د سوسور ژبپوهنه او که د ارزښت کمښت؟

د سترکچرلیزم تر ټولو عمده ستونزه دا ده، چې وایي ژبه ناموسي حیثیت لري او په ژبه باید تشدد وشي، دا هم یو ډول د ژبې نېشنلیستي نظریه ده. مطلب دا دی، چې زموږ سوسوریان عقیده لري، چې که ژبه کمزورې وي او که غښتلې، لوړه وي او که ټیټه، غني وي او که مسکینه، د سیالي وي او که نه وي، اقتصادي وي او که نه وي ژبه؛ ژبه ده او ژبه ناموسي ده او په ناموس جنګیدل واجب دي. یانې د ژبې په اړه هر چا یو جواز را اخیستی دی او د ژبې ساتنه کوي. (البته د ناموسي ویلو همدا مطلب دی.)
زه فکر کوم چې زموږ سوسوریان دا عقیده لري، چې انسان لومړی باید ژبنی نېشنلیست شي، ځکه چې ژبه ناموسي ده. دوی د ژبې په اړه دا خبره هم کوي، چې الفاظ د خپل ماهیت سره او یا هم د لفظ فزیکي شکل(دال) د لفظ مفهوم(مدلول) سره توپیر لري. یانې مطلب یې دا دی، که ونې ته بوټی او بوټي ته ونه ویل شوي وی، نو د نوم په اخیستو به موږ ته هم هغه کایناتي تجسم چې لري یې را پاتې و. دوی په دې کې ښکیل دي، چې ولې ونې ته د ونې نوم رواج شوی دی؟
خو د دوی تر ټولو ستر مشکل دا دی، چې د نومونو مخینه ورته معلومه نه ده او فکر کوي، چې دا نومونه په ټولنو کې رواج شوي او یا هم یو چا ډبرې ته ډبره ویلې او همداسې رواج شوې ده، ممکن کومه تاریخي نوعیتي تعریف ونه لري.
په همدې ځای کې دوی دا تېروتنه کوي، چې دوی د ژبې روایتي پس منظر ته نه ګوري او فکر کوي، چې د لمر کلمه باید د اور توپ په نوم بللې شوې وی، ځکه چې دا د اور توپ ته ورته ده، خو مسله دا ده، چې بیا هم د اور او توپ پس منظر چیرې دی، ممکن ووایو، چې کاش توپ د اور او اور د توپ پر ځای وی.
که چیرې دې ته متوجې شو، چې په کایناتو کې تر ټولو لرغوني نومونه، لکه: لمر، اوبه، کاڼی، غر، اور، لرګی، دیوال، ځمکه، نبات، حیوان او داسې نور دي. خو ددغو کلمو تاریخي مخینه ثابته نه ده، دوی فکر کوي، چې انسان پیدا شي او یو نوم ورته غوره شي. د همدې نوم کس احمد دی، چې د احمد په اخیستو موږ ته یې څهره تداعي کیږي.
یوه لویه ستونزه دا ده، چې دوی کوښښ کوي، چې ژبه فلسفي کړي او بیا د ژبې لپاره غربي وهلې ژبپوهنې پالیسي ورته جوړه کړي، کومه چې د تاریخي روایتي مسلې سره خلاف شکل لري. یانې د( ل، م، ر) دری توري سره یو ځای شوي دي او د لمر کلمه ترې جوړه شوې ده او همدا د لمر مفهوم ته هم اطلاق کیږي، چې رڼا خپروي او سهار راولي. دلته دا مسله د غور وړ ده، چې دا کلمه په تصادفي ډول نه ده رامنځته شوې، دا چې د نړۍ د ژبو تاریخ په هغه ډول نه دی راپاتې، چې موږ د لمر د کلمې رېښه را وباسو او یا همداسې د نورو کلمو ریښې پیدا کړو، نو دا هم په دې مانا نه ده، چې موږ ووایو، چې پخوا وخت کې همدا د اور توپ ته د لمر کلمه ویل شوې او تر اوسه را پاتې ده، خو اړینه دا ده، چې ددې کلمې تاریخي پس منظر شته، چې نه هم سوسوریان ترې خبر دي او نه هم موږ. موږ یوازې همدومره ویلای شو، چې نومونه د خدای تعالی (ج) له لوري ادم (ع) ته د وحې په توګه ورزده شوي.
