر شو، نو په نثرم کې د «م» توری په علمي ډول سم نه دی. د استاد پوهاند ابراهیم همکار په خبره: د «م» توری په نثرم کې هیڅ قانوني صیغه نه لري، یو خپل سرې جوړه شوې کلمه ده، چې د ژبې له ټولو اصولو سره په ټکر کې ده.
یانې که موږ په ترکیبي او اشتقاقي کلمو باندې غور وکړو، نو په نثرم کې دې نتیجې ته رسیږو، چې نثر یو نوم او یوه کلمه ده، چې د «م» په اساس نثرم شوې ده. اوس مسله دا ده، چې دا «م» مو د کومې قاعدې په اساس را اخیستی دی، چې د پښتو په یوه اشتقاقي او ترکیبي کلمو کې نه شته. که چیرې دا قاعده شتون ولري، نو ښکاره دې شي، چې موږ نورې کلمې هم پرې جوړې کړو.
یانې نثر داسې کلمه ده، چې مفهوم او مانا دواړه لري او حتا اصطلاحي تعریف لري او د یوه لوی کور مالکه ده، خو د «م» توری د څه شي څخه اخیستل شوی دی؟ که چیرې د نظم له وروستی «م» مراد وي، نو بیا خو دې یوه علمي صیغه وړاندې شي، چې د هغه په اساس موږ نورې کلمې هم رامنځته کړو، خو که خپل سرې جوړه شوې کلمه وي، بیا دا د هر چا خپله شخصي نظریه ده، کوم علمي نمونه نه ده.
په اسلامي ادب ګلبڼ کې یوه ورځ د نثري نظم په اړه پوښتنه مطرح شوې وه، چې مراد یې همدا سپین، نوی، ازاد شعر و، چې نه قافیه لري او نه وزن، خو اهنګ لري، موسقي لري، تخیل او تفکر لري، نو په دې لحاظ هغه ته شعر ویلی شو.
خو دا کلمه (نثري نظم) چې له دوو خپلواکو نومونو جوړ شوی ترکیب دی یو ډول د سپین، نوي، ازاد شعر سره په متضاده بڼه څرګند شوی دی.
یوه وجه دا ده، چې اوسمهال د شعر په تعریف کې د نظم کلمه ډېر ښکتنی ځای لري او حتا بیخي اوس شعر ته موزون کلام نه وایو، ځکه چې نظم په مسجع نثر کې هم وي، په متلونو کې هم وي، په ولسي شعرۍ(لغاتو) کې هم وي... یانې داسې ویلای شو، چې نظم د شعر لپاره مسیحا نه دی، بلکې د شعر په فرایضو کې هم نه راځي، نو په دې لحاظ سپین، نوی، ازاد شعر، چې د شعر ټول کیفیات او خصوصیات لري، خو نظم او موزون نه دی او بیا هم ورته د نظم نوم کارول، چې په خپل ذات کې هیڅ نظم نه لري، نو څنګه ورته نثري نظم ووایو؟
اوس که نثرم دی او که نثري نظم د دغو دواړو کلمو د پورته څرګندونو په اساس کمزورې دي او له بل پلوه یو ډول د شعر او شاعر سره زیاتی دی، چې موږ یې شعرونو ته د نثر او نظم خطاب وکړو.
دا چې سپین شعر، چې تر ټولو ښه تعریف یې شعر دی او په نورو ژبو کې، لکه: فارسي او عربي کې هم دې ډول شعر ته د ازاد شعر (شعر نو) او سپین شعر (شعر سپید) ویل شوي، چې د احمد شاملو، فروغ فرخزاد او سهراب سپهري په څېر شاعرانو یې بنسټ ایښی دی البته په فارسي کې او په پښتو کې هم دې شي ته همدا ازاد شعر، نوی شعر او سپین شعر نموونې ډېرې درستې دي.
یادونه: دا لیکنه زموږ دروند استاد پوهاند محمد ابراهیم همکار ته مې استولې وه، چې د هغه له لوري په یاده مقاله کې د سر څو پراګرافونه پرې لیکل شوي و، نو ما دا ښه وګڼله، چې د استاد یاد لیکل شوی متن د دې مقالې سریزه کړم، چون ددې مقالې د لیکلو لپاره هم د استاد سپارښتنه وه او دا موضوع هله رامنځته شوه، چې کله په اسلامي ادب ګلبڼ کې و دې شي ته د نثري نظم خطاب شوی و.
درنښت