ولسمشر مرکچي پلاوي ته: د ملي ټیم په توګه د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ


روهي (څلور نۍ/۱۲ د وږي)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي خپل مهم مسوولیت ته په اشارې وویل، سوله د افغانستان د خلکو لویه هیله او غوښتنه ده او د سولې مشورتي لویې جرګې د ملي ګټو او ازادې ټولنې پر بنسټ د دې لپاره حدود ټاکلي. هغه زیاته کړه، زموږ د متحد ټیم هڅه به د خلکو دغسې اساسي هیلې ته چې تلپاتې سوله ده، رسېدل وي.

جمهوررئیس غني وویل، خوښ یم چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرلپسې هڅو په پایله کې د سولې دغه حساس پړاوو ته رسېږو او تاسو د واحد او منسجم ټیم په توګه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب له طالبانو ډلې سره د سولې مذاکرات پیلوئ.

جمهوررئیس غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې د ملي ټیم په توګه د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ او ستاسو په تنوع، وحدت او همغږۍ کې افغانان خپل قوت ویني، ځکه جمهوریت او تنوع زموږ د ځواک نقطې دي. هغه زیاته کړه، زموږ ملي وثیقې چې اساسي قانون دی، زموږ ټولو لپاره حدود مشخص کړي دي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې زموږ علما، ښځې او ځوانان هر یو خپل ملي او سیاسي وزن لري او دوی به زموږ د ټولنې د هرې برخې او قشر ښه استازولي وکړي، ځکه چې مطلق ولسي او ملي ټیم دی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200902_182226_698.sdoc-->