
د سکرمنټو تاریخي ښار چې د کالېفورنیا پایتخت دی؛ د دوو سیندونو په منځ کې موقعیت لري او په امریکا کې د "City of Trees" یعنی د ونو په ښار سره ځانګړی شهرت لري ځکه د بوټو شمېر یې له یو میلیون څخه زیات دی. په ۱۸۵۰م کال کې جوړ شوی او د نفوسو شمېر یې ۵ لکو او ۱۶ زرو ته رسي؛ ۲۵۷ کیلو متربع مساحت لري. خو کله چې د نښتو وړو ښارونو، اِیلک ګروف، رُوز وېل، نَټومَس، فِېر اُوکس او فُولسم وګړي ورسره حساب شي نو بیا یو میلیون او اوو لکو ته رسي. سکرمنټو دوه پوهنتونه، ۱۹ دولتي او خصوصي کالجونه، ۲۶ لېسی او په لسګونو لومړني او منځني ښوونځي لري.
د یوې سروې له مخې، د سکرمنټو ۴۱٪ هستوګن سپین پوستي ۲۴٪ هسپانویان۱۰٪ تور پوستان ۱۸٪ آسیایان او پاتې ۷٪ یې مختلف نژادونه دي. د تېرکال مالي بودیجه یې نهه اعشاریه دوه میلیارده ډالره وه. دا ښار د سانفرانسیسکو په شمال ختیز کې د ۱۴۰ کیلومترو په واټن پروت دی؛ نړیوال هوايي ډګر او وړوکی سمندري بندر یې په اقتصاد او تجارت کې ارزښتناک رول لوبوي.
کالیفورنیا ته د زیاترو افغانانو راتګ، ښایي درې لاملونه ولري: لومړی دا چې هوا او اقلیم یې د افغانستان په شان دی؛ څلور فصلونه لري. له بامیان څخه ډېرې یخې او له ننګرهار څخه بېخي ګرمې سیمې لري. دوهم دا چې دولتي مرستې او روغتیايي بېمې په کې له بل هرایالت څخه ارزانه او آسانې دي؛ ممکن له همدې بابته ورته ځینې خلک د خېرات سټېټ وايي. درېمه وجه یې د دې ایالت قوي اقتصاد، د پرمختللې ټکنالوژۍ مرکزونه، هالېوډ او پرېمانه کاري او تعلیمي فرصتونه دي. د سکرمنټو د ښار دننه د دوو کوټو آپارتمان میاشتینۍ کرایه نژدې دوه زره ډالره او د یو مستقل کور د یوې میاشتې د برېښنا او اوبو بل خواوشا ۴۰۰ ډالره دی.
دلته پخوا پنځلس زره افغانان اوسېدل، خو د تېر حکومت له سقوط راهیسې د افغان کډوالو تعداد څو چنده لوړ شوې او دغه لړۍ لاهم روانه ده. د دریو بیلا بیلو آنلاین سایټونو معلومات څرګندوي چې په سکرمنټو او ورسره تړلو ښارونو کې د افغانانو شمېر ۴۲ زره دی؛ مګر پخپله افغانان د اټکلونو په حساب انګېري چې تعداد یې ښايي له پنځوسو زرو اوښتې وي. ځکه دلته په زرګونو کورنۍ له نورو ایالتونو څخه راغلې دي اوځینې کورنۍ له دولت څخه د مرستو د غوښتنې په ځای، پخپلو دندو بسیا کوي.
د سکرمنټو په ولسوالۍ کې څه باندې یولک مسلمانان اوسیږي، ۲۷ غټ او واړه جوماتونه لري چې نهه یې افغانانو جوړ کړي او مدیریت یې هم د دوئ په لاس کې دی. په مجموعي ډول، ۴۸ رستورانونه، د حلالو غوښو او زموږ د سیمو د خوراکي توکو مغازې شتون لري چې له نیمايي څخه زیاتې ېې د افغانانو دي. د (سَن رایز حلال مارکېټ) مدیر، عطاء الرحمن صافي ماته وویل: «موږ د خپلو خلکو په اړتیاو خبر یو او تل هڅه کوو هغه څه دوئ ته په کمه بیه وړاندې کړو چې دوئ یې غوښتنه کوي. موږ هره اونۍ دوه ځلې حلاله او تازه غوښه راوړو او له وطن څخه وارد شوې وچې مېوې او نور خوراکي توکي عرضه کوو». د (هیف پرایس ډیپو) د مغازې څښتن او د افغان کلتوري ټولنې مخکښ غړی، فرهاد یوسفزی په دعوې سره وايي: «زموږ قیمتونه له نورو مغازو سره هیڅکله نه شي مقایسه کېدلای، څه چې بهر په لوحې لیکل شوي، موږ ورته ټټر وهلی او خپلې خبرې ته ژمن یو. همدارنګه موږ د پاخه عمر له هېواد والو سره د روغتیایي بېمې په اړه وړیا دفتري او مشورتي مرستې کوو او هېڅ ډول فیس ترې نه اخلو».
