بېرته په پخوانۍ بڼه؛ تر ۲۰۲۷ پورې به د ځيرک موبايلونو بېټرۍ له موبايل جدا وي 

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د ټېکنالوژۍ او په ځانګړي ډول د ځيرک موبايلونو برخه کې هغه قانون تصويب کړ، چې له مخې به يې د ځيرک موبايلونو بېټرۍ د پخوا په څېر وي. 

اوس وخت کې د ځيرک موبايلونو بېټرۍ داسې جوړې شوې دي، چې په اسانۍ سره نه لېرې کېږي او که چېرې د موبايل بېټري خرابه شي، نو د ټول موبايل ارزښت او بيه ور سره ښکته کېږي. 

د اروپايي ټولنې ددغه قانون پر بنسټ به د موبايل بېټري د لېرې کېدو او نوې کېدو وړتيا ولري چې دې سره به مشتريان نه زيانمنيږي او وبه کولی شي چې د موبايلونو خرابې بېټرۍ بدلې او د موبايل ارزښت او بيه وساتي.