
د یوه انسان د ځوانۍ د کلونو د پسرلي موسم هغه وخت دی، چې د انسان زړه او وجود له انرژۍ، هیلې او امیدونو او ارمانونو څخه ډک وي. که په دغه انسان ورځې، هفتې، میاشتې یا کلونه هم تېر شي د ځوانۍ دغه لوړ احساس زموږ د وجود په درون کې ژوندی پاتې کېدای شي.
د وخت په تېریدو سره، په انسان کې، طبعاً فزیکي بدلونونه راځي، خو؛ که په زړه کې، خوښي او په جسم او فکر کې ځواني وساتو، نو د ژوند ټول فصلونه به مو تل پسرلی او ګلورین وي. اصلاً ځواني، قوت او ځوان پاته کېدل هغه ده، چې ذهن او روح مو ارام وي، ظاهري ښکلا او تجملات اکتسابي او د انسانلاسي او تصنعي کارونه دي، چې هروخت ممکن او کېدای شي.
که زموږ روح او زړه تازه او ژوندی وي، نو زموږ دننه نړۍ به د تل لپاره زرغونه پاتې شي، پرته له دې چې وخت څومرهتېریږي! نور نو د انسان عمر او وخت د هغه په لاس کې نه ده، د وخت تېرېدل به ضرور په انسان کې طبیعي او فطرتي تغیرات راولي، خو دغه تغیرات هیڅکله د ضعف او ناتواني په معنا نهٔ دي؛ بلکه دغه بدلون یې هر یو د یو عالم تجاربو، نادره کبسو او ښو او بدوخاطراتو یو کتاب خبرې لري، په ږیره کې هر سپینه ټوټه او هر سپین وېښته د انعطاف، تجربې او د وخت د تیریدو سره د ډېرو سړو تودو، لوړو او ژورو دلیدنې او تجربې یوه ځانګړې کیسه او لویه فلسفه بیانوي.