
له کومه وخته چې د بن په کانفرانس کې زموږ د هيواد د نوې نظام د بنسټ چارې په قومي او سمتي معيارونو ووېشل شوې له همهغه وخته دلته ډېری قومونه له واک څخه لېري او محروم وساتل شول، او ځينو نورو قومونو او حتی د يوې ولسوالۍ خلکو ته دومره واک ، اختيار او امتيازات ورکړشو چي له نورو شلو ولايتونو سره برابر وو،
او دا محروميت بيا ددې باعث شو تر څو د نظام او ولس تر منځ فاصلې ايجاد او يوه بشپړه د بې باورۍ فضاء رامنځته شوه،اوس مهال چې په هيواد کي د ولسمشرۍ نويه ټاکني په مخکې لرو، ولس چي له يوې خوا له امنيتي ګواښونو او تهديداتو کړېږي.
پدې ټاکنو بې باوره او فکر کوي چي هر څه چې امريکا غواړي هغسې به کېږي ،او په ټاکنو کي ددوی ګډون پدې خطر او د امنيتي ځواکونو پدې زحمت او تلفاتو نه ارزي.
ځکه تېرو ټاکنو وښوده چي دخلکو رايه ته درناوی ونشو او د دوو ټيمونو ترمنځ د بهرنيانو په منځګړيتوب جوړجاړی وشو او يو دوه سری توافقي حکومت رامنځته شو، چي پخپله پنځه کلنه دوره کي برسېره پردې چي د هيواد امنيتي وضعيت تر پخوا خراب شو،د هيواد د وروڼو قومونو ترمنځ قومي ،سمتي او ژبنی تعصب اوج ته رسېدلی ده،او ټول خلک او په دولت کي دننه چارواکي ناخوښ او خفه ښکاري، چي ښه بېلګه يې د ولسمشر د لمړي مرستيال او دولسمشر ناندرۍ، د اجرايه ريس او ولسمشر ترمنځ اختلافات، د ولسمشر او د هغه د ځينو مشاورينو او محافظينو تر منځ را منځته شوي اختلالات دي.
له يوېخوا د سولي او روغي جوړي خبري د طالبانو او امريکا تر منځ په يو مشکوک او ګونګ حالت کې رواني دي، له بلي خوا جګړې شدت موندلی، بمبارۍ ، چاپې او حملو د خلکو ورځنی نورمال ژوند ټکنی کړی، د دواړو خواو بشري تلفات او د جګړې ناوړه اغېزي ، مالي او ځاني زيانونه مستقيماد ولس په روح او روان منفي اثرات اچوي ، خلک د پاڼ او پړانګ تر منځ دي.
د ټاکنو د کميسيونونو د کميشنرانو په اړه د فساد ادعاګاني او بيا د کميشنرانو څارنوالۍ ته ورپېژندل ، د ولسي جرګې ټاکني، او په دغو ټاکنو کي د پراخ فساد، د زر او زور کارېدل ، په تېره بيا د ولسي جرګې دريس د څوکۍ په سر د ښاغلي اصولي او ښاغلي رحماني تر منځ غيرسالم رقابت او په هغه موضوع کې د مالې فساد او رشوت مسائل هغه څه دي چي ولس يي پدې ملي پروسه باندي کاملا بې اعتماده کړی ده،اوس مهال چې له يوېخوا دولت د خالد په نوم جګړييز عمليات اعلان او پيل کړل هممهال ورسره طالبانو هم د الفتح په نوم د عملياتو د پيل خبر ورکړ.
نو پداسي حالاتو کې چې هم طالبان او هم دولت د عملياتو د شروع خبرورکړي ولس به څرنګه وتوانېږي چي له دومره بې باوريو، ناامنيو او له کړاوه ډک حالت سره سره به دغو ټاکنو کي ګډون وکړي؟
د ولس د غوڅ اکثريت غوښتنه داده چي اول دي سوله چي په هرشکل وي وشي، وروسته دي شفافو ټاکنو ته د تر سره کېدلو زمېنه برابره شي ، او په کليو او بانډو کي دي په ارامه فضاکي ټاکنې ترسره شي او د خلکو رايه دي په شفاف ډول وکارول شي او ورته درناوی دي وشي.
په هيواد کې د واک او اقتدار د سالم لېږد يواځنۍ معقوله لاره ټاکنې دي ،او بله هيڅ لاره نه لري او ولس ته د منلو وړ هم نه دی، موږ چې د ولسواکۍ او ډيموکراسۍ پروسه نوي تجربه کوو، اړينه ده چي فقط او فقط د ټاکنو له لاري واک له يوه ريس جمهور څخه بل ريس جمهور ته ولېږدو.