د نړۍ مسلمانان د رمضان المبارک مياشتې په را رسېدو سره یوه میاشت روژه نيسي. دا چې روژه د اسلام مبارک دين درېيمه بنا او د خدای حکم دی، خو غير مسلمانان چې روژه نه نيسي، د روژې ځيني داسې روغتيايي او طبي ګټې پيدا کړې دي، چې پرته له روژې په سختۍ سره تر لاسه کيږي.
۱- هغوی چې وزن يې زيات وي، روژه ورته يوه ښه موقع ده چې د ثوابونو ترڅنګ، خپلې روغتيا ته هم په کې پام وکړي. په روژې نيونې سره په وينه کې د کلسترول تولید کميږي او هر کله چې په وينه کې د کلسترول ډیر ترشح کنټرول شي، نو د ډېر وزن هم ورسره کميږي. دا د روژې مبارکې هغه فایده ده، چې نوي طب کې هم په ثبوت رسېدلي او پايلې ريښتنې دي.
۲- ښايي تاسې هم تجربه کړې وي، چې د روژې وروسته ډېر د خوراک او څښاک لپاره اشتها هغه وخت وي، کوم کې به مو چې روژه ماتی او پشلمی کولو. نو هغوی چې د کم شوي وزن له بيا اخېستو وېره لري، روژه ورته د تمرین ښه وخت دی. په دې سره دوی کولی شي، چې خپله اشتها ثباته وساتي او معده به يې داسې عادت واخلي، چې د کمې ډوډۍ په خوړلو به د مړتيا احساس کوي.
۳- روژه مبارک مياشت کې د وجود زهر لېرې کيږي. دا چې ټوله ورځ يو کس روژه ونېسي، نو شااوخوا د يو کال دننه مضر زهري مواد يې له وجود پاکيږي. د دغه چارې لامل دا دی چې د ورځې په جريان کې معده خالي وي او غذايي مواد وجود ته نه داخليږي.
۴- شوې څېړنې ښيي چې روژه دماغي وړتيا لوړوي. امريکا کې يوه شوي څېړنه ښيي چې د عادي ورځو په پرتله لس ځلې د عصابو وړتيا په روژه زياتيږي.
وروستي