
لنډيز:
پراګ مکتب د رغښتوالې او جوړښتيتوب یو ځای کولو ته ژمن و، چې ژبه یې د معنا، وظیفې او جوړښت له مخې تحلیل کړه. دې مکتب فونیم یوازې یو غږیز واحد نه، بلکې د توپیرونکو ځانګړنو مجموعه ګڼله او د فونیمونو درې دندې یې معرفي کړې: توپیرونکې، اظهاروونکې، او پېژندیزې. د تقابل تیوري، چې تروبتسکوی تشریح کړه، ژبني واحدونه یې د تقابل یا توپير پر بنسټ وپېژندل او د دغې نظريې له مخې یې اختصاصي، نسبت ورکوونکی، تدریجي، مساوي او یوازینی تقابلونه وپیژندل . مارکدنس تیوري ژبني واحدونه "مارک شوی" او "غیر مارک شوی" ویشي، او وظیفوي ارزښتونه یې څرګندوي. د فعالي بار (Functional Load) نظریې ته پراخ اهمیت ورکړل شو، چې د ژبنيو توپیرونو اهمیت څرګندوي. د پراګ مکتب مخکښانو، لکه یاکوبسن او توربتسکوی، د ژبپوهنې تحلیل ته نوې علمي ژورتیا ورکړه. دا مکتب د غږپوهنې له چوکاټه وتلی او د ژبني فکر یوه سیسټماټیکه، وظیفوي او انساني څېړنه یې بنسټیزه کړه.
سریزه:
د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې، د ژبپوهنې په ډګر کې یو نوښتګر او بنسټیز خوځښت د پراګ مکتب (Prague School of Linguistics) په نوم راڅرګند شو، چې د ژبې د تحلیل لپاره یې یو سیسټماټیک، رغښتي او وظیفوي لید وړاندې کړ. دا مکتب، که څه هم د پراګ د ژبپوهني حلقې (Linguistic Circle of Prague) له نوم سره تړاو لري، خو د غړو ترکیب یې تر پراګ محدود نه و؛ بلکې د اروپا له بېلابېلو برخو د راټولو شویو ژبپوهانو یوه مفکوره ییزه ټولنه وه. د دې مکتب بنسټ ایښودونکي، لکه ویلم ماتیسيوس، نیکولای تروبتسکوی، رومن یاکوبسن او نورو، هڅه وکړه چې ژبه یوازې د فزیکي غږونو مجموعه ونه ګڼي، بلکې هغه د معنا، دندې او ټولنیزو اړیکو یو فعال سیستم معرفي کړي.
پراګیان ژبپوهنه ته د رغښتوالې (Functionalism) له نظره کتل؛ یعنې ژبني جوړښتونه یې د هغوی د وظیفې پر بنسټ تحلیلول او باور یې درلود، چې د ژبني واحدونو ترمنځ توپیرونه باید د معنايي او وظيفوي ارزښت له مخې وڅېړل شي. له همدې امله، د پراګ مکتب مهم نظریاتي چوکاټونه، لکه د توپیرونکو ځانګړنو (Distinctive Features)، تقابل تیوري (Opposition Theory)، مارکدارۍ (Markedness Theory) او د فعالي بار (Functional Load) مفهوم، د ژبپوهنې د عصري فکر بنسټونه کېښودل. د پراګ مکتب تمرکز په ځانګړې توګه په فونولوژۍ و، خو اغېز یې تر نحوي جوړښت، معناپوهنې، نښهپوهنې (Semiotics)، ادبي تحلیل، او حتی ټولنپوهنې پورې پراخ شو. دا مکتب د ژبې د تحلیل یوه نوې مرحله رامنځته کړه، چې تر نن ورځې پورې د ژبپوهنې معاصر جریانونو باندې ژور اغېز لري.
د څيړنې موخې:
۱ـ د پراګ مکتب له مخې د فونولوژۍ پیژندنه
۲ـ د کلمو په توپیر کې د فونیم نقش
کلیدي کلیمې: پراګ مکتب، فونولوژي، توپیرونکې ځانګړتیاوې، تقابل تیوري، مارکدنس تیوري او فعالي بار
د پراګ مکتب:(Prague School)
هغه مکتب چې اوس د پراګ مکتب په نوم یادېږي، په حقیقت کې د اروپایي ژبپوهانو یوه پراخه ډله وه. که څه هم دا ټول د پراګ د ژبپوهني حلقې (Linguistic Circle of Prague) رسمي غړي نه ول، خو د ويلم ماتېسيوس، نيکولای ټروبتسکوی، رومن ياكوبسون او نورو ژبپوهانو له آثارو یې الهام اخیستی و، چې یاد کسان د دويمې نړيوالې جګړې نه وړاندې په پراګ کې مېشت ول.
د پراګ مکتب تر ټولو ځانګړې ځانګړنه دا ده، چې د جوړښتيتوب مفکوره یې له رغښتوالې سره يو ځای کړې ده. رغښتواله(Functionalism) په ژبپوهنه کې بېلابېل تعبيرونه لري، خو دلته داسې معنا لري، چې ژبه بېلا بېلې دندې تر سره کوي او د ژبو جوړښت (Structure) تر ډېره د همدې دندو له مخې ټاکل کېږي. دا د رغښتوالي مفکوره د پراګ مکتب په ګڼو نظریو کې څرګند دی.
پراګ مکتب (Prague School of Linguistics) د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د ژبپوهنې په ډګر کې د نوښتګر فکر او تحلیل بنسټ کېښود. دا مکتب، چې بنسټ یې د چیک ژبپوهانو له خوا کېښودل شوی و، د ژبې د جوړښت او دندې په اړه یې یو نوی لید وړاندې کړ. د دوی تر ټولو مهمه برخه د فونولوژۍ علمي او عملي څېړنه وه، چې د نیکولای تروبتسکوی (Trubetzkoy) او رومین یاکوبسن (Jakobson) په مشرۍ ترسره شوه.
یاکوبسن او توربتسکوی ددې مکتب مهم غړي وه، چې دواړو په ژبيوهنه کې د فونولوژۍ په برخه کې مهم کارونه وکړل.
یاکوبسن د غږونو په ډولونو، وتوځو، د غږونو په همرنګی، ناهمرنګی، حذف، زیاتوالي، تضعیف او ددې برخې په نورو اړخونو ژور بحثونه وکړل او د نړیوالې غږ پوهې غږ یې رامنځ ته کړ.
د پراګ د مکتب بل مهم ژبپوه توربتسکوی دی، چې په ۱۹۳۹ کال یې د ( غږ پوهې اصول) ولیکه او په غږپوهنه کې یې کلاسیک حیثیت ترلاسه کړ، نوموړي د غږونو د جلا ځانګړنو پرځای هغه نظام رامنځ ته کړ، چې د غږونو ترشا حاکم دی او یو غږ پرې له بل سره توپیریږي. په دې ډول تروبتسکوی د سوسور د پټ رغښت او نظام خبره د غږپوهې په برخه کې هم ریښتینې کړه. نوموړي غږونه له څلورو اړخونو مطالعه کړل: پزیزوالی، زیږځي، شونډیزوالی او غږنتیا.)ښکلی، ۱۳۹۹، ۸۶- ۸۸)
فونولوژي ((Phonology:
په ژبپوهنه کې د "فونيم" تعریف له پخوا راهيسې د بحث موضوع ده. امریکايي ساختاري ژبپوهانو فونيم د معنايي توپير تر ټولو کوچنی غږيز واحد باله، خو د پراګ مکتب غړو دا نظریه رد کړه. دې مکتب د فونيم تعریف ته نوې څېړنيزه کتنه وړاندې کړه. له دوديزو تعریفونو سره په توپير، پراګ مکتب فونيم یوازې یو غږ نه ګڼي، بلکې د "توپیرونکو ځانګړنو" مجموعه يې بولي، یعنې هغه ځانګړنې، چې د نورو فونيمونو سره يې توپير څرګند وي.
د فونيم په اړه د پراګ مکتب او امریکايي ساختاري ژبپوهانو ترمنځ توپير:
پراګ مکتب امریکايي رغښتي ژبپوهان
فونيم د تمايزو ځانګړنو مجموعه ده. فونيم د معنايي توپیر تر ټولو کوچنی واحد دی.
توپيرونه وظیفوي دي. توپيرونه اکثر وخت د اورېدونکي پر بنسټ ویشل کېدل.
فونولوژي له فونېټيک سره توپیر لري. فونيم اکثراً د فونېټيکي مشاهدې پر بنسټ تعریفېده.
د پراګ د مکتب له مخې، هر فونيم له نورو غږونو څخه د یوې يا څو تمايزو ځانګړنو د لرلو يا نه لرلو له مخې بېلېږي. دا ځانګړنې، لکه غږنوالی(voicing)، پزیزوالی (nasality)، شونډيزوالب (labiality) ، د غږ د ادا کولو له ځای (زېږځي) او طريقې( زېږډول) سره تړاو لري.
د فونيم دندې د پراګ مکتب له نظره:
د پراګ مکتب له مخې، فونيم يوازې يو غږيز واحد نه دی، بلکې دا د ژبني نظام يوه فعاله او وظيفوي برخه ده، چې درې بنسټيزې دندې ترسره کوي:
۱: توپیرونکې دنده (Distinctive Function):
توپیرونکې دنده دا ښيي، چې فونيمونه کولای شي د کلمو ترمنځ معنايي توپير راولي، يعنې که يو فونيم د بل فونيم پر ځای وکارول شي معنا بدلېږي.
مثلا:: /bat/ او /pat/ — دلته يوازې /b/ او /p/ توپير لري، خو معنا پوره بدله شوې ده.
د توپیرونکو ځانګړنو مهم ډولونه دا دي:
ځانګړنه تشريح بېلګه
Voicing (غږنوالی) آيا غږیز تارونه (vocal cords) رپېږي؟ /b/ غږن دی، /p/ نا غږن دی
Nasality (پزیزوالی) آيا غږ د پوزې له لارې وځي؟ /m/ غږ د پوزې له لارې وځي، /b/ غږ د پوزې له لارې نه وځي.