تر ټولو د غور وړ مسله دا ده، چې دا نومونه په تصادفي ډول نه دي رامنځته شوي او یوه تاریخي روایتي مخینه لري. یانې کله چې انسان پیدا شو، نو په نړۍ کې تر ټولو لومړنۍ علم همدا د نومونو و، چې ادم (ع) ته د خدای تعالی (ج) له لوري د وحې په توګه ور کړل شو. دا علم د انسان یو افضل صفت ګڼل شوی دی، چې له نورو موجوداتو څخه پرې اشرف معرفي شوی دی.
مفسرین وای، چې ادم (ع) ته د ټولو کایناتو د نومونو علم ور کړل شوی دی، نو چې کله د ژبې په اړه دا مسله په قران کریم کې په تفصیل سره راغلې ده، نو بیا ولې د ژبې په کسبي او طبیعي شکل کرښه را کش کړو؟
زما چې څومره عقیده ده دا نومونه د هم هغې زمانې د روایت په اساس نورو ژبو ته ژباړل شوي او یا الهام ترې اخیستل شوی دی او غور پرې شوی دی، داسې نه ده، چې موږ فکر وکړو، چې دا به یوه تصادفي پېښه وي، نو له همدې څخه دا نومونه نورو ژبو ته هم په ورته شکل ژباړل شوي او یا یې الهام ترې اخیستی دی.
یانې د ژبې د نومونو د اېښودنې تر ټولو لومړنۍ مرجع په قران کریم ده. یانې په قران کریم کې د نومونو د ټاکلو ژبني ارزښتونه موجود دي. خو له دې زموږ سوسوریان منکر دي او وایي، چې نومونه د کلتورونو له لوري په تصادفي ډول ټاکل شوي دي، چې ممکن حقیقي جنبه ونه لري. که مو لمر ته ځمکه ویلې وی، نو اوس به مو همدا لمر مراد کاوه.
یانې د علم ابتدا د خدای تعالی (ج) له لوري له نومونو شوې ده او ددې نومونو لپاره تر ټولو لومړی ادم (ع) د نومونو په علم مامور کړی شوی دی.
د البقرې سورت په (۲۶) ایت شریف کې د ماشي(بعوضة) مثال د الله تعالی د قدرت ښودلو لپاره ذکر شوی دی، همدا ډول د البقرې سورت په (۲۶۰) ایت شریف کې د حضرت ابراهیم علیه السلام د مورغیو(طیر) کیسه ذکر شوې ده، د سپي (کلب) ذکر په سورة الکهف (آیت ۱۸) کې د اصحاب کهف د سپي یادونه شوې ده، د اوښې (ناقة) ذکر په سورة الشمس او نورو ځایونو کې د قوم ثمود د اوښې کیسه راغلې ده.
دا نومونه د ژبني ارزښت او د هغوی د سمبولیکي ماناو ښکارندويي کوي. د مثال په توګه د غوماشي ذکر د کوچنیو مخلوقاتو د اهمیت او د الله تعالی (ج) د قدرت د اثبات لپاره کارول شوی دی. که څه هم قران کریم د ژبې او نومونو د ژبني ارزښت په اړه په غیر مستقیمه توګه ډېر خبرې کړې دي. د مثال په توګه د مختلفو ژبو او قومونو د تنوع ذکر په سورة الروم (آیت ۲۲) کې راغلی دی، همدا ډول خدای تعالی (ج) په قران کریم کې مختلفو قومونو او ژبو ته د ایت الله خطاب کوي.
