ژوند ته رنګ اؤ تغير ورکوۀ!

هيچ کله د ژوند په راحت کې مه پاتي کيږه.
ژوند ته رنګ اؤ تغير ورکوه.
هر ورځ د يوې نوې ننګونې پسې اوسه!
هر ورځ يوه نوې وړتيا له ځانه ښکاره کوه !
هر ورځ هڅه کوه چې له پرون نه ښه اوسې!
د پرون په نسبت خوښ، مهربانه، او بخښونکي اوسه .....
ژوند د ټولو ارزښت لري يوازې دا چې ته يې په ارزښت پوه شي او له هر ثانيې يې خوند واخلئ.

د ژوند ځينې طوفانونه دا در زده کوي چې د نورو پر ځاي له ځان نه توقع ولري.
ديته د متوجه کوي که څومره هم د يو چا سره نيږدي اوسې باور به پرې نه کوي، که ځينو سره هر څومره صميمي اوسې حساب پرې نه کوي.

پوهيږي ځينې به ډېر درته پيژندلي خلک وي خو په اصل کې به دې نه وي پيژندلي؛ دا بيا هيچ کله تريخ نه دئ بلکې پوهيدل او هوښاري  ده.

امکان لري دا پوهېدل به درته ډېر دردناک وي اما هيچ کله به تريخ نه وي.  نو جرأت وکړه او د نورو په هکله چې ځان درته نيږدي ښکاره کوي پوهي ته ځان ورسوه.