ولسمشر غني: پاکستانه! راتلونکی دې مونږ پوري تړلی؛ د ګټلو او بايللو سياست ستا خوښه

 
روهي (پنځه نۍ/۲ د غوايي)، افغان ولسمشر  محمد اشرف غني کندهار ته د خپل سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې د یاد ولایت مشرانو، متنفذینو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره د کندهار ولایت د غونډو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
 
ولسمشر غني د خپلو خبرو يوې برخې کې ويلي دي، چې نن د دې وخت دی چې هر افغان پر خپل افغانیت، اسلامیت او جمهوریت ودرېږي. هغه زیاته کړه، موږ بې طرفه افغانستان غواړو، له پردیو جګړو ستړي یوو.  خپل هیواد به په خپله ابادو. د سولې تامین سره به چټک پرمختګ راشي.
 
ولسمشر پر پاکستان غږ کړی او زياته کړې يې ده، د ګټلو او که د بایللو سیاست انتخابوئ. ستاسو راتلونکی له موږ پورې تړلی، که د دوستۍ لاس راکړئ، نو ټوله منځنۍ اسیا مو چمتو کړې او د اباد افغانستان له لارې ستاسو لاسرسی ورته اسانه دی، خو که مو د بایللو سیاست چې د جګړې دوام دی غوره کړ، نو چې افغانستان اباد نه وي، منځنۍ اسیا ته به څنګه ورسېږئ؟
 
افغان ولسمشر همدا ډول پر طالبانو غږ کړی، چې د سولې لاره اختیار او د هیواد په ابادۍ کې چې تر ټولو اوچت دی برخه واخلي.