Labiality (شونډیزوالی) آيا غږ د شونډو په مرسته ادا کېږي؟ /p/, /b/, /m/ شونډیز غږونه دي
Place of articulation غږ چيرې توليديږي؟ p/, /b/, /m/ _ شونډيز
Manner of articulation غږ څنګه توليديږي؟ /t/, /p/, /k/ ـ تم غږ
: اظهاروونکې دنده (Expressive Function):
په دې دنده کې فونيمونه د سرغږيزو عناصرو (suprasegmental features) لکه فشار (stress)، اهنګ (intonation) او تال (rhythm) له لارې د ویونکي احساسات، عواطف، او د وينا حالت څرګندوي. دا د ژبې د عاطفي او ټولنيزې ښکارندې مهم اړخ دی.
مثلا: ته راغلې؟ او ته راغلې! دواړه یو شان کلیمې دي، خو له فشار سره یې معنا بدلیږي.
ج. پېژندیزه یا سرحدي دنده (Demarcative Function):
پیژندیزه دنده ښيي، چې فونيمونه کولای شي د کلمو، عبارتونو یا جملو پيل او پای وښيي. یعنې دوی د ژبنيو واحدونو تر منځ د سرحدونو د ټاکلو وس لري او د وينا د جوړښت په تنظيم کې مهم رول لري.
په دې توګه، فونيمونه اورېدونکي ته دا اسانتيا برابروي، چې وپېژني کومه کلمه پای ته رسېدلې او کومه پيل شوې ده. دا پېژندنه نه يوازې د انفرادي غږونو له مخې، بلکې د وينا د وقفې (pause)، اهنګ (intonation) او سرغږيزو ځانګړنو له لارې هم ترسره کېږي.
مثلا: په يوې اوږدې وينا کې، د کلمو ترمنځ لنډه وقفه يا د اهنګ بدلون اورېدونکي ته دا پېغام ورکوي، چې يو ژبنی واحد پای ته رسېدلی او بل پيل شوی دی، که دا توپيرونه نه وای؛ نو اورېدونکی به نه پوهېده، چې کلمه، عبارت او يا جمله چيرې پای ته رسېږي.
د تقابل تیوري (Opposition Theory):
د تقابل تیوري (Opposition Theory) د پراګ مکتب د غږپوهنې (Phonology) بنسټیز اصل دی. د پراګ مکتب ژبپوهانو په تېره بیا نیکولای تروبتسکوی او رومن یاکوبسن د غږونو ترمنځ د معنا لرونکو توپیرونو د تشخیص لپاره دا تیوري وړاندې کړه. دوی ژبه د متقابلو فونیمونو د شبکې په توګه یاده کړه.
د تقابل تیورۍ پېژندنه:
د تقابل تیوري له فلسفي نظره د نړۍ د درک لپاره یو انساني تمایل ګڼل کېږي، چې له پخوا نه د دواليزم (dualism) له لارې پېژندل شوې ده. د پراګ مکتب ژبپوهانو دا اصل د ژبې د تحلیل لپاره عملي کړ. دوی باور درلود، چې ژبه د یو سیستم په توګه باید د هغې د واحدونو ترمنځ د توپیر یا تقابل له لارې وپېژندل شي، یعنې یو غږ یا فونیم یوازې هغه وخت معنا لري، چې له بل غږ سره په تقابل کې واقع شي. دا تقابلونه بنسټیز او تشخیص ورکوونکې څانګړتیاوې لري، چې distinctive features بلل کېږي.
فونیم او تقابل:
د پراګ مکتب ژبپوهانو د فونیم مفهوم د تقابل له مخې تعریف کړ. فونیم هغه غږ دی چې د یوه یا څو distinctive features له مخې له نورو توپیر لري. د بېلګې په توګه، /p/ او /b/ دواړه شونډیز غږونه دي، خو /p/ بې غږه (voiceless) او /b/ غږ لرونکی (voiced) دی. دغه توپیر د [±voice] فیچر په توګه تعریفېږي. همدغه فیچر د دوی ترمنځ تقابل رامنځته کوي او له همدې امله دواړه بیلابېل فونیمونه ګڼل کېږي.
د مینی مال جوړه تخنیک:
پراګ ژبپوهانو د تقابل تثبیت لپاره د "مینی مال جوړه" (minimal pair) تخنیک رامنځته کړ. دا تخنیک د دوو کلمو پرتله کول دي، چې یوازې یو غږ پکې توپیر لري او معنا یې بدلېږي. د بېلګې په توګه، د "cat" او "rat" ترمنځ توپیر یوازې /k/ او /r/ دی، خو معنا یې بدله شوې ده. له دې تخنیک څخه په پراخه کچه د فونولوژیکو واحدونو د تحلیل لپاره استفاده کېږي. دا یوه تجربي، ساده او عملي طریقه ده.
