سایبري جګړې یا په نړیواله ډیپلوماسۍ کې نوی جنګي ډګر؟

نړۍ د جګړې له نوي نوعې سره مخ ده کومه کې چې نه ټانګ ته اړتیا ده نه طیاري ته، بلکې دا جګړه د مجازي فضا له لارې ترسره کېږي.

حکومتونه له دې جګړې څخه د خپلو سیالانو د کمزوري کولو، ناسم معلوماتو خپرولو او د حیاتي زیربناوو د کنټرول لپاره کار اخلي.

په اوس وخت کې سایبري ډیپلوماسۍ د نړیوال ثبات د ساتلو او ګډوډۍ د مخنیوي لپاره یو مهمه وسیله ګرځیدلې ده. د NETSCOUT د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې نړیوال سایبري بریدونه ۱۲ سلنه زیات شوي او د جیوپولیټیکي ترینګلتیا لرونکو سیمو کې د سیاسي انګیزو لرونکي بریدونه بیا تر ۲۵ سلنه لوړ شوي، چې دا ترټولو لوړ مقدار ښیي.

یو بریالی سایبری برید کولی شي د یو هیواد د انرژی شبکې ګډوډه کړي، مالي بازارونه یې له بحران سره مخ کړي او ځینې وختونه کولی شي ان پوځي غبرګونونه وپاروي.  
ځینې دا ډلې چې سایبری بریدونه کوي د روسیې، چین او شمالي کوریا د حکومتونو له لوري سپانسر کیږی او د هغوی له کامل ملاتړ څخه برخمن دي.

د ۲۰۲۴ دسمبر کې، د اروپا اتحادیه د لومړي ځل لپاره د روسیې په هغو سازمانونو او کسانو د بندیزونو غوښتونکې شوه چې ناسم معلوماتو د خپرولو او د سایبري بریدونو تور پرې لګیدلی و.

په امریکا کې هم استخباراتي ادارو خبر ورکړی چې بهرني هکران چې د مختلفو حکومتونو له لوري یې ملاتړ کیږي، د مهمو زیربناوو لکه بریښنا کوټونو او روغتونونو د تخریب هڅې کوي.  

د سایبري بریدونو زیاتوالی، حکومتونه دې ته متوجه کړل چې سایبري امنیت یواځې یو تخنیکي مسئله نه ده، بلکې د ملي امنیت یو حیاتي برخه ده.

همدارنګه، ملګرو ملتونو هم یو نړیوال تړون تصویب کړ چې هدف یې د سایبري جرمونو لپاره نړیوال قوانین ټاکل دي.  

خو ځینې د بشري حقونو ډلې بیا اندېښنه لري چې دا تصویب شوی قانون ممکن د انټرنېټ د سانسور او د بیان د ازادۍ د محدودیت لپاره وکارول شي.

د پوځي بریدونو خلاف دا بریدونه (سایبری بریدونه) د نامعلومو کسانو له لوري ترسره کیږي او پېژندل یې سخت دي.

په ۲۰۲۳ کال کې، ناټو اعلان وکړ چې که د یوه غړي هیواد پر ضد سایبری برید وشي، دا به یو پوځي غبرګون رامنځته کړي. (یوه سایبری حمله ممکن د یوې لویې جګړې لپاره لاره جوړه کړي.)

لکه څنګه چې د Stuxnet ویروس حمله په ۲۰۱۰ کال کې د ایران د اټومي پروګرام پر ضد، او د NotPetya ویروس حمله په ۲۰۱۷ کال کې، چې میلیاردونه ډالر زیان واړاوه، وښوده چې سایبری بریدونه جدي او خرابي پایلې درلودلای شي.

نو، د راتلونکي ډیجیټلي امنیت د خوندي کولو سیالۍ لا مخکې پیل شوی، او یواځې هغه هیوادونه چې د سایبری امنیت لپاره پانګونه کوي د راتلونکو جګړو لپاره چمتو دي.

ستاسو په نظر زموږ هیواد د دې جګړې لپاره څومره چمتو دی؟
 آیا زموږ هیواد د سایبری امنیت په برخه کې کافي پانګونه کوي؟
د سایبری جګړې د پرمختګ په اړه کوم ګواښونه زموږ هیواد ته متوجه دي؟