د پولیسو په ګډون، په ځینو حکومتي، تعلیمي، بانکي او مسلکي دفترونو کې یوشمېر افغانان دندې سرته رسوي. د طبي خدمتونو په ساحې کې ګڼ شمېر افغان نرسان او ډاکټران لرو چې په مختلفو روغتونونو کې کار کوي، البته یو تن ډاکټر حیات الله نیازي خپل کلینک پرانستې دی. ما وپوښته چې آیا ستاسو ناروغان ټول افغانان دي او دوئ څه ډول معالجې ته اړتیا لري؟ نیازي داسې ځواب راکړ: (زموږ پنځه اتیا سلنه ناروغان، د افغانستان دي چې زیاتره یې د ډیپرشن او اندېښنو څخه ځوریږي. زه فکر کوم چې هلته جنګي چاپیریال، د دې ځای له کلتور سره نابلدي او له وطن څخه لېرې والی یې اصلي لاملونه دي. بلې، زموږ کلینیک د ځايي مریضانو درملنه هم کوي». له بله پلوه، افغانان د حج او عمرې، بېمي، ټکس، مالیاتو، قانوني وکیلانو او د خصوصي امنيتي محافظینو شرکتونه لري. په سلګونو ځوانان ټکسي، اوبر او لفټ کې مصروف دي، خو ځینو یې د حکومت لنګر ته پښې غزولې او وخت ناوخته د انګرېزۍ ژبې کورسونو ته سر ورښکاره کوي. دلته په لسګونو خورې ورې قومي ډلګۍ، کلتوري ټولنې، راز راز سمتي، مذهبي او مسلکې اتحادیې جوړې شوې او څه یې له حکومت سره رسما ثبت دي.
د مسلکي افغانانو په کتار کې د AUG (افغان یونایټډ ګروپ) د یادونې دی چې په ۲۰۱۷م کال کې د افغان ډاکټرانو له خوا رامنځ ته شوې او د اوسنۍ دورې مشر یې ډاکټر ضیاء الحق اېمل دی. هغه ماته وویل: «زموږ په ګروپ کې د افغانستان د مختلفو ولایتونو ډېرتعلیم یافته خلک غړیتوب لري او له نیمايی څخه زیات یې ډاکټران دي. موږ د نوو راغلو وطندارانو سره تر وسې وسې همکاري کوو او د پوهاوي او لاسنیوي په موخه پروګرامونه جوړوو. له څو کورنیو سره چې خپلوان یې وفات شوي وو او د قبر د لګښتونو توان یې نه درلود، موږ ورسره مالي مرسته وکړه» د حضرت عائشه (رض)، امام ابوحنیفه، مسجد التوحید او د حضرت حمزه (رض) جامع جوماتونه د خپلو ټولنو غړو ته د قدر وړ خدمات وړاندې کوي. په کالیفورنیا کې د مسلمانانو ترټولو لویه هدیره په سکرمنټو کې ده چې اِیګل نِسټ ورته وايي، ۵۴ جریبه مساحت لري.
په پرتلیز ډول، عربان، هندیان، پاکستانیان او ایرانیان په سکرمنټو کې زښته زیات منظم او په دې ښار کې قوي وزن او څرګند حضور لري. ولی د سکرمنټو افغانان له بې بریده فرصتونو سره سره، د خپلمنځې ویش، ټیټ تعلیم او بې ضرورته سیاسي ناندریو له وجې په ډېرو برخو کې بې برخې دي. غالبا د ابن خلدون خبره ده چې وايي: «فرصت د صحرايي کوترې په څېر دی، که والوتله نو بېرته نه راګرځي». څرنګه چې موږ د یوې ټوپکمارې او جنګېرکې ټولنې پېداوار یو، نو د ګواښ او فرصت په تشخیص کې کافي تجربه نه لرو. زیاتره وطنداران مو د فرصت په ارزښت هله پوهیږي، کله چې اوبه له ورخه تېرې شي.
د UC Davis په مشهور پوهنتون کې افغان څېړونکی، ډاکټر فیهم پیرزاده د افغانانو په وړاندې پراته ګواښونه په درېو ټکو کې داسې رانغاړي: « د ژبې ستونزه، د مناسبو فرصتونو سم نه پېژندل او خپلمنځي نا سالمه سیالي». ولی لیکوال او ژورنالست، حیات الله پیاوړی بیا په دې آند دی چې: « د افغانانو غټه ستونزه له ځايي قوانینو څخه ناخبري او له ورکړل شوو آزادیو ناوړه استفاده ده. یعنی یوکس چې ۱۸ کلن شي بیا داسې فکر کوي چې څه یې زړه غواړي هغه کولای شي کوم چې د ډېرو بدبختیو لامل ګرځي. همدارنګه د دې ځای په عقیدوي او کلتوري باورونو عدم پوهاوې بل ګواښ دی چې دوئ له ډول ډول کړاونو سره مخ کوي. درېم ګواښ، هم په فردي او هم په ټولنیز ډګرکې د افغانانو د کریکټر کمزوري ده چې ښايي د پرله پسې یرغلونو او جنګونو پایله وي».
—-----------------------------------
یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فېسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay