
روهي( پنځه نۍ/۲۵ د تلې )، هند د کرېکټ پخوانیو لوبغاړو هربجن سینګ او عرفان پټان او فلمي نړۍ ته مخه کړې ده.
هربجن سینګ چې په ۱۰۳ سیالیو کې یې ۴۱۷ لوبغاړي سوځولي، په ۲۳۶ یو ورځنیو سیالیو کې یې ۲۶۹ لوبغاړي سوځولي او په ۲۸ شل اوره سیالیو کې یې ۲۵ وېکټې اخېستي او همدارنګه د دې هېواد بل تېز توپ اچوونکي عرفان پټان اوس فلمونو ته مخه کوي.
د کرېکټ دا پخواني هندي لوبغاړي باليوډ ته نه دي تللي بلکې غواړي د دې هېواد بلې ژبې 'تامیل' فلمونو کې خپل لومړنی کار پیل کړي.