پرینکا چوپړا د ۳۶مې کليزې پرمهال خپلې ښځېنه کارکوونکې په ځانګړو امتيازاتو ونازولې

روهي (يوه نۍ/۳۱مه د چنګاښ)، د «باليووډ» وتلې ستورې پرینکا چوپړا د خپلې ۳۶مې کلیزې په مناسبت د خپلې کمپنۍ ښځینه کارکوونکو ته ځانګړي امتیازات اعلان کړل.
 
پرینکا چوپړا او د هغې مور مدهو چوپړا دواړې په ګډه یوه سوداګريزه کمپنۍ لري، چې په لسګونو ښځينه کارکوونکې پکې کار کوي.
 
د ښځینه کارکوونکو لپاره په دغو امتیازاتو کې د وخت سمون، رخصتي او مالي مرسته شامله ده.
 
د کمپنۍ مشرې مدهو چوپړا ویلي، چې د پرینکا چوپړا د غوښتنې په اساس، ټولو هغو میرمنو ته ۱۲ اوونۍ رخصتي ورکول کيږي، چې ولادت وکړي، او همداراز د ماشوم د روغتیايي پالنۍ لپاره هم مالي مرسته ورسره کیږي.
 
د نوموړې په وینا، چې د کمپنۍ ډېری کارکوونکې يې واده شوي مېرمنې دي او دغه ډول امتیازات ددوی لپاره ګټور دي.
 
تمه ده، پرینکا چوپړا په نږدې راتلونکې کې د امریکايي نیک جانس سره کوژده وکړي.