
د زري کړکي اکاډمي ویاړي چې د ١٤٠٤ لمریز کال لپاره د کتاب د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپلې ادبي جایزې اعلانوي.
د زري کړکي د دې کال جایزو ته دغه آثار غوره شوي دي:
1. وزیر محمد اکبر خان، تاریخي ناول، محمد زبیر شفیقي
2. سایه های کوچه تنګی دیوان، ایشر داس.
3. له دواړو خواوو ویشتلی ساج الدین، ناول، عبیدالله محک
4. داغ په نسترن، شعري ټولګه، شمایله سلیمي
5. خون صبح، مجموعه شعر سمیه رامش.
6.د پښې عملیات، ماشومانو ته کیسه، فرشته صالحي.
7. رد پای درخت، شکریه حسینی
8. د خوست له پولو د سترجنرالۍ تر ستورو، ژوندلیک، جنرال شیر محمد کریمي/ اناهیتا روهي.
دغه کتابونه زري کړکي اکاډمي ته د رارسيدلو کتابونو له منځه د مخکي تصویب شويو معیارونو له مخې د جایزو لپاره غوره شوي دي.
زري کړکي اکاډمي د جایزو ګټونکو ته د زړه له کومي مبارکي وايي او افغاني ادب او فرهنګ ته د خدمت په لاره کې د دوی د لا زیاتو بریاوو هیله لري.
درنښت
زري کړکي اکاډمي