وحید عمر وایي چې پرته له ټاکنو په هېواد کې تلپاتې سوله نه شي راتلی

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، په عامه اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي هغه سوله چې د څو کسانو تر منځ د معاملې پایله کې کېږي د افغانستان خلکو ته د منلو نه دی.

د ولسمشر سلاکار وحید عمر چې نن یې په کابل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې وویل، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتګ یوازینۍ لار دا ده چې افغانان خپل زعیم په خپله خوښه وټاکي. 

نوموړی زیاتوي، هر څوک چې د سولې نیت لري باید تاوتریخوالی ودروي او په خبره یې هر کله چې طالبان تاوتریخوالی ودروي او اوربند ومني نو د سولې بهیر چټکېږي.

عمر همدا راز وایي، چې که د روسیې غونډه وي یا د ترکیې خو چې واک ته د رسېدو لپاره پکې له ټاکنو پرته بله لاره غوره کېږي، ښه پایله نه لري او افغان حکومت ته د منلو وړ نه دی.