د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ پر لویه لار د ۶.۹ کیلومتره نوي تونل د جوړیدو خبر ورکوي

روهي (پنځه نۍ/۵ د وري)، د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د سالنګ د نوي تونل تخنیکي مطالعات تر سره شوي او ډيزاين به يې ډېر ژر بشپړ شي.

د یاد وزارت په وینا، چې د سالنګ لار چې د هیواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي د ټولګټو وزارت پر یاده لویه لار د نوي تونل د جوړولو لپاره تخنیکي مطالعه او ډیزان چارې له یوې استرالیایي کمپنۍ (ECSM‎) سره تړون کړي.

د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وایي، یاد تونل چې ۶.۹ کیلومتره اوږدوالی لري او دغه راز تر موجود تونل څخه ۳۰۰ متره په ټیټ موقعیت کې ډيزاین شوی.

وزارت همدا راز زیاتوي، چې د یادې پروژې مالي لګښت د اسيا پراختیایي بانک لخوا ورکول کیږي او دوه برخې لري چې لومړی فاز یې د ۴ برخو مطالعه او امکان سنجي ده، چې اوس مهال یې چارې بشپړې شوي او دویم فاز د پروژې تفصیلي ډیزاین دی او د اړوند کمپنۍ لخوا یې چارې دوام لري چې په نږدې راتلونکې کې به یې ډیزاین بشپړ شي.