
د پیل خبرې
ژبه د انسان د فکر، احساساتو او اړیکو د څرګندولو تر ټولو اغېزناک او پياوړی وسيله ګڼل کېږي. د نړۍ په بېلابېلو ژبو کې ځيني ګډې ژبني ځانګړتياوې شته، چې له امله یې د ژبپوهنې پوهان د ژبو ترمنځ پرتليزې څېړنې ترسره کوي. پښتو او عربي ژبې دواړه له هغو ژبو څخه دي چې خپل ځانګړي تاريخ، کلتوري شاليد او ژبني جوړښت لري. دواړه ژبې د مصدر په برخه کې ځانګړې بڼې لري، چې د لغوي جوړښت، ګرامري قاعدو، او د فعلونو له ريښو سره د تړاو له مخې يو له بل سره توپير لري.
مصدر، چې د يو عمل يا پېښې د اسمي بڼې څرګندولو لپاره کارول کېږي، په دواړو ژبو کې د فعل د اصلي ريښې مهمه برخه ده. په پښتو ژبه کې د مصدر نښه تر ډېره د "ل" روستاړی دی، چې له فعل سره يوځای کېږي او د کړنې نومي بڼه وړاندې کوي. په عربي ژبه کې بيا د مصدر جوړښت له متنوعو قاعدو سره تړلی دی او د فعل د ريښې له مخې يې بڼې توپير کوي. د عربي ژبې مصدرونه زياتره وخت د فعل له وزنونو څخه اخستل کېږي او د درې ګونو يا څلورو تورو پر بڼو ولاړ دي، چې قياسي او سماعي اصول لري.
سریزه
د هرې ژبې جوړښت د هغې د قواعدو او اصولو له مخې تنظیمیږي. په دې لړ کې، د فعلونو نظام په ژبه کې مهم ځای لري، ځکه چې دا د عمل او پیښې د څرګندولو وسیله ده. له فعلونو سره تړلی اصطلاح "مصدر" د دواړو، عربي او پښتو ژبو په قواعدي جوړښت کې ځانګړی اهمیت لري. مصدر، چې د فعل د اصلي مانا څرګندوي او د فعل د ټولو زمانی قیدونو، فاعلي حالتونو او شخصونو څخه جلا وي، د فعل د معنا او پیښې اصل په ځان کې رانغاړي.
عربي ژبه د خپلو غني قواعدو، بډایه اشتقاقي سیسټم او د مصدرونو د جوړولو ځانګړو قاعدو له امله، د مصدر په برخه کې ډېر پیچلی جوړښت لري. د عربي ژبې مصدرونه د صرفي نظام اساس جوړوي او د قواعدو له مخې مختلف ډولونه لري، چې د فعلونو له مختلفو ابعادو سره تړلي وي. له بلې خوا، پښتو ژبه که څه هم اشتقاقي جوړښت لري، خو د مصدر جوړولو قاعدې یې تر عربي ژبې ساده او روښانه دي. په پښتو کې د "ل" روستاړی د مصدر جوړولو اصلي نښه ګڼل کیږي، او دا چې فعلونه د همدې روستاړي سره مصدر جوړوي، د پښتو ژبې لپاره ځانګړی اصولي بڼه لري.
په دې بحث کې به د عربي او پښتو ژبو د مصدرونو جوړښت، ډولونه، قواعد، ځانګړتیاوې او د دواړو ژبو ترمنځ ورته والی او توپیرونه روښانه کړي. دا موضوع نه یوازې د دواړو ژبو د علمي تحلیل لپاره ارزښت لري، بلکې د ژبپوهنې په برخه کې د څېړونکو او زده کوونکو لپاره هم د ژور درک او پوهې وسیله ده.
د مصدر پیژندنه
مصدر عربي کلمه ده چې د راوتو ځای ته وايي او په اصطلاح کې د مصدر اسم هغه کلمې ته وايي چې د یوکار کېدلو یا نه کېدلو اظهار ترې کېږي خو چې د زمانې تعلق ورسره نه وي؛ لکه: لوستل، لیکل، خوړل ، څښل ، خندل، ژړل ...
