
روهي (يوه نۍ/٢٤مه د چنګاښ)، وتلي کاناډايي او د انګلیسي ژبې مشهوره ځوان سندرغاړي "جسټن بایبر" د امريکايي موډلې "هيلي بلدوين" سره کوژده وکړه.
"جسټن بايبر" د مشهوره امريکايي اداکار "سټیفن بلدوین" د لور "هیلي بلدوین" سره کوژده کړې ده.
نوموړي د خپل نامزادۍ خبر او انځور پر خپل انستګرام صفحه شریک کړی او ورسره ليکلي يې دي: "ته زما د ژوند مینه يې او زه به هيڅکله ونشم کولای، چې له تا پرته بل چا سره خپل ژوند تېر کړم."
دوی دواړو له څو کلونو راهیسي يو بل سره مينه لرل، خو د تیرې یوې میاشتې راپدېخوا يو بل سره ډیر خواږه شوي دي.