موږ بايد پياوړې حافظه ولرو چې زده شوي مسايل هېر نه کړي، په دې ليکنه کې به د حافظې د پياوړتيا (۱۰) لارې چارې درته ومعرفي کړو.
۱ ـ څه مو چې زده کړي نورو ته يې وواياست: د دې لپاره چې اندازه درته ولګيږي چې یوه موضوع مو څومره زده کړې، او زده کړې موضوع مو حافظه کې لا نوره هم پخه شي يوه ښه طريقه یې داده چې نورو کسانو ته تر لاسه شوې زده کړه وړاندې کړئ، يانې د استاد غوندې رول تر سره کړئ. تاسې کولی شئ، هماغه موضوع چې غواړئ په ښه توګه مو حافظه کې پاتې شي، یو بل چاته تشریح یا ور زده کړئ.
۲. له ټېکنالوژي ګټه واخلئ، یوټوب کې د موضوع اړوند ویډیوګانې وګورئ، او ګوګل کې لټون وکړئ. په بېلا بېلو طريقو زده کړه کول مو د حافظې له پياوړتيا سره مرسته کوي.
۳. د حافظې د ښه کار کولو لپاره له عطرو ګټه واخلئ: ممکن جالبه درته ښکاره شي خو ارواپوهان وايي چې د مطالعې په وخت ښه بوی د حافظې د ښه کار کولو لامل کيږي.
۴. مطالب په لوړ غږ ولولئ: دا سمه ده چې په لوړ آواز درس ويل به درته د لېونو کار ښکاره شي مګر که کولای شئ دا طريقه خامخا امتحان کړئ، په لوړ آواز د متن لوستل او د هغه آسانه يادول به مو حيران کړي، مګر پام مو وي چې په کتابخانه يا ټولګي کې دا کار ښه نه دی، بلکې آرام او له ګڼې ګوڼې تش ځای پيدا کړئ.
۵. وخت ناوخت د درس ويلو ځای بدل کړئ، دا کار هم پام وړ مرسته کولی شي.
۶. کله چې د درس ويلو پر مهال ستومانه کيږئ اړينه ده چې دمه وکړئ، د دمې په وخت مو ماغزه تر لاسه شوې پوهه او او ياده شوې موضوع تحليلوي او پدې ډول په ذهن کې ښه ځای نيسي. د درس ويلو په وخت هر يو ساعت پس يوه لنډه دمه وکړئ او ځان آرام کړئ.
۷. که مو سهار ازموينه وي د شپې ويښ مه پاتې کېږئ: آن د ازموينو په شپو کې بايد کافي خوب ولرئ او ماغزه مو بايد آرام وي، تر څو هم ښه سوالونه حل کړئ او هم له کتاب ښه اخستنه وکړئ.
۸ ـ څېړنو ثابته کړې چې ورزش حافظه پياوړې کوي او د مغزو قدرت زياتوي، ډاکټر چاک هيلمن وايي، تر ازموينې وړاندې شل دقېقې ورزش کول، د مغزو د ښه فعاليت لامل کيږي او زده کوونکی کولای شي په دې ډول ښې نمبرې تر لاسه کړي.
۹ ـ د حافظې د تقويي يوه بله لار ډلييز درس ويل دي، ګروپي درس مرسته کوي چې نظريات تبادله کړئ او موضوع په مغز کې ښه کېني، د نورو له زده کړو هم ګټه اخستی شې او ملګري مو ممکن هغه څه ووايي چې ستاسې نه دی ورته پام شوی.
۱۰ ـ باور تغير کړئ او مثبت فکر وکړئ: هغه کسان چې فکر کوي درس نه شي زده کولای ورته په کار ده چې دا باور بدل کړي او ووايي چې زه درس زده کولی شم او ښې نمبرې اخستی شم، هغه کسان چې مثبت فکر کوي د درس زده کولو وړتيا يې نظر هغوی ته زياته ده چې منفي فکر کوي، مثبت فکر مو د حافظې د پياوړتيا او ښه تمرکز لامل کيږي.
وروستي