یا مصدر هغه نوم دی چې له بلې کلمې یا لفظ څخه نه وي جوړ شوی، بلکي له ده څخه نورې کلمې او الفاظ رامنځ ته کیږي، لکه، نَصْرٌ، ضَرْبْ او نور(علم النحو،۴مخ).
په عربي کې له مصدر څخه لس شیان اشتقاق کیږي، نو د همدې اصل، مصدر، حروف او معنا په هغو لسو شیانو کې موجود وي چې ورڅخه اشتقاق کیږي ، دا چې فعل یا ثلاثي، رباعي، خماسي او یا هم سداسي وي، د هر فعل لپاره یو مصدر وي.
په عربي ژبه کې د مصدر ډولونه
په عربي ژبه کې د نورو ژبو په نسبت د مصدر موضوع څه ناڅه پیچلې ده، مصدر ګڼو مصنفینو په مختلفو کټګوریو ویشلی، ځینو یو ډول او ځینو بل ډول تقسیم بندي کړی دی، د (مصدر در زبان عربي چیست مقالې لیکوال مصدر په ثلاثي مجرد، ثلاثي مزید، میمي مصدر، اسم مصدر او هغه مجرد ثلاثي فعلونه چې د مفعَل په وزن جوړ وي ویشلي.
د ښاغلي استاد عبدالحنان عصمت په لکچر نوټ کې چې موږ ته یې د ماسټرۍ په درېیم سمستر کې تدریس کړ د هغې له مخې په عربي ژبه کې د مصدر ډولونه شپږ ښودل شوي دي:
۱ اصلي مصدر
۲مصدرالمرة
۳مصدر النوع
۴مصدر میمي
۵مصدرالصناعي
۶اسم المصدر
۱ - اصلي مصدر
هغه مصدر چې نه یې په سر کې میم او نه یې په پای کې مشدده یا وي، هر فعل مصدر لري، چې اصلي مصدر بلل کیږي یا اصلي مصدر هغه اسم دی چې د فعل له ريښې څخه اخېستل کېږي او د عمل یا حال عمومي معنا بیانوي، پرته له دې چې زمان (وخت) یا فاعل (کونکی) مشخص کړي، لکه: نصرٌ مصدر دی او نصَرَ فعل دی یا خُرُجٌ مصدر او خَرَجَ یې فعل دی.
اصلي مصدر په دوه ډوله دی
۱ ثلاثي مصدر
۲ غیرثلاثي مصدر
د هدایة النحو په پښتو ژباړل شوي اثر کفایة النحو کې لیکوال د مصدر د بیان په اړه لیکلي چې د مصدر اوزان دوه ډوله دي، یو ډول یې سماعي او دوهم ډول یې قیاسي دي. سماعي مصدر/ وزن کومه ځانګړې قاعده نه لري او نه د ثلاثي مجرد مصدر څخه رامنځته کیږي، د امام سیبو په اند دغه مصدر ټول ۳۲ وزنونه لري د مراح کتاب لیکوال بیا په خپل کتاب کې دغه شمیر ۴۴ ښودلی دی. دوهم ډول د مصدر بیا د یوې خاصې قاعدې تابع دی، دا په سماعي پورې اړه نه لري که د ثلاثي مزید فیه څخه وي، که د رباعي مجرد څخه او که د رباعي مزید فیه نه، لکه افعال، انفعال او استفعال(د کفایة النحو۳۷۰مخ).
د ثلاثي مجرد مصدرونه په دوه ډوله دي، چې یو یې قیاسي او بل یې سماعي دي.
د فَعَلَ مصدرونه:
الف: قیاسي: فَعل، فِعَال، فِعَالة، فُعُول، فُعَال، فَعِیل
ب: سماعي: فَعَل، فَعَال، فِعَال، فِعَالة، فِعْل، فُعل، فِعلان، فُعلان، فُعلة، فَعَلة، فَعِل.
د فَعِلَ مصدرونه:
الف: قیاسي: فَعل، فَعَل، فِعَالة، فُعُول، فُعلة.
ب: سماعي: فَعِل، فَعل، فَعَالیة، فِعل، فُعلة، فَعُول، فَعلة، فُعلان.