د فونیمونو وظیفوي ارزښت: تروبتسکوی دا نظر وړاندې کړ، چې ځینې فونیمونه د ژبې په سیسټم کې له نورو سره زیات تقابلونه لري، چې دا ورته لوړ "وظیفوي ارزښت" ورکوي. د بېلګې په توګه، /پ/ له /ب/، /ت/، /ک/ او نورو سره تقابل جوړولی شي. دا فونیم په لومړیو، منځنیو او وروستیو موقعیتونو کې معنايي توپیر رامنځته کوي، لکه: پېل/بېل، زر/سر، کتل/ګتل. دغه ډول فونیمونه د ژبې د سیستم د جوړښت لپاره ستر اهمیت لري.
د پراګ مکتب له مهمو مفکورو څخه یوه هم د فونیمونو ترمنځ د تقابل تیوري ده، چې نیکولای تروبتسکوی یې بڼه او تیوریک چوکاټ ټاکلی دی. ده باور درلود، چې د ژبې غږیز جوړښت هغه مهال ښه درک کېدای شي، چې د غږونو ترمنځ توپیرونه یا تقابلونه منظم تحلیل شي. تروبتسکوی د دغو تقابلونو لپاره پنځه اصلي ډولونه معرفي کړل، چې هر یو یې ځانګړی میتود او اغېز لري:
۱. اختصاصي تقابل (Privative Opposition):
په دې تقابل کې توپیر یوازې د یوې ځانګړې غږیزې ځانګړنې (لکه غږنوالي) له مخې وي. یعنې یو فونیم دا ځانګړنه لري، بل یې نه لري. دلته یو فونیم "نښه شوی" (marked) وي او بل "بېنښه (unmarked)
/پ/: بېغږه (voiceless) → بېنښه (unmarked)
/ب/: غږلرونکی (voiced) → نښه شوی (marked)
۲. نسبت ورکوونکی تقابل (Proportional Opposition):
په دې ډول تقابل کې یو ځانګړی توپیر په څو جوړو کې تکرارېږي. دا ډول تقابل د سیستماتيکې تجزیې لپاره ډېره مرسته کوي، ځکه یو ځانګړی غږیز توپیر په څو ځایونو کې مشاهده کېږي.
/پ/ او /ب/: لکه پار/ بار
/ت/ او /د/: لکه تور/ دور
/ک/ او /ګ/: لکه کار/ ګار
دلته هر ځل توپیر یوازې د غږنوالي له مخې دی (voicing)، او په څو جوړو کې تکرار شوی، نو ځکه نسبت ورکوونکی تقابل ګڼل کېږي.
۳. تدریجي تقابل (Gradual Opposition):
په تدریجي تقابل کې توپیر د درجې یا کچې له مخې وي، نه د یوځایي یا مطلق توپیر له مخې. دا ډول تقابل زیاتره د واولونو (vowels) ترمنځ واقع کېږي، هلته چې د خولې د پرانیستې درجې، د ژبې د موقعیت یا د غږ کیفیت په تدریجي ډول سره توپیر لري.
/i/, /e/, /a/
لکه بیل، بل، بال
دلته /i/ تر ټولو تړلی، /a/ تر ټولو پرانیستی واول دی. توپیر د خولې د پرانیستو درجې له مخې دی.
۴. مساوي تقابل (Equipollent Opposition)
دلته دواړه غږونه یو له بله د څو ځانګړنو له مخې توپیر لري، یعنې هیڅ یو نه نښه شوی وي او نه بې نښه – دواړه مساوي تقابلونه لري.
/ز/ او /ږ/
/ز/: اوریز، مښن، غږن بې واک غږ دی
/ږ/: وروستی تالوییز، تم، نا غږن بې واک غږ دی.
توپیر د غږ تولید ځای او ادا دواړو کې دی. هیڅ یو نه ساده بلل کېږي، نو مساوي تقابل دی.
۵. یوازینی تقابل (Isolated Opposition):
دا تقابل یواځې د یوه ځانګړي جوړې ترمنځ موجود وي او د ورته ځانګړنې تقابل نورې جوړې نه لري. یعنې دا تقابل یواځې په ځانګړي مثال کې وي، نه د ټولې ژبې په سیستم کې عام.
/ښ/ او /ش/ (په ستندرد پښتو کې توپیر لري، خو په ځینو لهجو کې ګډ شوي)
مثال: ښکلی /شکلی
دا توپیر ډېر محدود دی، او د غږیز سیستم یوه ځانګړې جوړه کې موندل کېږي.
په ټوله کې د تقابل دا ډولونه د ژبني سیسټمونو د دقیق تحلیل لپاره بنسټیز حیثیت لري.
Redundant features او Allophones:
ځینې غږیزې ځانګړنې داسې وي، چې د معنا په تولید کې مستقیم رول نه لري، بلکې د تلفظ له شرایطو سره تړلي وي. دې ډول ځانګړنو ته زیاتې یا غیر ضروري ځانګړنې (redundant features) ویل کېږي.
د بېلګې په توګه، په پښتو کې د (پ) غږ کله کله ساییز تلفظېږي، یعنې یو لږ فشار یا "پف" ورسره وي، دا حالت د (پاک) په کلمه کې لیدل کېږي. خو کله چې همدغه غږ له (س) څخه وروسته راشي؛ لکه په (سپین) کې؛ نو دلته ساییز نه وي او غږ بې له فشار څخه اداء کېږي.