نومونه د ژبې یوه مهمه برخه ده. د حیواناتو نومونه په عربي ژبه کې، چې قرآن کریم پکې نازل شوی زیاتره د هغوی د ځانګړتیاوو او یا د هغوی د کردار پر بنسټ ټاکل شوي دي، داسې نه ده، چې دا نومونه تصادفي ټاکل شوي دي، لکه: ناقة (اوښه) چې د استقامت، صبر او د معجزې او قوت سمبول دی. یانې له دې ښکاري، چې نومونه خپله سیمبولیکي ارزښت لري. په قرآن کریم کې د حیواناتو نومونه زیاترو ځایونو کې د سمبولیکي پیغامونو لپاره کارول شوي دي، لکه : غڼې(عنکبوت)د ضعف او نازکۍ سمبول دی (سورة العنکبوت)، مرغۍ (طیر) د آزادۍ او د الله تعالی(ج) د قدرت د نښې په توګه سیمبول شوې ده. یانې له دې دا ښکاري، چې د حیواناتو نومونه نه یوازې د پېژندنې لپاره دي، بلکې ژبنی او سمبولیک ارزښت هم لري.
که څه هم قرآن کریم د حیواناتو د نومونو د ټاکلو په اړه خاصې لارښوونې نه لري، خو په احادیثو کې د نومونو د اهمیت په اړه عمومي لارښوونې شته. د مثال په توګه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د نیکو نومونو د ټاکلو سپارښتنه کړې ده او دا اصول د حیواناتو پر نومونو هم تطبیقېدای شي، لکه څنګه چې د اوښانو او نورو حیواناتو لپاره ښه نومونه ټاکل شوي دي.
یانې له دې دا ښکاري، چې نومونه په تصادفي ډول نه دي رامنځته شوي، خدای تعالی (ج) خالق دی او په خپل مخلوق یې د نومونو د اېښودو صلاحیت هم دده دعظیم ذات صلاحیت دی.
خو سوسوریان وایي، چې په ((ژبه کې کلمې د نومونو، صفتونو، قیدونو. فعلونو، ستربلونو او استربلونو باندې ویشل شوې)) دي. دا درسته ده، چې هر ژبه خپل ګرامر لري، خو دا درسته نه ده، چې موږ د نومونو په ټاکلو باندې شک وکړو ، چې دا تصادفي رامنځته شوي دي او ووایو، چې ((هر کلمه د یوې بلې کلمې ځای ناستې کیدای شي،)) نو دا خو درسته نه ده، که داسې وي، نو د اوښې کلمه د سپي لپاره کارو کیدای شي؟ نه کله هم نه شي کارول کیدای، ځکه علم په تصادفي ډول نه دی رامنځته شوی. فرض کړئ، چې کوم ځیزونه انسانانو جوړ کړي دي، د هغوی ساخت ته په کتو یې نومونه ورته اېښي دي، نو اوس موږ کله کولای شو، چې موټر ته تیاره او تیارې ته موټر ووایو، یانې دا تلپاتې او روایتي مسایل دي، چې باید غور پرې وشي.
ژاک دریدا په دې عقیده و، چې باید په ژبه کې ((جوړښت ماتونه او روایتي درایت سره تقابل ضروري دی،)) نو کله چې د ژبې مسله پالیسۍ ته ځي او له فلسفي لیده فارغیږي، نو زه فکر کوم، چې موږ به د ژبې ډيرۍ ارزښتونه مات کړو او د ژبې د پرمختګ خنډ به شو، په کار خو دا ده، چې موږ زیاته توجو نیولوګیزم ته وکړو، تر څو انساني تخلیقاتوته نومونه پیدا کړو. یانې دوی ژبه هم د شاعرانو په څیر له هر روایته جدا مزاج ګڼي، خو دوی په دې فکر نه کوي، چې د ژبې په برخه کې باید د ژبې مخینه وکتل شي. یانې د دوی غټه دښمني د تاریخي ژبې سره ده، زه نه پوهیږم، چې غربیان ولې دایم د تاریخي روایتونو سره دښمني کوي؟
یانې زموږ وال فکر کوي، چې د ښځې نوم ولې مونث اېښودل شوی دی او د سړي نوم ولې مذکر اېښودل شوی دی؟ د دوی دا باور دی، چې اصل کې د نومونو دغې نومونې تضاد را ولاړ کړی دی، خو حال دا چې دوی خپله په تضاد کې ښکیل دي. له بل خوا د ژبې په ګرامر کې دا مسله تر ټولو د غور وړ ده، چې ګرامر باید د ژبې مطابق جوړ شي، خو د (جوړښت ماتونې) څخه دا په ډاکه کیږي، چې نه، ژبې ته باید کرامر جوړ شي.