د فَعُلَ مصدرونه:
الف: قیاسي: فُعُولة، فَعَالة
ب: سماعي: فَعل، فَفل، فَعَل، فَعَال.
د رباعي مجرد مصدرونه
د رباعي مجرد لپاره د مصدر یو وزن دی، لکه فعلل مصدر قیاسي یې فعللة راځي، لکه : دحرج= دحرجة، زلزل= زلزلة، که فعل مضاعف وي، نو بیایې مصدر فعلال هم راځي ، لکه: زلزال، وسواس.
بغیر له مضاعف څخه یې مصدر سماعي فعلال راځي لکه : هفة و سرهافا، دحرجة و دحراجا، حوقلة، حیقالا، که مضاعف مفتوح الفأ راغی، لکه وسواس، نو بیا اسم فاعل ترې مراد دی، لکه : قوله تعالی: من شرالوسواس= أی الموسوِسُ.
د غیر ثلاثي مجرد مصدرونه
د ثلاثي مزید هر فعل لپاره مصدرونه قیاسي راځي، چې په لاندې توګه ښودل کیږي.
۱ أفعَل: أفًعال، لکه : أکرام
۲ فاعل. مفاعلة، فِعال، فِیعال، لکه: قاتل، مقاتلة، قتال، قیتال.
۳ فَعَّل: تفعیل، تفعَلة، لکه: علّم، تعلیم، زکی، تزکیه.
۴ افتَعَل: افتِعال، لکه : اجتمع، اجتماع.
۵ انفَعل؛ انفِعال، لکه : انطلق، انطلاق
۶ تفاعل: تفاعُل، لکه تشارک= تشارک
۷ تفَعَّل: تفَعُّل، لکه : تعلّم= تعلُّم.
۲ – مصدرالمرّة
مصدرالمرّة هغه مصدر دی، چې د یو کار پیښیدل د یو ځل لپاره ښیي یعنې یو عمل یوازې د یو ځل لپاره په کې ترسره کیږي. دا مصدر له ثلاثي مجرد څخه د فَعْلَة په وزن راځي، لکه جلس= جلسة(یوه جلسه)، وقف= وقفة(یوه وقفه)، ضربةٌ(یوه وار وهل)
که د ثلاثي اصلي مصدر د فَعلَة په وزن راغلی وي، نو بیا د مصدرالمرة لپاره یو بل لفظ لکه واحدة یا کومه بله قرینه راوړل کیږي، لکه : أهلک الله الکافرین بصیحة لم تتکرر، نو د لم تتکرر قرینه د صیحة واحدة په معنی راځي، د غیر ثلاثي فعل د مصدرالمرة لپاره فقط د اصلي فعل د مصدر په آخر کې متصلاً یوه ة اضافه کیږي، لکه: انطلاقة، استخراجة.
۳ – مصدرالنوع
مصدرالنوع هغه مصدر دی، چې د یو کار پیښیدل په یو خاص ډول سره ښیي یا دفعل د ترسره کیدو ډول طرز او طریقه په کې ښودل کیږي، یعنې د د دې مصدر لپاره یوازې یو وزن فِعلة دی، لکه: جِلسة، قِتلة، که د فعل اصلي مصدر د فِعلَة په وزن راشي، لکه نِشرَة عِزَّة، نو بیا د مصدرالنوع سره نور مناسب الفاظ اضافه کیږي، لکه نشدة لطیفة.
۴- مصدرالمیمي
کله چې د فعل د اصل سره په پیل کې میم راغلي وي یا مصدرمیمي هغه دی چې په سر کې یې میم راغلی وي، له ثلاثي مجرد څخه د مفعَلٌ په وزن راځي لکه: مذهبٌ، معلمٌ، منشاٌ، مګر که مثال واوي محذوف الفأ وي، نو بیا د مفعِلٌ په وزن راځي، لکه د مورِدٌ، مورِثٌ، موعِدٌ، که لفیف مفروق وي لکه وقي، وفي نو بیا یې مصدر د مفعَلٌ په وزن راځي، لکه موقی، موفی، کله کله بدون له کومې قاعدې څخه د مَفعِلٌ په وزن په مختلفو ثلاثي مجردو کې راځي، لکه مَکبِرٌ، مرجِعٌ...
