
روهي (نۍ/۳۰ د چنګاښ)، له خپل پخواني ځای څخه ولسمشرۍ مانۍ ته د افغان فلم ارشيف د انتقال پرېکړه د سياسيونو او د سينما د کار کوونکو له نيوکې سره مخ شوې ده.
د افغان فلم پخواني رئيس محمدابراهیم عارفي له طلوع نيوز سره په خبرو کې ويلي، چې يو شمېر حکومتي کسانو ورته ګواښ وکړ، چې ارګ ته د افغان فلم ارشيف د لېږد په اړه خپل اعتراضي غږ پورته نه کړي.
محمدابراهیم عارفي وړاندې ويلي، چې د افغان فلم ارشيف د لېږد کړنه ورته د خوښې وړ نه ده، خو په دې برخه کې اوس صلاحيت نه لري او لاس وهنه په کې نه کوي.
تېره اونۍ په رسمي ډول د افغان فلم ارشيف ولسمشرۍ ماڼۍ ته انتقال شو او ځای يې د بريتانيا هېواد په لاس کې ورکړل شو، ترڅو د سفارت د وداني په کې جوړه کړي.
د يادونې وړ ده، چې نېږدې سل کسانو، چې د سينما کارکوونکي، ليکولان او هنرمندان په کې شامل دي، ولسمشر ته يو ليک ليکلی او د افغان فلم ارشيف د لېږد په اړه يې نيوکه کړې ده.