
تایتانیک هغه بې سارې او لویه کښتۍ وه، چې د اروپا څخه یې امریکا په لور حرکت کړی وو. ما نن د تایتانیک حقیقت ته نېږدې مستند فلم وکوته. کله چې تایتانیک د سمندر په منځ کې له کنګل شوي یخ سره ټکر کوي نو کښتئ سورۍ کېږي، چې کابو دوه نیم زره خلک پکې وو. کله چې تایتانیک ډوبیږي نو د ژغورلو کښتۍ /قایقې اوبو ته اچول کېږي، ترڅو د لویې کښتۍ خلک پکې وژغورل شي. خو له بده مرغه اول چارواکي مطلب د پاچا د کورنۍ غړي د ژغورلو په کښتیو کې کیني، چې هره کښتۍ یې د ۶۰ نفرو ځای لري، خو د پاچا د کورنۍ ۱۲ کسان کښېنول کیدل ځکه هغوی خو د پاچا د کورنۍ خلک وو. او په نورو وړو کښتیو کې شپېته او د دې نه زیات هم پکې کې ځايول. چې په اخره کې د هغو ۱۶ ژغورونکو کښتیو له منځه یوازې یوه کښتۍ وژغورل شوه چې غریبان یا هم د دریمې او دویمې طبقې یو نیم کس په کې وو، او نورې ټولې هغه کښتۍ چې لومړۍ مرتبه او نورې چې غریبان په کې وو ډوبې شوې. د کښتۍ ساتونکو په ډېره مېړانه خلکو ته نجات ورکاوه، خو هغه هم د چارواکو په اشاره.
که چېرته موږ د تایتانیک له تاریخ څخه خبر شو او ژور فکر پکې وکړو، نو موږ ته به دا جوته شي، چې چې پخوا هم کفار په ځانګړې ډول اروپایان، چې د امریکا ډېری برخه جوړوي حکومتونه یې چې په سر کې یې چارواکي دي خپل رعيت ته ژمن نه وو، یوازې یې د خپل بقا غوښتله. او اوس هم دا حکومتونه همداسې دي، دا خبره به هلته ښکاره شي چې بله تایتانیک ډوبه شي!
په پای کې موږ دې نتیجې ته رسیږو، چې له شک پرته اوس هم د هر حکومت پوځ او ساتونکي د هېواد او ملت لپاره په ډېره مېړانه جنګېږي، خو یوازې د چارواکو په اشاره باندې. فساد ټول په چارواکو کې دئ! که چېرته د چارو واګې والا هم د خپل پوځ په څېر مېړانې او قربانئ ته تیار وي حق او عدالت پلي کړي مال، شتمنی، تور او سپین ته وه نه ګوري، نو د شک پرته د حکومت بقا ، د ټولنې ژغورل او د ټولنې عصریتوب ته به ښه لار ومومي.