(اجې دېوګن او ناڅاپي بريد)

روهي (نۍ/۲۵ د وري)، ناڅاپي بريد (Raid) د هندوستان د بالېوډ سېنما نوی فلم دی، چې د روان ز کال د مارچ په مياشت کې به نندارې ته وړاندې شي.

دغه فلم جرمي داستان لري، چې د فلم ستوری اجې دېوګن د هندوستان د عوايدو په يو دفتر کې له تورو پيسو سره د مبارزې دنده پر غاړه لري.

په (رېډ) فلم کې مرکزي رول اجې دېوګن لوبولی، د فلم داستان راېتش شاه ليکی او د لارښوونې چارې راج ګومار ګوپتا تر سره کړې دي.

دغه فلم د ۱۹۸۰ کالونو په وخت کې د هندوستان د عوايدو په ادارو کې د تورو پيسو او فساد په رېښتني داستان څرخيږي، چې د مارچ په ۱۶ مه نېټه به په هندوستان او د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شي.