له غیر ثلاثي څخه د اسم معفول په وزن راځي، لکه معتقِدٌ، منطلِقٌ، کله کله د مفعَلةْ په وزن هم راځي، لکه مذهَبَةٌ، مفسدةْ...
۵- مصدر صناعي
مصدر صناعي هغه دی چې د نوم په آخر کې یوه مشدده (یا) وروسته ترې یوه (ة) زیاته شوې وي، لکه: الوطنیَة، الانسانیَة، الافغانیَة...
۶- اسم مصدر
مصدر د فعل اصل دی، اسم مصدر د مصدر مانا لري، خو یوه یا څو حروف یې کم وي یا بڼه یې بدله وي اسم مصدر د اصلي مصدر غوندې په مانا او حدث دلالت کوي خو د فعل ټول حروف له ځان سره نه لري، لکه: توضأ=وضوء، تکلم=کلام، أیسر= یسر، په دې کې وضو، کلام او یسر د مصدر نومونه دي یعنې هر یو یې اسم مصدر دی، خو مصدرونه نه دي، ځکه چې د خپلو فعلونو د ځینو حروفو څخه خالي دي، د دې افعالو مصدرونه داسې دي، توضوء، تکلُم أیسر.
مصدر د خپل فعل مکمل اصلي حروف له خپل ځان سره ساتي او یا د حزف شوي حرف عوض له ځان سره ساتي، لکه قاتل= مقاتلة، وعد= عدة.
په پښتو ژبه كې د مصدر نښه (ل) دى چې دكليمه په پاى كې راځي . مصدر ته پوهاند ډاکټرمجاور احمد زیار کړنومی وايي او ځیني نور یې ناپای یا ناتمام مصدر بولي چې د لاتین د (infinitive) ژباړه ده، دا نومونه دومره بده نه ده ځکه چې ناتمامه پېښېدنه څرګندوي او نوموي یې چې په شخص، زمانې او داسې نورو پورې هېڅ اړه نه لري. په پښتو ژبه کې مصدر له یومورفمیز روستاړي(ل) څخه پېژندل کېږي چې همدغه روستاړی د فعل په ریښې پورې نښلي خو شرط یې دادی چې مورفیم ساده وي او که مورفیم اشتقاقي یا ترکیبي وي نو مصدري روستاړی(ل) له تنې سره نښلي نه له ریښې سره. هغه فعلونه چې مصدري روستاړی یې په ریښې پورې نښلي؛ لکه : موندل، خوړل، زبېښل، څښل، شړل.
هغه فعلونه چې مصدري روستاړی یې تنې پورې نښلي؛ لکه: یوځای کېدل، پرېوتل، غورځول...
په پښتو ژبه کې مصدر زیاتره وخت یوازې د فعل په توګه استعمالېږي او د ګردان پر وخت یې ځینې برخې له اصله لوېږي او کله کله په ځینو زمانو کې له مصدر څخه هېڅ ګټه نه اخیستل کېږي بلکي په بلې کلمې اوړي.
د مصدر دنده دا ده، چې یو فعل نوموي یعنې څنګه چې نورشیان او پدیدې نوم لري؛ لکه: ونه، قلم، ډبره، هېواد ، سړی...
په پښتو ژبه کې مصدر درې ډولونه لري:
۱ .وضعې مصدر يا اصلي مصدر.
۲. تركيبي مصدر.
۳. جعلي مصدر.
لومړی: اصلي یا وضعي مصدر
هغه مصدر ته وايي چې د يوې ځانګړي مانا لپاره وضع شوى وي لكه تلل، وهل ، وژل ، ليدل ، څښل، غوښتل ، رېبل ، خوړل ، او داسي نور.
دوهم (تركيبي مصدر)ترکیبي یا غیر وضعي مصدر:
هغه مصدرونه دي چې د يو اسم په پاى كې د كول يا كيدل په زياتولوسره جوړيږي لكه : كار كول ،ډاډه كېدل، كله كله يواځې د (ول) يا (يد ل) په زياتولو سره جوړيږي لكه: خندول ، جوړيدل .
