روهي (څلور نۍ/ ۱۲ د وږی)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د سنبلې اتلسمه چې د احمدشاه مسعود د مړينې ورځ ده د ګډوډيو مخه به ونیسي.
نوموړي لیکلې، "د وږي اتلسمه چې د شهيد اوونۍ ده، چا ته به اجازه ورنه کړل شي چې سړکونو ته راووځي، هوايي ډزې وکړي او عامه نظم ګډوډ کړي."
صالح زياته کړې ده چې د کابل ښاریانو د فزیکي او رواني امنيت لپاره جدي تدابير تر لاس لاندې نېول شوي دي.
د يادونې ده چې هر کال د احمد شاه مسعود د مړينې پر ورځ د نوموړي يو شمیر پلويان هوايي ډزې کوي، وسلې نمایش ته وړاندې کوي او په لوی لاس د کابل ښار د بې نظمۍ سبب کيږي.
وروستي