په دې دواړو حالاتو کې د غږ بنسټیز توپیر نه لیدل کېږي، بلکې یوازې د اداء طریقه یې بدلېږي. نو دواړه غږونه د یو فونيم بېلابېلې بڼې ګڼل کېږي، چې ورته الوفونونه (allophones) ویل کېږي.
ټولنیز او مفهومي تقابلونه:
پراګ مکتب نه یوازې غږیز تقابلونه مطرح کړل، بلکې د دوی نظریه نورو ساحو ته هم وغځېده. د بېلګې په توګه:
• ګرامري تقابلونه: present/past/future
• کلتوري تقابلونه: formal/informal
• مفهومي تقابلونه: father/mother، good/bad
د دغو تقابلونو تحلیل د پراګ مکتب د تیوریک نفوذ پراخوالی څرګندوي. دوی ژبه د انساني تفکر یوه انعکاس ګڼله.
د غږ بدلون د پراګ مکتب په رڼا کې:
همرنګي:
همرنګی د خپلواکو غږونو په توپیر یوازې خپلواک نه بلکې بیواک، نیمواک او غبرګغږونو پورې ټول ژبني غږونه رانغاړي. په همرنګۍ کې د پوې څپې، ګړ یا ویي دننه یو غږ له مخکې یا وروسته غږ سره همرنګیږي.
بیلګه: په شمال ختیزه پښتو کې د ( اخښل) ښ د خ تر اغیز لاندې اول پر (خ) اوښتی او تر هغه وروسته دوه (خ) ګانې یو په بل کې مدغم شوي او پر بخل اوښتي دي.
نا همرنګي:
دا غږیز بدلون د همرنګۍ سرچپه پیښه ده او هغه دا چې په یوه ژبني چاپیریال کې همرنګ غږونه ناهمرنګیږي.
بیلګه: د لمونځ په کلیمه کې (ل) د اولني (ن) ځایناستی شوی او لمونځ په نمونځ اوښتی.
لوېدن:
لویدن یا حذف دې ته ویل کیږي، چې له یو ګړ، ویي یا څپې څخه یو اواز ولویږي یا یو اواز له بل سره ادغام شي. لکه: په زړه ـ ړه، چرګ خول ـ چرخول او داسې نور
زیاتېدن:
ډېرن یا زیاتېدن دې ته وایي، چې په یوه څپه، ګړ یا ویي کې د اسانتیا یا روانۍ په موخه یا هسې د یوه خواږه غږ په توګه یو اواز زیات شي، بې له دې چې مورفو- فونیمیکي تغیر رامنځ ته کړي. لکه: ړومبی- وړومبی، موږک- مږک، ګنهګار- ګناګار او داسې نور.( زیار، ۱۳۹۶، ۳۳ـ ۳۷)
مارکدنس تیوري (Theory of Markedness) د پراګ مکتب له نظره:
د پراګ مکتب له مهمو نظرياتي نوښتونو څخه یو هم د مارکدنس تیوري ده، چې د ژبې د غږونو، کلمو او نورو ژبنیو واحدونو ترمنځ د وظيفوي توپيرونو د تحلیل لپاره وده ورکړل شوه. دا تیوري، چې د یاکوبسن او نورو پراګوالو ژبپوهانو له خوا وړاندې شوې، دا څرګندوي چې ژبني واحدونه یوازې د شتون یا نشتون له مخې نه ارزول کېږي، بلکې له وظيفوي پلوه "نښه (مارک) شوې" او " بې نښې (غیر مارک) شوې" بڼې لري.
مارکدنس تیوري موږ ته دا امکان راکوي، چې ژبني سیستمونه له یوه وظیفوي نظره تحلیل کړو او د ژبنيو واحدونو ترمنځ پټ توپیرونه ومومو. دا تیوري نه یوازې په فونولوژي، بلکې په نحو، مورفولوژي، معناپوهنه او ټولنپوهنه کې هم تطبیقېږي.
د پراګ مکتب له نظره، که دوه ژبني واحدونه – لکه دوه فونيمونه، کلمې، یا نور ژبني عناصرو – یوازې په یوه ځانګړنه کې سره توپير ولري، نو یو یې "مارک شوی" (marked) وي او بل "غیر مارک شوی" (unmarked). دا توپير د ژبنيو واحدونو تر منځ د وظيفوي ارزښت پر بنسټ صورت نيسي.
غیر مارک شوې بڼه (unmarked) عموماً ساده، طبیعي او عامه وي. دا بڼه اورېدونکي ته بې طرفه ښکاري، اضافي توجه نه غواړي، او په ژبه کې پراخ استعمال لري. دا ډول بڼې د ژبني نظام اصلي حالتونه انځوروي او ډېر مهال د یوې مفکورې عمومي یا نرمال ډول ګڼل کېږي.