یانې په سترکچرلیزم کې کیسه دا ده، چې ژبه د روایتي هویت مسله نه ده، بلکې دا باید له دې څخه ازاده وي. یانې زموږ عقیده دا ده، چې نومونه په ځانګړي ډول لرغونې نومونه د خدای تعالی (ج) له لوري دي، چې د ژبې د هویت یوه مهمه برخه جوړوي.
او په دې د ټولو مفسرینو اتفاق دی، چې د خدای تعالی (ج) له لوري ادم (ع) ته د نومونو زده کول د ټولو کایناتو نومونو ته شامل دي.
فرناندو دو سوسور، چې ژبه د یو سیسټم په توګه تشریح کوي او یوازینی بنسټیز واحد یې ژبنۍ نښه ګڼلې ده، خو مسله دا ده، چې ژبه کله د سیستم په توګه نه ده تشریح شوې؟ چې په دې سره موږ ووایو، چې سوسور د معاصرې ژبپوهنې بنسټکر بلل کیږي. دې کس د ژبنۍ نښې لپاره د دال او مدلول مفاهیم معرفي کړي دي، خو دا مسله د غور وړ ده، چې تر ټولو پخوا قراردادي سیمبولونه په دوهمه هجري پیړۍ کې صوفیانو رامنځته کړل او له هغه ځایه په کلمو کې د دال او مدلول مسله رامنځته شوې ده. زه ددې کس په اړه چلیپا نه کشوم، خو دا مسله راته ګونګه ده، چې ووایو د معاصرې ژبيوهنې بنسټګر سوسور ځکه دی، چې ژبه یې د یوه سیسټم په توګه تشریح کړې او د ژبنيو نښو په چوکاټ کې یې د دال او مدلول مفاهیم معرفي کړي دي.
یانې موږ خو مخته هم یادونه وکړه، چې د دال او مدلول بحث په سیمبول پسې تړل شوې مسله ده او دا خو له پخوا په ژبه کې رامنځته شوې وه. فرق دا دی، چې صوفیانو ځینو مفاهیمو ته سمبولیکي بڼه ورکړه او سوسور د کلمې لیکل شوې بڼې ته د دال نوم کېښود او ددې کلمې ذهني تصویر یا مفهوم ته د مدلول نوم ورکړ، یانې دا باید واضح شي، چې دې کس په ژبه کې له دې سوا نور څه کړي دي او بیا داسې، چې په دې سره د ژبې پرمختګ او معاصریت ښودل په څه مانا دي؟
او بیا چې کله سوسور ووایي، چې نښه د شي او نوم ترمنځ اړیکه نه ده، بلکې د یوه مفهوم او د غږ ترمنځ اړیکه ده، یانې دلته مسله دا ده، چې د ژبې سیستم د نښو په توپیر ولاړ دی، مګر د نوم او شي ترمنځ اړیکه نه شته، یانې دا په څه مانا دي دا خو خپله د تضاد مسله ده، چې یو ځای وایو، چې (د ژبې سیستم د نښو په توپیر ولاړ دی) او بل ځای وایو، چې (د شي او نوم ترمنځ اړیکه نه شته؛ یا د دال او مدلول ترمنځ تړاو بې ربطه دی،) چې کله دې شي ته د سیمبول نوم اخیستل کیږي او په دې هم یقیني وي، چې سیمبولونه قراردادي دي، نو بیا څنګه قانع شو، چې ووایو د دال او مدلول ترمنځ تړاو بې ربطه دي؟ خو موږ پورته د قران کریم کې د راغلو نومونو مثالونه ورکړل، چې هر نوم یو سیمبولیکي ارزښت لري. دوی دا عقیده هم لري، چې مچ (دال) یوازې غږ انتقالوي او د بم سره په دې برخه کې معادل یې ګڼي. یانې یو ځای وایي، چې ژبه د نښو یو سیستم دي او بل ځای په دې ګواهي ورکوي، چې د مچ او بم کلمې (غږونه تقلیدوي.) سره ددې چې د مچ (ذباب، ۱۷ سپاره، الحج سورت، ۷۳ ایت شریف)په اړه په قران کریم کې هم یادونه شوې ده او سیمبولیکي ارزښت یې په ډاګه شوی دی. یانې کلمې له ادمه تر دې دمه په طبیعي او کسبي ډول رامنځته شوې دي، خو هرې ژبې د خپلو تاریخي روایتي طبیعت په اساس نومونه ورته ټاکلي او په پیړیو - پیړیو د هم هغه دور د انسانانو ترمنځ مروجې او بیا د تاثراتو او پرمختګونو په اساس په ژبه کې تغیرات رامنځته شوي، نو ښه دا ده، چې ژبه ددغو تغیراتو په اساس مطالعه شي.
