پسرلی؛ د ښايستونو د نندارې موسم!

پسرلی د هغو موسمونو له ډلې څخه دی چې ټول هغه نباتات‌، ژوې، خزندګان او طبيعت د ژمی په تيريدو سره بیرته تازه نفس اخلي، داسې فکر کوي هر څه بیا له سر څخه پيل شوي دی ټولي هيلي يو ځل بيا د دوي په زړونو کې راپورته کيږي تر څو وکولي شي د پخوا په څېر له ژوند کولو څخه خوند واخلي.

ياد موسم د زياتو وګړو د خوښې فصل بلل کیږي، هغه ځکه هر څه نوي بڼه ځانته نيولي وي ښکلا يې دوه چنده شوي وي، ګلانو په کې بيا غوړیدلي وي تر څو نورو ته خوښې ورپه برخه کړئ. مرغان په اسمانونو، ځنګلونو  او غرونو کې په سندرو پيل وکړي د خوښې اوازونه ځانته ښکلاوې لري دا کړنې طبيعت لا ډېر په زړه پورې کوي.

پسرلي ته د مينې او يووالي موسم هم ويل کيږي چې هر څه ځانته نوي رنګ اؤ نوي بڼه اخلي هر څه بدلون مومي يعني تر پخوا لا ښه شوي وی ټول د خوښې احساس کوي کينه، بدې له منځه ځي. بهار د رنګونو او ښکلاوو خوندور موسم دی دهقانان په کې له ټولو نه ډېر خوښ وي هغوي د کار فصل پيل کيږي د کروندې ښکلولو لپاره ډېر زيار اوباسي تر څو يوه حلاله مړې لاس ته راوړی د ژوند هغه عرابه پرې وچليږي.