برعکس، مارک شوې بڼه (marked) ځانګړې، استثنايي یا معنايي درنه وي. دا ډول بڼه یوه اضافي ځانګړنه لري، چې له مخې یې اورېدونکی یو ځانګړی پیغام، توپير یا معنا تر لاسه کوي. مارک شوې بڼه معمولا محدود استعمال لري، او د هغې کارونه معمولاً د ژبني تأکید، مشخصتیا یا معنوي توپير د څرګندولو لپاره وي.
بېلګه له غږپوهنې (Phonology):
فونيم حالت تشریح
/p/ Unmarked دا فونیم بې غږه (voiceless) دی، ساده او طبیعي حالت لري.
/b/ Marked دا فونیم غږن(voiced) دی، اضافي ځانګړنه لري؛ نو مارک شوی ګڼل کېږي.
دواړه /p/ او /b/ د شونډو له لارې توليديږي (bilabial plosives)، خو توپیر یې یوازې په voicing کې دی. /b/ یوه اضافي ځانګړنه (غږنه بڼه) لري؛ نو همدا ځانګړنه هغه مارک ( نښه) شوی ګرځوي.
بېلګه له معناپوهنې (Semantics):
کلمه حالت تشریح
dog Unmarked عمومي کلمه ده، دواړه نر او ښځينه رانغاړي.
bitch Marked یوازې ښځينه سپي ته اشاره کوي؛ ځانګړې ځانګړنه لري (جنس).
دلته "dog" یو بې طرفه (unmarked) نوم دی، چې ټول ډولونه رانغاړي. خو "bitch" یوه مشخصه، مارک شوې کلمه ده، چې د جنس فیچر (female) لري.
د فونولوژي په برخه کې د «فعالي بار» مفهوم او د پراګ ښوونځي ونډه:
په ژبپوهنه، په ځانګړې توګه په فونولوژي کې فعالي بار (Functional Load) هغه اندازه ده ،چې یو ځانګړی فونیمي توپیر څومره د ژبې د کلمو ترمنځ د توپیر رامنځته کولو ظرفیت لري. په بل عبارت فعالي بار د یوې غږیزې ځانګړتیا اهمیت ښيي، چې د هغې د شتون یا له منځه تلو په نتیجه کې د ژبنيو معلوماتو له لاسه ورکولو اندازه معلومېږي. د لوړ فعالي بار فونیمونه د ژبې په سیستم کې کلیدي رول لري او د هغوی په ګډوډۍ یا له منځه تلو سره د خبرو د بې پته کېدو احتمال زیاتېږي.
د ژبې په غږیز سیستم کې، یو شمېر غږونه یا فونیمونه شتون لري او د دې لپاره کارول کېږي، چې کلمې له یو بل څخه جلا کړي، کله چې دوه فونیمونه ډېر کم توپیر ولري یا د یو بل پر ځای راشي، د ژبې د فهم لپاره ستونزې رامنځته کېږي. د functional load اندازه څرګندوي، چې دغه توپیر څومره مهم دی.
د فعالي بار تاریخي او تیوریکي شالید:
د «فعالي بار» اصطلاح او د هغې د ارزونې مفکوره د پراګ ښوونځي (Prague School) د ژبپوهنې له بنسټګرو نظریاتو څخه ده. ویلهم ماتسیس (Vilém Mathesius) په ۱۹۲۹ کال کې د دې مفکورې یادونه کړې، خو تر ټولو مشهور ملاتړی یې آندري مارتینیه (André Martinet) و، چې د ژبنيو توپیرونو د پاتې کېدو یا له منځه تلو په اړه یې د فعالي بار پر بنسټ تیوري وړاندې کړه. مارتینیه ادعا کوله، چې هغه فونیمونه، چې ټیټ فعالي بار لري، په ژبه کې د ګډوډۍ او توپیر له منځه تلو له امله له یو بل سره یوځای کېدای شي.
د فعالي بار د اندازه کولو لارې:
لومړۍ هڅې د فونیمونو د توپیر په اړه د «minimal pairs» (کمو توپیر لرونکو کلمو) شمېرلو ته محدودې وې، چې یوازې د دوه اړخیزو توپیرونو شمېرلو ته پام کوي او د کلمو د تکرار په کچه غور نه کوي. وروسته، چارلس هاكیټ (Charles Hockett) په ۱۹۵۵ کال کې د معلوماتي تیورۍ پر بنسټ د فعالي بار اندازه کولو یو نوي معیار وړاندې کړ، چې د ژبنیو متنونو د معلوماتو پر بنسټ د فونولوژیکي توپیرونو اهمیت او اغېز دقیقاً معلوموي. دا نوی تعریف د یوې ژبې په هره برخه کې لکه د فونیمونو، ټونونو او ځانګړو غږیزو ځانګړنو د فعالي بار اندازه کولو لپاره کارول کېږي.
د مارتینیه فرضیه او د هغې عملي ارزونه:
مارتینیه وړاندوینه وکړه، چې په ژبه کې د هغه فونیمونو یوځای کېدل، چې له یو بل سره تلفظي ورته والی لري او ټیټ فعالي بار لري، ډېر احتمال لري، خو د دې فرضیې پر خلاف ځینې څېړنې ښيي، چې کله ناکله داسې فونیمونه چې لوړ فعالي بار لري هم سره یو ځای شوي دي. د بېلګې په توګه، د کانتوني ژبې په ځینو برخو کې د /n/ او /l/ توپیر له منځه تللی، سره له دې چې د دې توپیر فعالي بار د ځینو نورو توپیرونو په پرتله لوړ وه.
