د ارګ او دوستم تازه ټکر: دوستم وايي هېڅوک زما له اجازې پرته فاریاب ته والي نشي ټاکلی

روهي (جمعه/۳ د غوايي)، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ، محمد داود د فارياب ولايت لپاره والي ټاکل شوی دی. 
 
د ولسمشر محمداشرف غني په حکم د فارياب اوسنی والي نقيب الله فایق له دندې ګوښه شوی دی. نقيب الله فایق د عبدالرشيد دوستم له نیږدې کسانو وو. 
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه پرېکړې ته عبدالرشيد دوستم او ملاتړو يې غبرګون ښوودلی. د مصالحې عالي شورا لومړي مرستيال او د عبدالرشيد دوستم نېږدې کس بابر فرهمند ويلي چې د نوي والي ټاکل او د نقيب الله فایق ګوښه کېدل، د دوی له مشورې پرته شوي چې ورته د منلو وړ نه دي. 
 
عبدالرشيد دوستم هم چې اوس مهال له هېواد بهر دی، ګواښ کړی چې د ده له اجازې پرته هیڅوک فارياب ته والي ټاکلی او ګوښه کولی نه شي. دوستم ويلي دي چې ژر به د دغه مسالې په پار هېواد ته ستون شي.