سنجېدت: کور کې د وسلو ساتلو له امله مې ژوند برباد شو

روهي (پنځه نۍ/۴مه د زمري)، د «باليووډ» وتلی فلمي ستوری سنجېدت وايي، چې په کور کې د وسلو ساتلو دروند قرض يې پرې کړی او همدا وسلې وې، چې دده ژوند يې برباد کړ.
 
سنجېدت په دې تورن دی، چې په ۱۹۹۳م کال کې يې په خپل کور کې وسلې ساتلې او هغه مهال يې له کوره يو «AK-56» ټوپک هم ترلاسه شوی و.
 
تر يادې پېښې وروسته نوموړی د ترهګرۍ په تور په ۵ کاله بند محکوم شو.
 
نوموړي په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې ددغو وسلو ساتلو دروند قرض يې پرې کړی او له همدې امله يې ژوند برباد شو.
 
سنجېدت وايي، دی په زندان کې و، چې مېرمنې «مانيتا دت» يې ورته پر ژوند د فلم جوړولو مشوره ورکړه او بيا يې له راج کمار هيراني سره اړيکه ونيول.
 
وروسته تر هغه نوموړي په زندان کې د يادو فلم جوړونکو سره وليدل او د خپل ژوند په تړاو يې کيسې ورته وکړې.
 
نوموړي فلم جوړونکو ته د خپلو دوو مخکنيو مېرمنو ريحا او ريچا په اړه هم خبري کړي وې، خو په فلم کې يې يادونه نه ده شوې.
 
دغه راز د سنجېدت د ژوند ډېري نوري برخې هم د فلم د اوږدوالي له امله له پامه غورځول شوي دي.
 
په داسې حال کې، چې ډېری هنديان باور لري، چې راج کمار هيراني په «سنجو» فلم کې د سنجېدت د وران شوي انځور د بيا جوړولو ډېره هڅه کړې ده.