ګومارونکی څه ډول د ځان پلوی کړو؟

د بریالۍ مرکې د ترسره کولو او د دندې د ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې د ګومارنې پر مدیر خپل اغېز وشيندئ. د دې کار لپاره یواځې د ځان پلورل بسنه نه کوي، د مرکې په پای کې که مو مرکه کوونکی پر دې قانع کړ چې تاسې نه یواځې د دوی د ستونزو د حل لپاره وړ کس یاست، بلکې هغه څوک یاست چې دوی ورسره د ورځني کار کولو هیله لري چې دا به مو تر منځ غوره راکړه ورکړه ترسره شوې وي.
 
ډېری نوماندان پر خپلې کارمخینه تاکید لري او په ترڅ کې یې د مرکې پوښتنې ځوابوي؛ اما دوی هېره کړې چې د ګومارنې پروسه د اړیکې پر جوړولو را څرخي. دا چې دنده مو ترلاسه کړې وي، د هغه چا دروازه ور وټکوئ چې د دندې د درکولو واک ولري؛ په دې مانا چې ګومارونکی د ځان پلوی کړئ. 
 
دلته ولولئ چې نوموړې چاره څه ډول ترسره کړئ:
۱ـ د ګومارونکې ادارې او مرکه کوونکي په اړه پلټنه وکړئ
کیدای شي دا اصطلاح مو اورېدلې وي چې "هیڅ پوښتنه احمقانه نه وي". نوموړې اصطلاح په نورو حالتونو کې کېدای شي سمه وي، اما د کاري مرکې پر مهال دا اصطلاح هیڅ صدق نه کوي. غوره ده چې خپلې کاري مرکې ته له ځينو پوښتنو سره راشئ او له ګومارونکي یې وپوښتئ. د نوموړو پوښتنو له ډلې یوه یې داسې نه وي چې " اې! په هر حال، تاسې دلته څه مسؤلیت لرئ؟".

مخکې له دې چې د مرکې په لور لاړ شئ، خپله پلټنه وکړئ. د ادارې وېبسایټ، ټولنیزې رسنۍ، او په اړه یې وروستیو کیسو ته سر ورښکاره کړئ. که په ادارې کې پېژندګلوي لرئ، په اړه یې د هغوی نظر هم واخلئ. مخکې له دې چې د نوموړې ادارې له استازو سره ووینئ، د نوموړې ادارې د تولیداتو او چوپړتیاوو په اړه پوره پوهاوی ترلاسه کړئ. وروسته له هغې د مرکه کوونکي په اړه هم پوره معلومات ترلاسه کړئ. له لېدنې وړاندې که د نوموړي په نوم او تخلص پوهېږئ، د لېنکدن پاڼه او د نورو ټولنیزو رسنیو ګڼوڼوڼه (حسابونه) یې وپلټئ چې څه مو سره ګډ دي. کېدای شي چې په یوه ښوونځي کې سره زده کوونکي پاتې شوي یاست یا په یوه تکړښت ډلې کې سره لوبېدلي ياست. وانګیرئ چې ملګري مو سره ګډ دي یا مو په بېلابېلو ادارو کې سره ورته دنده ترسره کړې. نوموړي سره د نښلېدو یا اړیکې هغه ټکي پیدا کړي چې اړیکو ته مو رغون بخښي.
 
مه ډارېږئ! تاسې د هغو لارو په لټه کې یاست چې د خبرو اترو لپاره د ګومارنې له مدیر سره اړیکه ومومئ؛ نه دا چې نوموړي ته د دې لپاره دلایل وړاندې کوئ چې د کومې بلې موخې لپاره یې نه څارئ، ترڅو اندېښنه یې رفع شي. 
۲- با ادبه واوسئ
په ځانګړې توګه کله چې د لومړي ژور اغېز پرېښودو هڅه کوئ، نو کړه وړه مو حتمي په پام کې نیول کیږي. کله چې د کاري مرکې د آدابو مسئله مطرح کیږي، اړینه ده، نورو ته څرګنده کړئ چې تاسې په یو مسلکي کاري محیط کې پر ناسته ولاړه پوهېږئ. په دې مانا چې لباس مو منظم دی، د ځان سره د کار مخینې او ضمانت لیکونو اضافي کاپي لرئ، تر ټولو  مهمه یې مرکې ته پر خپل وخت حاضرېدل دي. د کاري مرکې د بحث پر سیاق کې "وخته تګ" د " ټاکل شوي وخت" ته د حاضرېدلو په مانا دی. له مرکې یوه ورځ وړاندې د احتمالي بیروبار یا د ترانسپورتي موضوعاتو او ترڅنګ یې د یوه مناسب کافي څښلو ځای د معلومولو په موخه آزمایښتي تګ وکړئ. احیاناً، که له ټاکلي وخت څخه ډېر مخکې رسېږئ، نو د نوموړي دفتر انګړ ته به ورننوځئ. 
 