زموږ پښتانه سوسوریان، چې کله د ژبې دغه بحث را وړاندې کوي، نو د ټولو لیکنې یو ډول وي د ټولو مثالونه یو ډول وي او د ټولو مثالونه انګریزي کلمې وي، زه نه پوهیږم، چې ژبپوهنه خو د ژبې تشریح ده، خو چې دوی موږ ته د انګریزي ژبه تشریح کوي او که د پښتو؟
د دوی یوه غټه کمزوري دا ده، چې د کلمو لپاره تعبیر د خلکو له کلتوره کوي او وایي، چې ((زموږ د پښتنو په اذهانو کې د ښځې کلمه یا دال (Signifier) لپاره ښه انځور ګري، واقعي مفاهیم، اساسي تعارف، ښه شناخت، واقعي تحلیل، ښه ریشه یابي، درست تمثیل، حقیقي او عاطفي مانا، عالي تشبیه/استعاره یا مدلول(Signified) سازي نه ده شوې، نو ځکه د دال او مدلول تر منځ اړیکه مفهومي، شناختي،عیني او واقعي نه ده، بلکې د ټولنیزو توافقاتو او برداشتونو له مخې شوې ده او مرجع(Referent) چې زموږ خور، لور، مور یا هر خپل چې په ټوله کې بیا ښځه ورته ویل کيږي، په واقعي مانا خپلو اولادونو ته نه ده تعریف کړې،)) نو په دې سره باید د ښځې نوم بدل شي، ځکه چې ښه نه ده تعریف شوی او بیا پسې زیاتوي، چې ((ټولنپوهنه وايي، که چېرې تاسو غواړئ د ټولنې اذهان تغییر کړئ، نو مدلول سازي وکړئ.)) یانې موږ اوس نه پوهیږو، چې موږ پالیسي جوړو او که د ژبې د پرمختیا غم را سره دی؟
یانې له دې دا معلومیږي، چې زموږ سوسوریان د ژبې د بډاینې په نوم په ژبه کې تضاد رامنځته کوي او له اصولي روایته بغاوت اعلانوي، چې دا د ژبې په اړه ډېره تاواني مسله ده، موږ خو د پوهاند زیار صیب او استاد صمیم صیب په کتابونو کې د ژبې دغه پرمختګ هیڅ ونه لیده، خو چې زموږ دغه ځوان ژبپوهان به دې شي ته په کومه مانا واداره شوي وي؟
خو ما چې د سوسور د ژبې په اړه کومه مطالعه په فارسي کې کړې ده، زموږ د سوسوریانو سره ډېر توپیر لري او هغه په خپله ژبه کې دومره متشدد نه دی، لکه څومره چې د انسان مجلې په اوومه ګڼه کې د سوسور نظریې په اړه متشدد برداشتونه شوي دي. یانې دا خلک په لوی لاس سیاسي سیکلریزم علم او ژبپوهنې ته ور دننه کوي، یانې سوسور د درزماني یانې د تاریخي ژبپوهنې پر ځای پر همزماني مطالعه ټینګار کوي، ځکه هغه باور درلود، چې د ژبې مانا د هغې په اوسني جوړښت کې ده.
