ښه کارونه او د ګناهونو مغفرت

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد:
انسان، د خپل فطرت سره سم، د خطاء او هېرېدو موجود دی.  له همدې امله اسلام د توبې، بښنې او اصلاح دروازې پرانیستې ساتلې دي. د الله -جل جلاله- رحمت دومره پراخ دی چې یو مومن کولی شي د خپلو تېرو خطاوو اصلاح د نېکو عملونو په کولو سره وکړي. قرآن او سنت موږ ته دا درس راکوي چې نېک عملونه نه یوازې د آخرت د کاميابۍ وسيله ده، بلکې د تېرو ګناهونو د بخښنې هم سبب ګرځي.  
                                       
له ډېرو نصوصو معلومېږي چي نېک اعمال که واجب وي او که مستحب،په دې سره گناهونه بخښل کېږي.
عَنْ أَبِي ذَرٍّ قَالَ:  قَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- اتَّقِ اللَّهَ حَيْثُمَا كُنْتَ وَأَتْبِعْ السَّيِّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا وَخَالِقْ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ (رواه الترمذي ص:۱۹ج۲ و احمد ص:  ۲۸۴ ج:  ۳۵ وقال الترمذي هذا حديث حسن صحيح)
ژباړه:  له حضرت ابوذر- رضی الله عنه- څخه روايت دی چي ما ته رسول الله- صلی الله عليه وسلم- وفرمايل:  له الله تعالی څخه و وېرېږه ! په کوم ځای کي چي يې ! تر بدۍ وروسته نېکي وکړه ! دا نېکي هغه بدي ورانوي او د خلگو سره په ښو اخلاقو ژوند کوه !!
 
په دې حديث کي درۍ خبري راغلې دي:  يوه له هغو دا ده چي د گناه تر کولو وروسته نېکي ور پسې کوه، دا نېکي د گناه د مغفرت  او کفاري سبب دی.
 
دا مضمون په قرآن کريم کي هم راغلی دی.  الله تعالی فرمايي:  إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ( سورة هود:  ۱۱۴)يعني په يقيني توگه نېکۍ گناوي ختموي!!
په بل ځای کيالله - جل جلاله - فرمايي:  اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ( النحل: ۳۲ )
ژباړه:  جنت ته د هغو عملونو په سبب ننوزئ چي تاسو به کول !!
 
جنت ته څوک هغه وخت داخلېږي کله  چي گناه ور وبخښل شي ځکه چي جنت ته داخلېدل د گناه سره نه کېږي، دا ځکه چي جنت د پاکو خلگو استوگنځی دی، ناولي خلگ جنت ته نه شي داخلېدی.
 
چا ته چي جنت ته د ننوتو حکم وشي، معلومېږي چي گناوي يې بخښل شوې دي.
معلومه شوه چي د نېک عمل له امله گناوي بخښل شوې دي.
 
په بل ځای کي الله-جل جلاله- فرمايي:  اِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ،الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ،أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ(لأنفال۲ـ۴)
ژباړه:  يقيني خبره دا ده چي ( رښتيني ) مؤمنان هغه کسان دي چي کله د الله نوم ياد شي، زړونه يې ووېرېږي او کله چي يې آياتونه پرې ولوستل شي، ايمان يې ور زيات کړي او په خپل رب توکل کوي.
 
هغه کسان چي لمونځ اداء کوي او له هغه څه نه چي موږ ور روزي کړي، لگښت کوي.
 
دغه کسان همدوی په حقه مؤمنان دي،د دوی لپاره د خپل رب په وړاندي درجې،بخښنه  او غوره روزي  ده !!
 
له دې آيت څخه معلومېږي چي د لمانځه د ارکانو او واجباتو سره په پابندۍ اداء کول، د زکات ايستل  او داسي نور ښه کارونه د گناهونو د مغفرت  او د رزق کريم سببونه دي.
 
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم-:  مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ ( رواه البخاري و مسلم ص:  ۱۲۵ ج:  ۱، مشکوة المصابيح ص:  ۳۸ ج:  ۱ )
ژباړه:  له حضرت عثمان  - رضی الله عنه - څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل:  څوک چي  اودس وکړي، نو اودس ښائسته کړي ( يعني په صحيح طريقه ئې وکړي ) د ده گناوي د ده له بندن څخه وزي، تر دې چي د نوکانو د لاندي څخه هم ووزي !!
 
په بل حديث کي راغلي دي:  مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.  (بخاري ص:  ۱۰ ج:  ۱،مسلم ص:  ۲۵۹ ج:  ۱)
 
يعني څوک چي د رمضان روژه د ايمان او د ثواب گڼلو په حالت کي ونيسي، د ده مخکينۍ گناوي به ور وبخښل شي !!
 
همدا راز دا مضمون په ډېرو احاديثو کي راغلی دی چي په ښو کارو سره الله- جل جلاله- انسان ته مغفرت کوي.
 
لکه په تراويحو، حج او عُمره،علم او داسي نورو سره...
 
خودا چي په نېکو اعمالو سره د کومو گناهونو مغفرت کېږي ؟
 
ځيني عالمان وايي چي که الله پاک وغواړي، لويي هم ور بخښي او دا د الله پاک له رحمت څخه بعيده نه ده.
 
خو جمهور علماء وايي چي د صغائرو ( وړو ) گناهونو مغفرت کېږي،  د کبائرو ( لويو گناهونو) لپاره توبه ايستل ضروري دی.
 
د وړو گناهونو بخښل کېدل هم کمه گټه نه ده، له انسان څخه وړې گناوي ډېري کېږي، د دغو د بخښني لپاره الله پاک دغه انتظام کړی دی چي د ښو کارو په کولو  هم بخښل کېږي.
 
د لويو د بخښني لپاره توبه او استغفار کول ضروري دي.
 
علماوو فرمايلي دي چي که صغيره گناوي کمي وي، نو د نېکيو په ذريعه په کبيره گناهونوکي هم تخفيف راځي او نېکي د درجو د لوړوالي ذريعه گرزي.  ( فضائل توبه واستغفار ص: ۴۳ )
 
نو مطلب دا چې نېک عملونه د الله تعالی له لورې د بښنې، مغفرت او ثواب د دروازو کيلياني دي. که څه هم لویو ګناهونو ته ځانګړې توبه او ندامت اړین دی، خو وړې خطاوې الله تعالی د خپلو بنده‌ګانو د ښو عملونو په برکت بښي. لمونځ، روژه، زکات، صدقه، ښه اخلاق، علم، علم ته دعوت، او نور صالح اعمال، نه یوازې درجات لوړوي، بلکې د انسان روح صفا کوي او د اخرت د نجات وسيله ګرځي. مؤمن باید له دې دروازې استفاده وکړي او خپل ژوند د اطاعت، نېک عمل، او رجاء په فضا کې تېر کړي، ځکه الله جل جلاله ډېر بښونکی او مهربان دی.
 
نو د نېکو اعمالو په ترسره کولو کي بايد زيات کوښښ وکړو او هره نېکي د ځان لپاره غنيمت وګڼو او دا و نه وايو چي دا خو فرض يا واجب نه دی.
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين