ريحام خان د شاروخ خان ستاينه کړې ده

روهي (پنځه نۍ/٢٨مه د چنګاښ)، د پاکستاني تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان طلاقي شوي مېرمنې ريحام خان، په يوه کتاب کې، چې خپل ژوندليک يې هم پکې خپور کړی، د خپل پخواني خاوند عمران خان په ګډون يو شمېر نور خلک هم څنډلي، خو یوازنی کس چې نوموړې يې ستاينه کړې ده، هغه د هندۍ سېنما وتلی ستوری شاروخ خان دی.
 
ريحام خان وايي، چې په ۲۰۰۸ کال کې د شاروخ خان سره په يوه ګډه خپرونه کې د نوموړي د اخلاقو او صمیمت څخه ډېره زياته اغېزمنه شوې يم.
 
د ريحام خان په وينا، چې شاروخ خان یو باسواده، خوږ او عاجز انسان دی.
 
د نوموړې پر ژوند په دغه لیکل شوي کتاب کې، چې تازه خپور شوی، ګڼ ناویلي حقايق هم راسپړل شوي دي.