خو فرض کړئ، چې سوسور دغه قواعد د خپلې ژبې په اساس ټاکلي دي، زه فکر کوم، چې انګریزي ژبه د عربي او د نورو شرقي ژبو په څير تاریخي قدامت نه لري، که موږ په شرقي ژبو کې تاریخي قدامت په نظر کې ونه نیسو، نو د یوې کلمې ریښه به له کومه کوو؟
زما مطلب دا دی، چې زموږ پر ژبه د اروپایي ژبو ګرامري قواعد د تطبیق کیدا لپاره باید جدي غور وکړو، زه د سوسور په ژبپوهنې انتقاد نه کوم، ولې زه په دې انتقاد کوم، چې زموږ سوسوریان د سوسور ژبې ته یو بل شکل ورکوي، لکه دوی چې فکر کوي، چې نومونه او کلمي د ټولنې د توافقاتو په اساس تصادفي ټاکل شوې دي، دوی دا خبره د سوسور د سپي او د پشې له مثاله اخذ کوي، چې وایي سپی کولای شي د پیشو سره بدل شي او نوې مانا رامنځته کړي. یانې سوسور د کلمو په جانشیني اړیکو کې پورته مثال واضح کړی دی او ممکن دا په انګریزي او اروپایي ژبو کې شونې وي، خو په شرقي ژبو کې داشی مطلق نادرست دی، ځکه چې سوسور په همدې مثال کې وایي: (( د dog (سپی) کلمه مانا په دې نه ده، چې دا له پخوانیو انګلیسي کلیمو اخیستل شوې، بلکې د دې لپاره چې دا د نورو کلیمو، لکه: cat یا puppy سره په اړیکه کې یې مانا پیدا کړې ده)).
یانې له دې ښکاري، چې سوسور د ژبې په برخه کې یوازې دا وایي، چې دا کلمې په دې خاطر مانا دارې شوې دي، چې دوی په خپلو کې اړیکې لري. په دې خاطر نه دي، چې د پخوانیو انګلسي کلیمو څخه دې اخیستل شوې وي.
سوسور خپله په دې نظر و، چې د دال او مدلول ترمنځ اړیکه قراردادي ده. دده نظر دا دی، چې د سپي کلمه په انګریزي او فرانسوي ژبو کې سره توپیر لري، یعنې د طبیعت له مخې نه، بلکې د ټولنې د توافق له مخې رامنځته کیږي، خو فرض کړئ، چې همدا توافق د ټولنې له مخې رامنځته شو. پوښتنه دا ده، چې ټولنې دا اړیکه څه ډول کشف کړې ده؟
خو ضروري دا ده، چې ټولنې هم دې اړیکې ته یوه تاریخي منشا پیدا کړې وي او یا یې په دې کلمه کې سیمبولیکه اړیکه په نظر کې نیولې وي.
زه فکر کوم، چې د سوسور د ژبې اصول په په شرقي ژبې په ځانګړي ډول په پښتو ژبې د تطبیق وړ نه دي، ځکه چې دا ژبې د تاریخي شالید په اساس رامنځته شوې دي، که موږ یوازې د (پښتنو) د کلمې تاریخي شالید وګورو، نو د وخت په تېریدو د تورو تغیراتو همدا اوسني شکل ته را وستې ده. همداسې میرڅمن، دښنه، دښمن...
بله د غور وړ مسله دا ده، چې د سوسور د ژبې په اړه نظریه تر ډېره فلسفي ده، هغه وایي، چې په دین ‌پوهنه کې د شر او خیر، پاکي او ناپاکي کلمو مفاهیمو د ژبې په جوړښت کې د توپیرونو له لارې مانا پیدا کړې؛ نه دا چې دوی ذاتي متضاده مانا لري. دا نظر د دیني روایتونو او مفاهیمو په تحلیل ځکه د غور وړ دی، چې د خیر او شر یوازې کلمې نه دي، ځکه چې په دې برخه کې قران کریم په صراحت سره دا وضاحت ورکوي، چې د خیر او شر اعمال، یانې د ژبې په مصداق نه وایي، بلکې د عملونو په مصداق خبره کوي، نو په دې لحاظ دا په دین پوهنه کې ذاتي واقعیتونه دي. سوسور تر ډېره بریده د ژبې په اړه فلسفي لید لري.
