که غواړئ، چې له خپلو دوستانو او ملګرو سره، مو د نن دوستي او ملګرتیا د سباپه دښمني، کرکه او خفګان بدله نهٔ شي، نو په کاروباري، سوداګریزو او مالي موضوعاتو کې، له خپلو ملګرو سره، خامخا لیکلی ، واضح سند ولیکئ، په اقتصادي او مالي معاملاتو کې لیږ خوشباوري او کم غفلت هم ستره او نه جبرانېدونکې غلطي ده!
د ملګرو په منځ کې، په معاملاتو کې، د سند نهٔ لیکل په لوی لاس مقابل لوري ته د چل، فریب او دوکې فرصت ورکول دي. تاسې پخپلو ملګرو کې، وګورئ، څومره ډیرې ملګرتیاوې، دوستۍ کاروبارونه او قرابتونه په معاملاتو کې د خوشباورۍ او د سند د نهٔ لیکلو د تېروتنې له امله قرباني شوې دي. او ښه خواږه ملګري سره، یؤ پر بل بې باوره شوې دي!
په معاملاتو کې له لیکلي سند پرته، له هېچا سره هم، یو قدم مه اخلئ! لیکلی سند مو حق، حیثیت او باور خوندي کوي. له جنجال، دوکې او تاوان څخه مو ژغوري. په معاملاتو، شراکتونو او کاروبار کې د واضح سند لیکل د تاسو خپل منل شوی حق دی، له دې حق څخه نن استفاده کول مو ؛ د سبا له تاوان او پېښماني څخه ساتي!
ما خپله په ژوند کې، په داسي حال کې، چې ځان ته یؤ لیکوال(!) هم وایم! څو ځله په معاملاتو کې، دغه تېروتنه کړې، چې خوشباوري مې کړې، سند مې نهٔ دی لیکلی، بیا وروسته سخت تاواني شوی او پېښمانه شوی یم، پیسې او مادیات ډېر خواږه دي، ډېر نیژدې او خواږه ملګرې سره، خفه کولای شي!
په مرګ، ژوند، وخت، صحت او حالاتو هېڅ باور مهٔ کوئ!
په خوله او شفاهي ډول، حتی وړه او کوچنۍ معامله هم مهٔ کوئ!
سند خامخا ولیکئ، په سند کې، نېټه او د معاملې شرایط ښه واضح په کې ولیکئ،
شرم، لحاظ او مراعات مه کوئ، بیا به وروسته ارمان او افسوس کوئ.
که تاسو سند نهٔ شو لیکلی، چېرته یو کاتب/لیکونکی پیدا کړئ، که یې مفت نهٔ لیکو، خیر دی، یو پنځوسی، سلګون افغانۍ هم پرې مصرف کړئ، خو سند هرومرو ولیکئ!
لنډ یې درته وایم، چې د ملګرو سم پېژندل، تر دوکتورا هم د غټې کچې علم، پوهې او یو عمر عملي تجربې ته ضرورت لري!
د ملګري اصلي څېره او حقیقي شخصیت به په مادي او مالي معاملاتو او راکړه ورکړه کې، درته څرګند شي.
دغه پورتنی؛ د سند د لیکلو بشپړ متن ؛ د قراني ایاتو مفهوم دی، چې الله ج موږ ته لارښوونه کړې ده، او موږ یې باید په خپلو ورځنیو چارو کې، تعمیل کړو!
وروستي