کترینا کېف خپله ۳۵مه کليزه ولمانځل

روهي (دوه نۍ/۲۵مه د چنګاښ)، د جولای ۱۶مه د بالیووډ د وتلې ستورې کترینا کېف د ۳۵مې کلیزې سره برابره ده.
 
نوموړې اوس ۳۵ کلنه شوه او د سږنۍ کليزې مراسم يې د تېر کال په پرتله ډېر شانداره وه. ځکه تېر کال کې يې فلمونه د ناکامۍ سره مخ شول.
 
خو روان ۲۰۱۸ بیا د کېف لپاره د بريا کال دی، چې د سلمان خان سره يې په «ټایګر زنده هې» ګډ فلم کې زياتي پیسې وګټلې. اوس د عامرخان سره په «ټګز اف هندوستان» او د شاروخ خان سره په «زېرو» فلم کې په کار بوخته ده.
 
کترينا کېف د خپلې کلیزې پر مهال وویل، «په کامیابو فلمونو کې زما لوبېدل یوازې بخت نه و. دا صحيح ده، چې زه بختوره یم، خو زه تر دغه ځایه په محنت او زحمت رارسېدلې یم.»
 
هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د خپلې کامیابۍ راز سلمان خان نه بولي؟ وویل، «نه، یوازې سلمان خان نه دی، چې زما سره يې مرسته کړې؛ بلکې زما سره زما ډېرو نورو لوبغاړو هم مرسته کړې ده.»
 
کترينا کېف شاوخوا ۱۸ کاله وړاندې هندوستان ته لاړه او په ۲۰۰۳م کال کې يې په هندۍ سېنما «باليووډ» کې کار پیل کړ، چې اوسمهال د ‎يادې سېنما وتلې او بريالۍ لوبغاړې بلل کيږي.