
روهي (يوه نۍ/۲۴ د چنګاښ)، افغان سندرغاړې اريانا سعيد ته په استراليا کې د دريځ پر سر د واده وړانديز شوی او نوموړې هم ورته د (هو) ويلي دي.
اريانا سعيد ته دغه وړانديز د حسیب ساعدپه نوم د نوموړې يو پخواني مدير کړی او اريانا سعيد هم ورته له لږې چوپتيا وروسته هو ويلي دي.
په ټولنيز رسنيو کې هغه ويډيو خپره شوې ده، چې حسیب ساعد سټېج ته راپورته کيږي او له اريانا سعيد غوښتنه کوي، چې واده ورسره وکړي.
په فېسبوک او ټوېټر د دوی ډېری مينوالو ورته مبارکي ويلي او د نوي ژوند هيله يې ورته کړې ده.
اريانا سعيد د ځوانانو ترمنځ ډېر مينوال لري خو يو شمېر کسان يې په کنسرټونو کې د هغې په رول او لباس باندې نيوکه کوي.