
له انساني ټولنې سره د اړیکو، او شناخت قالب ټول انسانان له پيدایښت سره سم په ماشوموالي کې جوړوي. د دې قالب په ښه او منظم جوړولو کې تر ټولو ستر لاس د هغه ماشوم د خپل مور او پلار او د کورنۍ نور غړي لکه ورور، خور، نیکه او انا/ نیااو……لري.
که چېرته تاسو غواړئ چې اولاد مو باشخصیته، دروند مهذب، مؤدب کاميابه، نېک خویه، او صالح وي؛ او تاسو ته ستاسو په تېر عمر او بوډاتوب کې احترام ولري؛ نو هغوئ سره همدا اوس ددوی په ماشوموالې کې
لوبي وکړئ
ارزښت ورکړئ
وخت ورکړئ
نظر او فکر ته یې بشپړ درناوی ولرئ
او زیاته مينه ورکړئ
اولاد مو هېڅکله هم مه وهئ، مه یې رټئ!
تل يې په کورنیو موضوعاتو کې په ډيره مينه او حوصله مندۍ سر ورخلاص کړئ ،
مؤدبانه یې په هرڅه وپوهؤئ
د تېروتنې په صورت کې یې په ډېره مینه خپلې تېروتنې ته متوجه او د هغه کار له ټولو جوانبو، اعراضو او عواقبو خبر کړئ؛
په توهین، تحقیر او رټلو یې هیڅکله هم هغه د غرور دنګ څلی مه نړؤئ
تر څو یې د اړیکو جوړولو ، شناخت او پېژندنې قالب خراب نهٔ شي
او په راتلونکې کې یو باجرأته متین او مستعد شخصیت ترې جوړشي