
د ژوند په چارو کې خپل ځان له هېچا سره هم مۀ مقایسه کؤئ! او مۀ دې خبرې ته ارزښت ورکؤئ، چې تاسو دې تر پلانکي يا بيستانکي کليوال په ښه وضعيت کې ياست!
او د ژوند چارې مو دې تر هغوی ښې روانې دي! ښه داده، چې خپل ځان له خپل ځان سره مقايسه او پرتله کړئ، په داسي شکل چې، سږ کال دې تر تېر کال د ژوند په چارو کې څومره پرمختګ يا خدای مۀ کړه شاتګ کړی دی؟
که دې روان کال د تېر کال په نسبت ژوند ښه و، نو بالکل خوښ واوسه، کنه نو د ژوند په پلان دې له سره غؤر وکړه. مأيوسه کېږه مه! پلان ته تغير ورکړه، او خپلې هڅې دې جاري وساته ، شاته مه ګوره، چې خلک څه کوي ،يا څه يايي؟