۳- غوږ ونیسئ او ځان پوه کړئ
کله چې کاري مرکو ته ځئ، آیا ګومارونکي مدیر ته غوږ نیسئ چې څه وایي یا د خپل غږېدو نوبت ته په تمه یاست؟ که په وروستۍ ډله کې یاست، پر ځان یې مه سختوئ، کاري مرکې له فشاره ډک وضعیت وي. دا د درک وړ ده چې هم ډارېږئ او هم د خپلو مهارتونو په اړه د غږېدو شدیده علاقه لرئ.
غوږ نیونه د مرکې مهمه برخه ګڼل کیږي. د فعاله غوږ نیونې پر لارو چارو پوهېدل به د مقابل لورې خبرو او اترو باندې د ژور تمرکز پر ځای د نوموړي پوښتنو ته د معلوماتو د راویستنې او ترتیب کې درسره مرسته وکړي. فعاله غوږ نیونه هغه نرم مهارت دی چې ګومارونکي ته خورا لوړ ارزښت لري، په دې مانا چې په ډله کې ښه لوبغاړی یاست او د خپلو همکارانو سره په سمه توګه د پوهونې او را پوهونې پوره وړتیا لرئ. فعاله غوږ نیونه په څه مانا؟ لارې چارې یې د معلوماتو بیا تکرارول دي، په دې مانا چې تاسې پرې پوهېږئ، د تائید له ټګو ګټه اخیستنه "په یاد مې شول"" پوه شوم" او تر ټولو مهم یې د خبرو اترو پر مهال د خنډ نه رامنځته کول دي.
 
۴- خپلې بدني مکالمې ته مو پام ولرئ
غیر لفظي خبرې اترې هم لکه په لوړ اواز غږېدل دي او مقابل لوري ته پيغام لېږدوي. ځان ډاډه کړئ چې بدني مکالمه مو هغه څه چې تاسې یې ویل غواړئ، وړاندې کوي. په لاره کړو پ کړوپ مزل کول،  لاسونه او پښې اخوا دېخوا ارتول، یا هم مقابل لوري ته رډ رډ کتل د بدني مکالمې په مانا نه ده؛ بلکې د مقابل لوري سره د سترګو مناسبه اړیکه، پر ځای مسکاء، او د ټینګې ستړي مشي له لارې د خپل ځان تعارف یې اصلي موخه ده.

که ډاډه نه یاست چې بدني مکالمه مو پخه ده، د تېلیفون یا د ویدیو کامرې له لارې مو آزمایښتي مرکه ثبت کړئ. ډېری داسې عادتونه لرئ چې ترې بې خبره یاست؛ نو ستاسې له لورې د ثبت شوې آزماېښتي مرکې لیدل به مو حیرانه کړي.
 
۵- خبرو اترو ته مو دوام ورکړئ
په پای کې، پر هر څه سربېره، په یاد ولرئ چې تاسې هلته د خبرو اترو لپاره تللي یاست. خبرې باید یو اړخیزې نه وي، په دې مانا چې ټولې خبرې یا تاسې او نه هم مرکه کوونکی وکړي، یا دا چې مرکه کوونکی تر خپلو شدیدو پوښتنو لاندې ونیسئ. دا چې د ګومارنې مدیر مو د ځان پلوی کړی وي، پرېږدئ چې خبرې اترې مو په طبیعي ډول دوام ومومي. له ځان سره مو خپلې پوښتنې ولرئ، اما که د مرکه کوونکي له لورې د "مرکې د سیاق څخه د باندې" په زړه پوری بحث ترسره کیږي، تاسې یې باید جذب، هضم او د بحث د دوام لپاره چمتووالی ولرئ. دا په یاد ولرئ چې تاسې له دې خلکو سره د کار کول غواړئ، یواځې د خپلې کارمخینې له یاده زده کول او په هغه لېست کې چې تاسې یې له مخې مرکې ته چمتووالی نیولی، د اجزاوو پلټل به درسره د بحث په دوام کې ګټور تمام نه شي.