تركيبي مصدرونو جوړول لپاره كومه ټوليزه (عمومي) لار ( قاعده ) نشته په دوديز ډول ( عموما ) په ځنې اسمونوكې لږ شان بدلون راځي خو دلازمي فعل لپاره (ول) او (يدل) اضافه كيږي .
د اسم بدلول په مصدر باندي په لاندې ډول دي .
۱ – د اصلي مطلق صفت د پاى په توري زور كيږي بيا (ول) ورسره اضافه كيږي اولازمي افعال په لاس راځي لكه:
تلل ـ تللي دي ـ تللي به وي ـ تللي وو ـ ځم به ، ليكونه وليكه ـ ته به ليك وليكې .
ايسار = ايسارول خلاص = خلاصول لږ = لږول
پاك = پاكول خوشحال = خوشحالول لوړ = لوړول
پټ = پټول ډك = ډ كول مات = ماتول
يخ = يخول نرم = نرمول
تش = تشول ډنگ = ډنگول ياد = يادول
تور = تورول زيات = زياتول
ټول = ټولول ژوبل = ژوبلول
جوړ = جوړول سپين = سپينول
خړ = خړول غوړ = غوړول
او كه چيرې وغواړو متعدي فعلونه لاس ته راوړو د مطلق صفت په آخر كې ( يدل) ورسره اضافه كيږي لكه:خنديدل، وليدل، لړ زيدل .
يادونه: څو محدود متلق صفتونه شته چه ځنېيواځې لازمي فعل او له ځنو تورو يې يواځې متعدي فعلونه لاسته راځي. لكه: راشه درشه ، راشه درشه كول .
۲ د صفت هغه اسمونه چې دري يا څلور توري لري او يو تورى (و) يا(ي) وي د جمعې د جوړولو لپاره دا (و) يا (ي) په الف بدليږي.
د مصدر دجوړولو لپاره پورتنى (واو) او (ي) له منځه ځي يا حذف كيږي او د پورتنۍ قاعدي لاندي راځي.لكه :
موړ = ماړه = مړول = مړيدل
دروند = درنول = دريندل
كوږ = كاږه = كوږول = كوږيدل
تريخ = ترخه = تريخول = تريخيدل
۳ دجمعې اسمونه په پاى كې (كول) او (كېدل) اضافه كيږي لكه :
اوبه = اوبه كول = اوبه كېدل.
اوږه = اوږه كول = اوږه كېدل.
بوره = بوره كول = بوره كېدل.
چاپ = چاپول = چاپ كېدل .
درېیم: جعلي مصدر
هغه كليمې ته وايي چې د مصدر مانا وركوي خو نور فعلونه ترې انشقاقيږي او هم يې په پاى كې د مصدر نښه يانې (ل) نه راځي .
دا مصدرونه د اسم يا صفت د اضافه كولو سره مينځ ته راځي او نښې يې دادي (يا ، زړه، نا زړه، وړتيا، كمزورتيا.
ميئن ، مينتوب
والي ، پلن ، پلنوالى ، سپك ، .
ولې ، تربوره ، تربور ولي ،توكم ، توكم پالنه ، ميلمه ، ميلمستيا ،….
پيژند ( تعريف )، پيژند گلوي ، ورور، ورورگلوي …..
يادونه: كله كله د پاړسي له صفتي اسمونوڅخه ورسته (ي ) وركول كيږي ، نرم ، سخت ، سختي ، څرخ ، نه څرخي .
دمصدر ډولونه د جوړښت له پلوه په دوه دى :
تام او ناقص، يدل مصدرونه
۱ تام مصدر هغه مصدرته وايي چې د فعلونوټولې له صيغې څخه جوړيږي لكه: رايه ، تا رايه وركړه ، ته به رايه وركړې ، ته رايه وركوې ، تاووژل ، ته به ووژني .
۲ ناقص مصدر هغه مصدر ته وايي چې دفعلونو ټولې صيغې ترې جوړيږي او د ځينو صيغو لپاره له بل مصدر څخه كار اخيستل كيږي. لكه:
تلل،تللي دي ، تللي به وي ، تللي وو ، ځم به ، نه به ځم .
