پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تازه نښته؛ يو افغان سرتیری وژل شوی او درې ټپيان دي

روهي (جمعه/۱۴ د سلواغې)، افغان او پاکستاني ځواکونو تېره ورځ ډيورنډ کرښې سره څېرمه د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې سره نښته کړې ده.

نښته کې يو افغان پوله ساتی سرتيری وژل شوی او درې نور په کې ټپيان شوي دي. د پاکستاني ملېشه ځواکونو د تلفاتو په اړه تر اوسه شمېرې نه دې وړاندې شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي رسنيو د پېښې د تاييد ترڅنګ ويلي دي، چې نښته هغه وخت پيل شوه، چې پاکستاني ځواکونو ډيورنډ کرښې ته څېرمه په پارونکو کړنو لاس پورې کړ.

ډيورنډ کرښې ته څیرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښتې تازه مساله نه ده؛ له دې وړاندې هم څو ځلې افغان او پاکستاني ځواکونه په کندهار، خوست، ننګرهار او نورو سرحدي ولايتونو کې سره مخامخ نښتې کړې. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200904_125149_680.sdoc-->