د پښتو ژبې په فونولوژي کې د فعالي بار مثالونه:
د واولونو توپیر په پښتو کې ډېر لوړ فعالي بار لري. لکه «کتاب» (/kɪˈtɑːb/) او «کتاب» (/kəˈtɑːb/)، چې د واولونو توپیر د کلمو معنا بشپړ بدلوي.
د غږیزو توپیرونو په منځ کې د /ب/ او /پ/ توپیر هم لوړ فعالي بار لري، لکه «باران» (/bɑːˈrɑːn/) او «پارون» (/pɑːˈrʊn/) چې دواړه بېلابېلې معنی لري.
برعکس، د ځینو پښتو غږونو توپیر لکه د /ږ/ او /ژ/ تر منځ فعالي بار ټیټ دی، ځکه ځینې لهجې دواړه غږونه یو شان تلفظوي او د کلمو د توپیر لپاره کانتکسټ کارول کېږي.
همدارنګه، د «ښ» (/ښ/) او «ش» (/ش/) توپیر په ځینو لهجو کې کمزوری شوی، خو د دې توپیر ټیټه فعالي بار د ژبنۍ پوهېدنې لپاره جدي ستونزه نه جوړوي.
د «فعالي بار» مفهوم په فونولوژي کې د ژبپوهنې یوه اساسي برخه ده، چې د فونیمونو د توپیر اهمیت او د هغوی د بقا د امکان اندازه کوي. د پراګ ښوونځي نظریات او د مارتینیه تیوري په دې برخه کې ژور اغېز درلودلی دی. د ژبې د فونولوژیکي توپیرونو د ساتنې یا له منځه تلو د فهم لپاره د فعالي بار ارزونه ضروري ده، ځکه دا د ژبپوهنې د بدلونونو او ژبنیو پروسو د تحلیل بنسټ جوړوي. پښتو ژبه هم د دې تیورۍ د کارونې بېلابېل مثالونه لري، چې د فونیمونو توپیرونه د ژبې د معنا او ارتباط په جوړولو کې کلیدي رول لري.
د پراګ د مکتب مخکښان:
په شلمه پېړۍ کې د ژبپوهنې د پرمختګ یوه مهمه مرحله د پراګ مکتب د بنسټ ایښودونکو پوهانو سره تړاو لري. په دې ډله کې، رومن جاکوبسن او نیکولای ټرابېتسکوی دوه مخکښ او اغېزناک ژبپوهان وو، چې د ژبپوهنې په ځانګړې توګه د فونولوژۍ په برخه کې یې نوې تیورۍ، اصطلاحات، او علمي لیدلوري وړاندې کړل. دوی نه یوازې د پراګ مکتب بنسټ کېښود، بلکې د ژبې د تحلیل په طریقه کې یې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل.
رومن یاکوبسن (Roman Jakobson):
رومن یاکوبسن (1896–1982) یو روسي-امریکايي ژبپوه و، چې د پراګ مکتب یو بنسټايښودونکی غړی شمېرل کېږي. یاکوبسن د ژبپوهنې، ادبیاتو، نښهپوهنې (Semiotics)، او اړیکو په برخو کې ژور بدلونونه راوستل.
د هغه تر ټولو مهم نوښتونه په فونولوژۍ کې د متمایزو ځانګړتیاوو (Distinctive Features) تیوري پراختیا ده. یاکوبسن باور درلود، چې غږونه باید د هغو ځانګړنو پر بنسټ وپېژندل شي چې له نورو غږونو سره یې توپیر کوي.
همداراز یاکوبسن ژبه د انساني اړیکو د وسیلې په توګه تحلیل کړه او د ژبنيو دندو (Functions of Language) نظریه یې وړاندې کړه. په دې نظریه کې ژبه یواځې د معلوماتو د انتقال وسیله نه، بلکې د بیان، عاطفې، ارشاد، شاعرۍ او اړیکو وسیله ده.
د هغه مهم آثار لکه Fundamentals of Language او Selected Writings تر نن ورځې د ژبپوهنې مهمې سرچینې ګڼل کېږي.
د یاکوبسن تیوریک اغېز:
یاکوبسن د متمایزو ځانګړتیاوو (Distinctive Features) نظریه معرفي کړه.
هغه فونولوژي له ساده صوتي ځانګړنو نه سیسټماټیک توپیرونو ته لوړ کړه.
د فونولوژۍ معیاري چوکاټ یې جوړ کړ چې نړیوال استعمال لري.
یاکوبسن ژبه د بېلابېلو دندو له مخې تحلیل کړه.
د ژبې دندې یې لکه معلوماتي، بیاني، عاطفي، او شاعرانه تعریف کړې.
د نښهپوهنې (Semiotics) بنسټونه یې کیښودل.
