
روهي (جمعه/۵ د زمري)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړی آنیل کپور وايي، چې په ۱۷۷۰ ز کال کې په داسې حال کې د سينما صنعت ته راغی، چې د فلمونو په شاته بګروانډ کې به يې د نڅا کولو رول په بازي کولو.
نوموړي له رسنيو سره په وروستيو خبرو کې ويلي، "ډېر خلک نه پوهيږي، چې ما په لومړيو کې (په ۸۰-۱۹۷۹ ز کالونو کې) داسې رول بازي کولو چې د فلمونو شاته به مې نڅا ډانس کولو."
آنیل کپور وايي، چې د فلم د لوبغاړي په توګه يې ډېر هلې - ځلې کړي، چې په لومړي ځل يې په ۱۹۸۳ ز کال کې د بالېوډ نړۍ ته را دننه شو.
آنيل کپور اوس د بالېوډ په سينما کې مخکښ او د خلکو د خوښې ستوری دی، چې نوی راتلونکی فلم يې (Fanney Khan) نوميږي او په نېږدې راتلونکي کې به نندارې ته وړاندې شي.