ډاکټر عبدالله: د سولې خبرو کې زمونږ د اجنډا لومړۍ موضوع اوږد مهاله اوربند


روهي (جمعه/۱۴ د وږي)، د افغانستان د ملي پخلاينې لوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرو کې لومړۍ مساله چې اجنډا کې نېولې شوې ده، اوږد مهاله اوربند دی‌.

عبدالله عبدالله د العربيه رسنۍ انګلېسي برخې سره مرکې کې ویلي دي، چې افغان ولس يوې باعزته سولې ته د ژر رسېدو هيله لري چې بين الافغاني خبرو کې هم په دې مسالې خبرې کيږي.

د مصالحې عالي شورا شورا مشر ډا هم ويلي دي چې که چېرې طالبانو سره د سولې خبرو کې د اوسني اساسي قانون د تعديل موضوع رامنځ ته شي، نو له قانوني لارو د اساسي قانون تعديل سره هوکړه لري. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_212649_375.sdoc-->