
یو ښوونکی د یوې ښوونکې پر ځای راغی چې په رخصتۍ ته تللې وه.
د درس تشریح يې پیل کړه، یو پوښتنه یې له یوه زدهکوونکي وکړه، نو ټولو زدهکوونکو وخندل!
ښوونکی د بې دلیله خندا په لیدو حیران او ګنګس شو. خو ډېر ژر یې د هغوی له نظرونو ځان پوه که چې دوی ځکه خندل چې پوښتنه په هغه زدهکوونکي راغلې وه چې دوی به "بېعقل او تمبل" باله.
کله چې زدهکوونکي له ټولګي ووتل، ښوونکي هغه زدهکوونکی ور وغوښت، یوه د شعر مصرعه یې په پاڼه کې ورته ولیکله او ور يې کړه، ورته ویې ویل:
"دا مصرعه داسې حفظ کړه لکه څنګه چې خپل نوم حفظ کوې، او هېچا ته یې مه وایه." بله ورځ ښوونکي هغه بیت پر تختې ولیکه او د هغه تشریح یې پیل کړه، د معنا او بلاغت ښودنه یې وکړه.
وروسته یې بیت پاک کړ او ویې ویل:
"چا چې دا بیت حفظ کړی، لاس دې پورته کړي." هیچا لاس پورته نه کړ، پرته له هغه تمبل زدهکوونکي چې شاګردانو بې عقل باله.
ښوونکي ورته وویل:
"ځواب ووايه."
هغه په ستړي او مات غږ ځواب ورکړ، خو ښوونکي سمدلاسه وستایه او یې وپاله، او نورو زدهکوونکو ته یې وویل چې د هغه لپاره چکچکې ووهي. زدهکوونکي په حیرانتیا سره ودرېدل او حیران شول چې څه روان دي.
دا صحنه څو ځله د یوې اوونۍ په اوږدو کې په بېلابېلو لارو طريقو سره تکرار شوه، ښوونکي به وروسته په ستاینې او تشویق سره بدرګه کوله او زدهکوونکو به ورته چکچکې وهلې. ورو ورو د زدهکوونکو لیدلوری د خپل ملګري په اړه بدل شو.
د هغه زدهکوونکي روحي حالت ښه شو، په ځان یې باور پیدا کړ او پوه شو چې دی هغه "بېعقله" نه دی لکه څنګه چې پخوانۍ ښوونکې او ټولګیوالو ویل. هغه احساس وکړ چې کولی شي له خپلو ملګرو سره سیالي وکړي، آن تر هغوی ډيرې نمرې وړلی شي.
په ځان باور هغه هڅاند او کوښښ کوونکی کړ. کله چې د وروستیو ازموینو وخت رانږدې شو، هغه ډېر کوښښ وکړ تر څو په ټولو مضمونونو کې بریالی شو.
هغه له ډېر قوي عزم او لوړ باور سره منځنۍ دوره پای ته ورسوله، او لا ډېر په ښوو نمرو بریالی شو، تر دې چې په ښو نمرو یې پوهنتون ته لار وموندله.
ده خپله د پوهنتون زدهکړې په پوره بریالیتوب پای ته ورسولې، لوړو زدهکړو ته یې دوام ورکړې تر دې چې ماسټري یې واخیسته، او نن د دوکتورا لپاره چمتو کېږي.
دا د بریالیتوب کیسه هغه زدهکوونکي خپله په یوه ورځپاڼه کې ولیکله، او خپل ښوونکي ته یې دعا کړې وه چې الله تعالی دې وبښي.