سوسور باور درلود، چې مانا د ژبې په ذات کې نه، بلکې د ژبې په اړیکو او توپیرونو کې رامنځته کیږي، خو که دې مسلې ته ځیر شو، چې مانا په ذات کې نه ده رامنځته شوې، بلکې د اړیکو په اساس رامنځته شوې، خو دلته بیا هم اړیکې په تاریخي شواهدو ولاړې دي. د پښتو ژبې د مور او د دري ژبې د مادر کلمې کې د (م) توری په خپلو کې نسبي اړیکې لري، نو بیا خو ژبه د تاریخي اساساتو په بابندۍ کې را ګیر ده، نو څنګه سوسور پر همزماني مطالعه ټینګار وکړ او د درزماني له مطالعې یې ډډه وکړه. یانې مطلب یې دا دی، چې په مانا کې تغیر نه شته، بلکې په الفاظو کې تغیر دی، که په پښتو کې سپی دی، خو په انګریزي کې هم سپی دی، یوازې د کلمو بڼې تغیر مومي، مفاهیم هم هغه دی.
د سوسور د ژبپوهنې بنسټیز نظر دا و، چې ژبه یو ټولنیزه قرارداد دي او د دال او مدلول ترمنځ اړیکه د طبیعت له مخې نه، بلکې د ټولنې د توافق له مخې رامنځته کیږي. هغه د ژبې مطالعه په دوو ډولونو وېشلې ده. همزماني (Synchronic): د ژبې هممهاله مطالعه، پرته له دې چې د تاریخي بدلونونو په اړه فکر وشي. درزماني (Diachronic): د ژبې د تاریخي پرمختګ او بدلونونو مطالعه.
د شرقي ژبو تاریخي شالید او د سوسور نظریه شاید د شرقي ژبو، لکه پښتو، فارسي او عربي لپاره په بشپړه توګه د تطبیق وړ نه وي، ځکه دا ژبې قوي تاریخي شالید لري او د کلمو مانا او جوړښت زیاتر وخت د تاریخي او کلتوري ریښو پر بنسټ رامنځته شوی دی؛ خو زه فکر کومه چې د دال او مدلول ترمنځ اړیکه یوازې قراردادي نه ده، بلکې کیدای شي تاریخي یا سمبولیکي اړیکې هم ولري. د سوسور د نظریې له مخې د دال او مدلول ترمنځ اړیکه په بشپړه توګه قراردادي ده، یعنې د کلمو شکل او مانا ترمنځ هیڅ طبیعي اړیکه نشته، بلکې دا اړیکه د ټولنې د توافق له مخې رامنځته کیږي خو موږ په پښتو ژبه کې ولیده، چې دا توافق ممکن د تاریخي یا سمبولیکي عواملو له مخې رامنځته شوی وي. د مثال په توګه، د (مور) کلمه، چې په پښتو کې مور او په دري کې (مادر) ده، چې دغې کلمې د لرغونو هندوآریایي ژبو له کلمو، لکه د سنسکریت له (mātṛ)څخه سرچینه اخیستې ده. دا کلمه د تاریخي تحولاتو په پایله کې اوسني شکل ته را رسېدلې، چې ددې کلمې مانا (مور) د ټولنې د توافق سره سم رامنځته شوې، خو بیا هم یې ریښه تاریخي ده.
زه فکر کوم، چې د سوسور د قراردادي اړیکې نظریه په بشپړه توګه د تاریخي عواملو له مخې هم نه شي ردېدلی، ځکه تاریخي پرمختګونه هم د ژبې د مانا په جوړښت کې رول لري. سوسور دا مني، چې ژبه یو ټولنیز پدیده ده او د کلمو مانا د ټولنې د کلتوري او تاریخي شالید له مخې شکل مومي، خو هغه پر دې ټینګار کوي، چې د مانا جوړښت د ژبې په اوسني نظام (langue) کې باید وڅېړل شي، نه د هغې په تاریخي بدلونونو کې.
د شرقي ژبو د تاریخي او کلتوري شالید په بې پامي نیول ممکن د ژبې ساحه محدوده کړي، ځکه چې دا ژبې د نورو سامي او هندوآریایي ژبو په څېر قوي تاریخي او کلتوري ریښې لري. د مثال په توګه د ((عربي ژبې ډیرۍ کلمې د سامي ژبو له مشترکو ریښو څخه سرچینه اخلي)) او د پښتو ژبې کلمې د هندوآریایي او ایراني ژبو له تاریخي تحولاتو سره تړاو لري.