نیکولای توربېتسکوی: (Nikolai Trubetzkoy)
نیکولای ټرابېتسکوی (1890–1938) د فونولوژۍ یو pioneer یا مخکښ بنسټ ايښودونکی ګڼل کېږي. هغه د فونولوژۍ علم د فونیټیک (Phonetics) څخه جلا او خپلواک علم وښود. د توربېتسکوی له نظره، فونولوژي د غږونو د فزیکي تولید په اړه نه ده، بلکې د هغو د سیسټماټیکو اړیکو او معنايي توپیرونو په اړه ده.
هغه د اپوزیسیون (Opposition) نظریه معرفي کړه، چې د غږونو ترمنځ توپیرونه په ژبنۍ معنا کې ارزښتمن ګرځوي. د توربېتسکوی تر ټولو مشهور اثر “Grundzüge der Phonologie” دی، چې د هغه د مړینې وروسته په 1939 کال کې خپور شو.
په دې کتاب کې، هغه فونولوژي یو سیسټم وښود، چې پکې هر غږ خپل ارزښت د نورو غږونو سره د توپیر پر بنسټ اخلي. د هغه کار د پراګ مکتب تیوریک بنسټ هم جوړ کړ، او د نړۍ په ډېرو ژبپوهانو یې اغېز وکړ.
د توربتسکوی تیوریک اغېز:
د ژبپوهني نظامي (systemic) لید یې معرفي کړ.
فونولوژيیې له فزیکي علم نه، یوه سیسټماټیکه ټولنیزه علمي څانګه وګرځوله.
د اپوزیسیون نظریې، مارکدارۍ، الوفون، او distinctive features مفاهیمو ته یې عملي او علمي بڼه ورکړه.
د ژبې د جوړښت، وظیفې، او تحلیلي توکو ترمنځ اړیکې یې روښانه کړې.
پایله:
د پراګ مکتب د ژبپوهنې په تاریخ کې یو بنسټیز تحول رامنځته کړ، چې ژبه یې د یوه رغښتي، وظیفوي او سیسټماټیک سیستم په توګه تعریف کړه. دا مکتب د ژبني واحدونو ترمنځ د توپیرونو، تقابلونو او وظیفوي ځانګړنو له لارې ژوره کتنه وکړه او د فونولوژۍ علم یې له فونيټیک څخه مستقل، مفهومي او معنايي څېړنې ته لوړ کړ. د توپیرونکو ځانګړنو، تقابل تیورۍ، مارکدارۍ، الوفونونو، فعالي بار او نورو مهمو مفاهیمو معرفي نه یوازې د غږپوهنې د تحلیل بڼه بدله کړه، بلکې د ژبې ټول سیسټم ته نوې علمي ژورتیا ورکړه.
پراګیان باور لري چې ژبه یوازې د غږونو یا کلمو ټولګه نه ده، بلکې یو ژور، منظم او معنايي جوړښت لري چې ټولنیزې، عاطفي، او وظیفوي دندې تر سره کوي. د دوی مفکورې تر نن ورځې پورې په نوې ژبپوهنه، نحو، معناپوهنه او ادبي تحلیل کې فعاله دي، او دا ښيي چې د پراګ مکتب علمي میراث لا هم ژوندی او اغېزناک دی. نو ویلای شو، چې د پراګ مکتب نه یوازې د شلمې پېړۍ ژبپوهنه بډایه کړه، بلکې د راتلونکو څېړنو لپاره یې هم بنسټ کېښود.
ماخذونه:
۱ـ زیار، مجاور احمد. ۱۳۹۶. پښتو پښویه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه
۲ـ ښکلی، اجمل. د وینا ژبپوهنه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه
۳_ Encyclopædia Britannica. (n.d.). Prague school of linguistics. In Encyclopædia Britannica. Retrieved June 14, 2025, from https://www.britannica.com/topic/Prague-school-of-linguistics
۴_ Lyons, J., & Hamp, E. P. (2025, May 19). The Prague school in linguistics. In Methods of synchronic linguistic analysis. Encyclopædia Britannica. https://www.britannica.com/science/linguistics/The-Prague-school
۵_ Danesi, M. (2023). Opposition theory and the interconnectedness of language, culture, and cognition. Semiotics Journal. https://example.com/opposition-theory-article
۶_ McGregor, W. (2023, April 28). Markedness in language: What it means and why it matters. ThoughtCo. https://www.thoughtco.com/markedness-language-term-1691302
۷_ C orpus Tools. (n.d.). Functional load. Retrieved June 21, 2025, from https://corpustools.readthedocs.io/en/latest/functional_load.html
۸- the Editors of Encyclopaedia Britannica. (n.d.). Roman Jakobson. In Encyclopædia Britannica. Retrieved June 21, 2025, from https://www.britannica.com/biography/Roman-Jakobson
9- The Editors of Encyclopaedia Britannica. (n.d.). Nikolay Sergeyevich Trubetskoy. In Encyclopædia Britannica. Retrieved June 21, 2025, from https://www.britannica.com/biography/Nikolay-Sergeyevich-Trubetskoy
لارښود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی