![اروپایي ټولنه: د افغان سولې لپاره دې دلته ښکېل هېوادونه په شریکه رول ولوبوي](https://rohi.af/assets/uploads/breakingnews/c8dfe54e-5c92-48a7-86c2-2b3495690de6_cx0_cy31_cw100_w408_r1_s.jpg)
روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي وان برندت ویلي چې اروپایي ټولنه غواړي له امریکا سره د افغان سولې په تړاو خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانان نور له اوږدو جګړو ستړي شوي دي او اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د سولې لپاره ټول شریک هېوادونه خپل رغنده رول ولوبوي.
وان همدا راز ویلي، امریکا او اروپایي ټولنه په دې هڅه کې ده چې له خپلو ټولو شریکانو سره د افغان سولې برخه کې همکارۍ پیاوړې کړي څو د سولې بهیر کې پرمختګ سره دا هېواد تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.