خو که د پښتو او عربي ژبو د کلمو تاریخي او سمبولیکي شالید په نظر کې ونیسو، نو د سوسور نظریه کیدای شي د دې ژبو د مانا د بشپړ پوهېدو لپاره کافي نه وي، ځکه د دې ژبو د مانا پر جوړښت تاریخي عوامل هم اغېز کوي.
د سوسور د دال او مدلول اړیکه دا نه څېړي، چې دا اړیکه په لومړي سر کې څنګه رامنځته شوې ده. سوسور د دال او مدلول ترمنځ اړیکه قراردادي بولي، خو دا قرارداد د ټولنې د کلتوري، تاریخي او حتا سمبولیکي عواملو له مخې ممکن رامنځته شوی وي، لکه موږ چې پورته یو څو مثالونه ورکړل او یا هم ځینې کلمې کیدای شي د غږ یا د شکل له مخې د خپل مدلول سره سمبولیک تړاو ولري، لکه په پښتو کې د ټپټپي(موټر سایکل) کلمه، چې د خپل شکل یا غږ سره تړاو لري.
بله مسله دا ده، چې ځینې کلمې د پخوانیو ژبو له ریښو څخه اخیستل شوې دي، لکه د پښتو مور او د دري د مادر کلمه د هندوآریایي ژبو له مشترکو ریښو سره تړاو لري، همدا ډول په عربي کې د رحمن (مهربان) کلمه، چې د اسلام د دیني شالید سره تړاو لري.
زه په دې عقیده یم، چې د سوسور نظریه د شرقي ژبو په اړه د بشپړ تاریخي او کلتوري شالید د پوهېدو لپاره کافي نه ده او دې ته اړتیا ده، چې د درزماني مطالعه هم په نظر کې ونیول شي.
له بل پلوه د پښتو ژبې د کلمو او قواعدو تاریخي بدلونونه د سوسور د همزماني مطالعې له نظره پوره نه دي، ځکه دا ژبه د تاریخي او کلتوري عواملو پر بنسټ جوړه شوې ده. د پښتو ژبې قواعد، لکه د نورو هندوآریایي ژبو په څېر د تاریخي تحولاتو پایله کې رامنځته شوي دي (( د پښتو ژبې د فعلونو جوړښت د سنسکریت او اوستا له ژبو سره تاریخي اړیکې لري.)) د سوسور نظریه، چې پر اوسني جوړښت تمرکز کوي، کیدای شي د پښتو ژبې د قواعدو د بشپړ تطابق لپاره نه وي، ځکه تاریخي عوامل د پښتو ژبې په گرامر او مانا باندې ژور اغېز لري.
زما دا باور دی، چې د سوسور نظریه د ژبې د مانا او جوړښت د پوهېدو لپاره یو مهم چوکاټ وړاندې کوي، خو دا چې زموږ سوسور یان یې په زوره او په غیر اصولي ډول په پښتو ژبه کې را دننه کوي، ممکن د ژبې په برخه کې مو د ګټې پر ځای تاوان کړی وي.
یانې زموږ وال خو له روایت او فطرت زیات نښې ته مایل دي او له نښې سره په دال او مدلول کې هم اختلاف لري، چې ددې مانا خو به دا نه وي، چې د ژبې رسم الخط لپاره دې فونمیکه الفبا رامنځته شي او د ترکانو(ترکیه) په څیر له موږ هم قران کریم وکوچیږي؟
اخځلیکونه:
۱- فارسي ژباړن: احمدي، بابک.۱۳۷۰. ساختار ګرایی و پس ساختار ګرایی.
۲- انسان مجله، پرلپسې اوومه ګڼه، ډیجیټل لومړۍ ګڼه، ۱۴۰۳ وری.
۳- کابلي تفسیر، پښتو ژباړه،
۴- په ټولنیزو پاڼو کې د سوسور د ژبپوهنې په اړه لیکل شوې مقالې،
۵- روانشناسی هاشملو، مطالب علمی و مطالعات علمی روانشناسی، نظریه های زبان شناسی فردینان دو سوسور.
۶- https://edub.ir/ بانک مقالات ایران،
۷- د پښتو ژبې تاریخي تحول. پوهنوال معروف شاه شینواری، ۱۳۹۷. ننګرهار پوهنتون.