همدا راز فعل هم نوم لري چې مصدر دی. څرنګه چې مصدر د فعل نوم دی او زمانه ترې نه څرګندېږي خو کله کله مصدر سره له دې چې فعل نوموي د فعل زمانه هم څرګندوي:
۱ – تېرمهال حکمي متعدي فعلونو کې:
کله چې فعل حکمي متعدي وي او زمانه استمراري تېرمهال وي نو فعل د مصدر په بڼه راځی؛ لکه:
مفرد جمع
لومړی شخص ما ځغاستل مونږ ځغاستل
دویم شخص تا ځغاستل تاسې ځغاستل
درېیم شخص ده/دې ځغاستل دوی ځغاستل
۲ – تېرمهال متعدي فعلونو کې:
کله چې فعل متعدي وي او مفعول جمع مذکر غایب او زمانه استمراري تېرمهال وي نو فعل د مصدر په بڼه راځي؛ لکه: تا ناکونه خوړل. ما خټکي خوړل. تاسې خطونه لیکل.
۳ – تېرمهال لازمي فعلونو کې :
کله چې فعل لازمي وي، فاعل جمع مذکر غایب او زمانه استمراري تېرمهال وي نو فعل د مصدر بڼه غوره کوي؛ لکه : دوی تلل. هغوی راتلل. محصلین کړېدل. ...
د پښتو او عربي ژبو د مصدر او ډولونو تر منځ یې پرتلیز جاج
برخې |
عربي ژبه |
پښتو ژبه |
تعریف |
مصدر د فعل اصلي ريښه ده چې له هغې څخه نور الفاظ او افعال اشتقاق کیږي. |
مصدر د فعل نوم دی، یعنې د کار یا پېښې نوم، له زمانې سره تړاو نه لري |
جوړښت |
ثلاثي مجرد، ثلاثي مزید، رباعي، خماسي، سداسي افعال لري، اوزان یې هم متنوع دي. |
د مصدر نښه (ل) ده، چې د فعل ریښې سره نښلي، لکه: خوړل، څښل. |
ډولونه |
شپږ ډوله: اصلي مصدر، مصدر المرة، مصدر النوع، مصدر الميمي، مصدر الصناعي، اسم المصدر. |
درې ډوله: وضعي (اصلي)، ترکیبي، جعلي. |
ترکیبي مصدر |
قیاسي جوړښت لري، مثلاً افعال، انفعال، استفعال، تفعیل، افتعال... |
اسم + کول/کیدل سره جوړېږي، لکه: کار کول، ډاډه کېدل. |
اصلي مصدر |
د فعل اصلي وزن لري، لکه: نصر (نصر)، علم (علم). |
ځانګړې مانا لري، له نورو الفاظو نه اخستل شوی، لکه: خوړل، څښل. |
اسم مصدر |
اسم مصدرونه د اصلي مصدر معنا ورکوي، خو د فعل ټول حروف نه لري، لکه: وضوء، کلام. |
ځینې جعلي مصدرونه له اسمونو جوړېږي، د فعل ټول حروف نه لري، لکه: مینتوب. |
مصدر المرة |
فعل د یوې واقعې لپاره، لکه: جلسة (یوه ناسته). |
ځانګړی شکل نلري. |
مصدر النوع |
د عمل ډول ښيي، لکه: جلسة حسنة (ښه ناسته). |
ځانګړی شکل نلري. |
مصدر الميمي |
د ميم سره مصدر، لکه: مذهب، معلم. |
نه لري. |
مصدر الصناعي |
د ياء مشدد او ة سره، لکه: انسانية، وطنية. |
نه لري. |
اوزان |
د ثلاثي مجرد مصدرونه قیاسي او سماعي اوزان لري، مجموعي وزنونه تر ۳۲ (یا ۴۴). |
په پښتو کې عمومي قاعده نشته، دودیز قاعدې او بدلونونه لري. |
اشتقاقي ځواک |
مصدر د ټولو افعال او مشتقاتو مور ده. |
له مصدره نور فعلونه او نومونه جوړېږي، ترکیبي او جعلي جوړښتونه هم لري. |
عمومي توپیرونه:
1. پښتو ژبه د مصدر لپاره نسبتا ساده جوړښت لري، اکثره وخت یې نښه (ل) ده، او ترکیبي او جعلي مصدرونه هم شته.
