یاد کتاب د پوتین د ژوند لیک ترڅنګ له سړې جګړې وروسته د نننۍ روسیې پر سیاست او حکومت بحث کوي او د روسیې په بیا پیاوړي کولو کې د پوتین رول ارزوي.
د دې کتاب په لوستلو سره د یاد هېواد سیاسي چارې، رسنۍ، بهرنۍ اړیکې، کورنۍ ستونزې او همدارنګه د ولادیمیر پوتین کاریزما شخصیت، رهبري او سیاست په ډاګه کېږي.
دا کتاب په ۲۰۱۴ز کال کې د مصري ژورنالیست ډاکتر سامي عماره لخوا په عربي ژبه لیکل شوی او اوس ښاغلی محمد شاه حمید په پښتو ژبه ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی. یاد کتاب ۳۱۰مخونه، یوه سریزه او نهه څپرکي لري.
مینوال کولای شي دا په زړه پورې کتاب له اکسوس کتابپلورنځي څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.
وروستي