2. عربي ژبه د مصدر لپاره ډېر تفصیلي او منظمه قاعدې لري، او مختلف وزنونه لري چې له هغې فعلونه او نور لغاتونه جوړېږي.
3. په پښتو کې ترکیبي مصدرونه له اسم سره (کول/کیدل) جوړیږي، خو عربي کې قیاسي جوړښتونه دي.
4. اسم مصدر په دواړو ژبو کې شته، خو په عربي کې یې جوړښت ډېر خاص او منظم دی.
پایله
د عربي او پښتو ژبو ترمنځ د مصدر او د هغوی ډولونو پرتليزه شننه څرګندوي چې دواړه ژبې د ژبني جوړښت له پلوه بډایه او ځانګړې ځانګړتياوې لري. عربي ژبه د مصدر جوړولو لپاره قياسي او سماعي قاعدې لري، چې د فعل وزنونه او ريښې يې اساسي بنسټ جوړوي. دغه جوړښت د مصدرونو متنوع بڼې رامنځته کوي او د ګرامري نظام په غښتلتیا کې مهم رول لوبوي. له بلې خوا، پښتو ژبه د مصدر جوړښت لپاره تر ډېره د "ل" روستاړي په مرسته ساده او قياسي قاعده کاروي، چې د زده کړې لپاره اسانه او د ژبې د استعمال لپاره روښانه لاره برابروي. دغه پرتليزه شننه ښيي چې که څه هم دواړه ژبې د مصدر جوړولو لپاره ځانګړې قاعدې لري، خو د دواړو ژبو ګډه ځانګړنه دا ده چې د فعل اساسي ريښه د مصدر بنسټ جوړوي. عربي ژبه په دې برخه کې د مصدرونو زياتوالی او بډاینه لري، خو پښتو ژبه بيا ساده او روښانه جوړښت لري. دا توپيرونه د دواړو ژبو د تاريخ، کلتور او د ژبني نظام د ودې او پرمختګ انعکاس دی.
په پاى کې، دا پرتليزه شننه نه يوازې د ژبپوهنې د علم د ودې لپاره ارزښت لري، بلکې د پښتو او عربي ژبو د زده کوونکو او څېړونکو لپاره هم ګټوره ده. دا د دواړو ژبو د زده کړې اسانتياوې، د ژبني جوړښت درک، او د ژبپوهنې د نويو څېړنو لپاره بنسټ برابروي.
ماخذونه
۱- ابوحماد، نصیرالحق صاحب شالپین سوات، کفایة النحو، مکتبة الاشاعت، پاکستان.
۲- خویشکی، محمدصابر، (۱۳۹۲ل). پښتو فونولوژي او مورفولوژي، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد.
۳- چرتاولي، مولوي مشتاق احمد، ژباړن: مخلص، مولوي محب الله(۱۴۰۰ل). علم النحو، ګندهارا خپرندویه ټولنه، پیښور پاکستان.
۴- عصمت، عبدالحنان، (۱۴۰۳). عربي ژبدود، د پښتو ماسټرۍ لپاره تدریسي چیپټر، کابل پوهنتون.
۵- مصدر د ر زبان عربی چیست، فارسي مقاله، https://ostadamouzesh.com/blogs/37#:~:text=%D9%85%D8%B5%D8%AF%D8%B1%20%D8%AF%D8%B1%20%D8%B2%D8%A8%D8%A7%D9%86%20%D8%B9%D8%B1%D8%A8%DB%8C%20%D8%A8%D9%87,%D8%B2%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D9%88%20%D8%B4%D8%AE%D8%B5%20%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D8%A6%D9%87%20%D9%85%DB%8C%E2%80%8C%D8%AF%D9%87%D8%AF.
۶- ګڼ شمیر انټرنیټي سایټونه.